د پښتنو پر ضد بله دسيسه ( د قاضي احمد ليکنه)
د باجوړ غچ په كابل كې اخيستل كيږي
كوچنۍ وم چې له يوې خبرې متعجب شوم. د روسانو پر ضد د جهاد ګرمې ورځې شپې وې، يوه ورځ زموږ د كلي په يو كور د سره پوځونو د الوتكو يو بم پرېوتى وه او له دې كورنۍ څخه يوازې يو ځوان چې د كلي په بر سر كې له روسانو سره په نېغه جګړه بوخت و پاتې و. هغه ورځ د مجاهدينو له سخت مقاومت سره سره بيا هم روسان سيمې ته ننوتل او مجاهدين له سيمې څخه په شا شول.
روسان په سيمه كې د څو ساعتونو له پاره ځنډ شول، خپلې نادودې يې ترسره كړې او بيا ووتل. د كلي خلك چې زياتره يې ښځې، ماشومان او سپين ږيري وو د كلي د مړو او وژل شويو كسانو په لټه او ښخولو كې شول. موږ ماشومان د دغه كور څنګ ته ولاړ وو چې څو ساعته مخكې پرې بم پرېوتى او د كور 8 تنه غړي په كې وژل شوي وو او خلك لګيا وو د دوى مړي يې د خاورو او خزلو له منځه په دې تمه وېستل كه ګوندې كوم په كې ژوندي پاتې وي او نه شي چې د دوى د ځنډ له كبله ومري. په كلي كې غدۍ وه، خو موږ ماشومانو سم نه شواى احساسولى، لويانو به د مړو له خوا شړلو خو موږ به په بيا بيا د مړو سر ته ورتلو او هغه به مو ليدل چې په كوم ځاى لګېدلي او څنګه وژل شوي. لنډه دا چې ډېر ژر شپه راغله د لويانو له خوا خپلو خپلو كورونو ته وبلل شو او شپه مو په وېره كې تېره كړه چې ګوندې نه شي بيا الوتكې راشي، بمونه ووروي او موږ هم ووژل شو. شپه له جګړې او ډزو پرته سبا شوه او بيړه مو درلودله چې نوموړي كورته ورشو او نوى حال وګورو چې نور څه پېښ شوي دي. زموږ له ورتګ شېبه وروسته د كور يوازنى پاتې كس وسله په اوږه، خو ډېر ورهم وهلى كور ته راورسېد او د كور په دېوالونو يې نظر پرېوت چې ټول په بل مخ پرېوتي وو او تر منځ يې اته مړي پر ځمكه ايښي دي. ده ژړل، وېښتان يې شكول خو د سپين ږيرو له خوا نه پرېښودل كېده چې د مړو څنګ ته نژدې شي چې څو متره وړاندې د كور په كنډواله كې كتار پر ځمكه ايښي وو. يوه سپين ږيري كوښښ كاوه چې ده ته تسلي وركړي او ورته ويل يې: مه ژاړه، دا قرباني به د خداى منظوره وه، صبر وكړه، شهادت خو د الله ج ستره پېرزوينه ده، د دوى ټولو شهادت تاسو او ټول كلي ته ستره مباركي ده او كله چې د ده ژړا او واوېلا نوره پاى ته ورسېده او يو څه په كرار شو نو د كلي نور مجاهدين به يو يو ورته تر غاړې وتل او د ده د كورنۍ د شهادت مباركي به يې ورته ويله.
ما چې هغه مهال له 9 كلونو زيات عمر نه درلود، نو ماته هېښوونكي ښكارېده چې يو څوك دې چاته د چا د وژل كېدو مباركي ووايي.
كه څه هم د الله ج په لار كې شهادت له شك پرته د الله ج ستره پېرزوينه ده، خو موږ كمزوري بنده ګان بيا هم د خپلو عزيزانو مرګ ژوبله په اسانه نه شو زغملاى او په تېره چې افغان ولس له تېرو 30 كلونو راهيسي له تپل شوې جګړې سره مخ دى او په متواتر ډول دغه تلفات ورباندې تپل كيږي.
د باجوړ شهيدان دې الله ج وبښي او كورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو، ځكه چې هغوى هم زموږ پښتانه او زموږ عزيزان دي، دوى بايد خپلې سينې لكه افغانان پراخې كړي، ځكه چې جګړه نوې پيل شوې، د پښتنو پر ضد دسيسې او توطيې روانې دي او دښمن ډېر ځيركه او په دې لټه كې دى چې د پښتنو له احساساتو څخه د پښتنو پر ضد كار واخلي.
خو دغه وروڼه چې ډېر دردېدلي او غواړي چې د خپلو شهيدانو غچ په كابل او بګرام كې واخلي، نو له دوى څخه زما غوښتنه دا ده چې لومړى خداى دې وكړي چې دوى خپل غچ له بې ګناه كابليانو او افغانانو، ساختماني انجنيرانو، د واكسين د كمپاين له ډاكترانو او له قومي مشرانو وانه خلي، دوى هم لكه تاسې د پنجابيانو، د يو څو كورنيو سياسي قاچاقبرانو او شنو سترګو كافرانو او د پاكستان د يهودي او نصراني استخباراتو(اى ايس اى) د ستراتيژيكو ګټو او سياسي لوبو قربانيان دي، او دوهم دا چې تاسې ښه خبر ياست چې د پاكستان حكومت د هنديانو او پښتنو پر ضد د يهودو او نصرانيانو له خوا رامنځته شوى، تر څو چې له منځه لاړ نه شي په ټوله نړۍ كې به پښتانه او مسلمانان ترې د ارامۍ مخ ونه ګوري، همدا اوس د پښتنو او مسلمانانو په سركوبولو كې د كافرانو په څنګ كې ولاړ دى، همدا اوس د سلو په شاوخوا كې د امريكې پوځي اډې او د 2000 په شاوخوا كې استخباراتي مركزونه په كې فعاليت كوي، نو دغو وروڼو ته اړتيا نشته چې اوبه يې په كوزه كې وي او دوى دې د سيند په لټه سرګردانه ګرځي، يا دې كابل او افغانستان ته راشي هملته لنډ دې خپل غچ واخلي، ښكار يې په دام كې دى او دوى په ښكار پسې ګرځي. په كابل كې كومه كعبه نشته چې جهاد په كې د پاكستان په پرتله زيات ثواب ولري او پاتې شوه د امريكايانو د شتون خبره، د پاكستان پنجابيان او حكومت به ډېر ژر دغه سورمخي لكه څنګه چې افغانستان ته يې راوستل د ستاسو مېنو او ټاټوبي ته هم راولي كه څه هم په خوله د نه راوستو چيغې وهي، كه دا پنجابيان ونه پېژنئ په كراتو كراتو او رنګارنګ ښكېلاكګر به مو كورته راولي، لكه څنګه چې افغانستان ته يې يو وار سور پوځ او بل وار تور پوځ راوسته.
كه چېرې دغه وروڼه هدف لري چې يوازې غچ واخلي او د الله ج رضا يې موخه نه وي، نو ښه ورته دا ده چې د خپلو كينو، اغماض او زړه تشولو له پاره دې د خپلو شهيدانو شهادت نه خرابوي. تاسو وګورئ موږ افغانان له دېرشو كلونو راپدېخوا له دا رنګه قربانيو سره مخ يو، يوازې د الله ج د رضا له پاره جنګيږو او په هغو وسلو وژل كيږو چې اوس تاسو پرې وژل كيږئ او اوس هم په هغو وسلو وژل كيږو چې ستاسو له سيمو څخه افغانستان ته د پاكستان د پوځ د يهودو او نصارا د غلامانو له خوا رااوړي، خو موږ د دوى پړه پخوا هم پر تاسو نه ده اچولې او اوس يې هم نه اچوو، تاسې خپله وينه او عزيزان بولو د ټولو پښتنو كښتۍ غرقه ده، دښمن باجوړى او كابلې نه دى دښمن د يهودو او نصارا غلامان پنجابيان دي چې پرون يې پر كابل كې پر پښتنو كافران راواړول او نن يې پر تاسو اړوي او د لر او بر پښتنو تر منځ تربګنۍ ته لمن وهي.
كه چېرې باجوړيان په كابل كې د غچ اخيستلو هڅه وكړي او يا دوى د خپل غچ له پاره پښتانه او افغانان په نښه كړي، نو دا به د لر او بر پښتنو تر منځ اړيكې خورا خرابې كړي او باجوړيان دې خبر وي چې دا هغه كار دى چې پنجابيان يې غواړي نه باجوړيان.