غزل

د لراوبر اداره | سپتمبر 15th, 2008



دژوند پيچومې كه(سا ه)پا تې راغله
ډمه دډول په ګډا پــــا تـــــــــــــې را غله

زمونږپه لپوكې را شنې شوې خيرا
داوښكوسيند كې دعا پا تې راغله

د(چا ) د زړه وينـــــــــــــــــو ته نه رسيده
(ګرانې!) په لا س دې حنا پا تې راغله

مونږه تـــرمخـــــــــه راپسې ده( لولۍ)
دابه مـــــــــــــــنئ چې دنيا پا تې راغله

بيا يې ليــــــمې له اوښكو نه وچيدې
بيا يې پرشـــــونډ مسكا پا تې راغله

مينه منـــــــــــم چې زوروره بـــــــــــه وه
خو نن سبا ترښكلا پـــــــا تــــې راغله

سوال دكوكۍ ته وارخطا غوندې شوه
دشــــــــرر زړه ووخـــــــــوداپا تې راغله

Copyright Larawbar 2007-2024