اسلام آباد د سفير په اړه كابل ته ډاډ وركړ، خو عكس بل پيغام لري
د پاكستان د بهرنيو چارو وزير په نيويارك د افغان سيال ډاكټر رنګين دادفر سپنتا سره د ليدني پر وخت ډاډ وركړ، چي د تښتول سوي افغان سفير پلټنه به په محفوظ ډول كوي.
په پېښور كي د افغانستان كونسل حاجي عبدالخالق فراهي چي په پاكستان كي د افغانستان سفير ټاكل سوى و، تېره ورځ نا معلومو وسله والو د پېښور په حيات آباد سيمه كي وتښتاوه.
وسله والو لومړى د نوموړي پر موټر ټكان وكړه، چي موټروان يې مړ او يو بل ملګرى يې ور زخمي كړ.
د حيات آباد امنيتي ځواكونه يې د تښتوني لامل بېله كوم ساتونكي څخه د ښاغلي فراهي ګرځېدل په ګوته كوي، خو د رويټرز آژانس د سپټمبر پر ۲۳-مه هغه انځور خپور كړ، چي وايي پر سفير باندي د بريد په سيمه كي نيژدې امنيتي پوليس هم ولاړ ول.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د وژل سوي كس مړېنه غندلې او افغان وزير ته يې ډاډ وركړ، چي خپل ټول امكانات به د ښاغلي فراهي په لټولو او خوشي كولو كي په كار اچوي.