د افغاني کلتوري ټولني خبرتيا

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2008


افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ

 

د افغاني کلتوري ټولني اداره د ټولو هالنډ مېشتو افغانانو په ډير درناوي هيله کوي چي ددې ټولني د لا ښه کېدو او اغېزمنېدو لپاره ددې ټولني غړيتوب ترلاسه کړي او هره مياشت يوه اندازه پيسې د غړيتوب ونډه افغاني کلتوري ټولني ته وسپاري .

افغاني کلتوري ټولنه چي په کال ۲۰۰۰  کي په هالنډ کي په رسمي ډول پرانستل سوه تر اوسه يې په لسګونو کلتوري ، علمي او څېړونيزي غونډي ، سيمينارونه او تفريحي پروګرامونه جوړ کړي دي ، يو شمېر ارزښتناک علمي او کلتوري اثار يې چاپ کړي او د اړتيا پر مهال يې د هالنډ مېشتو افغانانو د ستونزو تر څنګ د افغانستان د کلتوري پرمختيا په لاره کي خدمت ترسره کړی دی .

د يو شمېر افغانانو دپرله پسې غوښتنو پر بنسټ اوس افغاني کلتوري ټولني دغړيتوب ونډي ترلاسه کولو د پاره بانکي حساب پرانستئ دی چي په دې ډول به هره مياشت د ټولني له غړو څخه په اساني سره ددوی مرسته ترلاسه کېږي .

 

له تاسو هم په درناوي هيله کوو چي د ټولني د غړيتوب په ترلاسه کولو د خپل هيواد او په هالنډ کي د مېشتو افغانانو د کلتوري پرمختيا په دې بهير کي برخه واخلئ .

افغاني کلتوري ټولني د غړيتوب ترلاسه کولو چاره ډيره اسانه کړې ده ، تاسو د برېښناليک له لاري د خپل پوره نوم او تخلص ، پوست ادرس او بانکي نمرې په راليږلو سره کولای سئ  د ټولني بانکي حساب ته هره مياشت د 5 يورو د ور اړولو کولو اجازه ورکړئ ، دا اندازه ستاسو په خوښه د مياشتي تر 10 يورو يا تر هغه زياته هم ټاکلای شئ .

 

هر کله که تاسو غواړئ چي د افغاني کلتوري ټولني سره خپله نقدي مرسته بنده کړئ بياهم د ټولني مشرتابه ته د برېښناليک لېږلو سره سم ستاسو له اکونټ څخه د پيسو اړول بنديږي .

 

  که پوښتنه لرئ پر دې پته برېښناليک وليکئ

  برېښناليک  afghaanscvn@gmail.com

  ويبپاڼه    www.acvn.nl

پوستي پته :
 Afghaanse Culturele Vereniging NL
Postbus 9102 
3506GC UTRECHT
HOLLAND

 

په درناوي

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مالي څانګه

 

Copyright Larawbar 2007-2024