له شمشاد تلويزيون څخه نرۍ ګېله

د لراوبر اداره | سپتمبر 28th, 2008



دم ګړۍ له کابل څخه څوارلس تلويزيوني کانالونه خپرونې کوي ، شمشاد يوازينی تلويزيون دی ،چې هم يې خپرونې پښتو دي او هم يې چلوونکي پښتانه دي . که څه هم لمر پښتو تلويزيون دی ، خو چلوونکي يې بيا د طلوع افغانستانيان او دانشګاهيان دي او د څښتنانو دريځ يې هم د افغان او افغانيت ضد. سره له دې چې، هغه ويندويان او پروګرام جوړوونکي چې په لمر کې کار کوي ، خير دې يوسي له خپلې وسې سره هڅه کوي چې افغاني دريځ وساتي، له ملي شخصيتونو سره مرکې وکړي او د پښتنو پروګرامونو ته هم ځانونه ورسوي ، خو بيا هم راپورټران او کمره مينان يې په واک کې نه دي ، چېرته چې د پښتنو کوم محفل يا غونډه وي دوی لومړی خپلو آمرينو ته سوال کوي ، خو دا بيا د طلوع پر واکمنانو اړه لري ، چې سوال يې مني که نه .


ملي راډيو تلويزيون هم اوس يو څه ښه شوی ، د ملي دريځ تر څنګ هڅه کوي چې ژبنی انډول هم وساتي ، خو هغه بيا دولتي تلويزيون دی او بايد دولتي پاليسي مراعات کړي .د بېلګې په توګه په خبرونو کې لومړی بايد د ولسمشر ، مرستيالانو ، ولسي جرګې ، مشرانو جرګې ، وزيرانو او ټولو واليانو خبرونه چې که له چا سره يې هسې خندلي هم وي خپاره کړی ، بيا که د هېواد په کوم ګوټ ټکه هم راغورځېدلې وه هغې ته وار رسيږي . چې البته دغه ډول خبرونه خلک بېحوصلې کوي او نه هم خلک دومره وخت لري ، چې د ضيأ مسعور د خندا خبر او يا هم کوم هېواد ته د ولسمشر د تبريکۍ پيغام ټول واوري .


آريانا تلويزيون که څه هم دريځ يې ملي دی او رييس يې هم ظاهراً يو پښتون دی ، خو ژبنی انډول په کې هېڅ نه ساتل کيږي او داسې ښکاري ، چې يوازې د دري ژبو لپاره خپرونې کوي ، خو سره له دې موږ يې افغاني دريځ ته هم خوشحاله يو . نور نو د تمدن ، فردا، نور،  نورين ، ايينه او طلوع خو د ستميانو ډنډورې دي ، چې د ايران په مرسته غږول کيږي او د افغانيت پر ضد زهر خپروي .


پاتې شو يوازې شمشاد، خو شمشاد هم هغسې چې پښتانه تمه ترې لري ځان نه خوځوي . ځينې ډېر مهم مسايل وي ، چې د هغوی په طرح کولو او انعکاس کې د لمر بې واکه کارکوونکي هم ترې مخکې وي .د پښتنو مهمو غونډو او يو لړ نورو ملي او فرهنګي هڅو ته هغسې چې ښايي، پاملرنه نه کوي .ما څو ځلې ځينې مهمې غونډې ليدلي، چې هلته د نورو تلويزيونوکمرې حاضرې وي ، خو شمشاد يا بيخي غيب وي او ياهم په تلويزيون کې يې انعکاس ډېر کمزوری وي ، لکه د مورنۍ ژبې لويه غونډه او يا هم د سرشمېرنې پر وړاندې مهم سيمينار . خو ګېله مې هغه وخت ډېره راغله، چې څه موده وړاندې يوشمېر مدني ټولنو اوټولنيزو سازمانونو د شينډنډ د شهيدانو فاتحه په داسې ځای کې ( د کابل عيد ګاه جومات ) نيولې وه ، چې له شمشاد تلويزيون سره يې واټن يوازې څو سوه متره دی . ما فکر کاوه ، چې ښايي منتظمينو به شمشاد ته احوال نه وي ورکړی ، خو دوی راته وويل ، چې نه يوازې دا چې بلنليک مو ورلېږلی و او ټېلېفوني احوال مو ورکړی و، همدا نن شخصاً هم ورغلو ، خو له بده مرغه دوی نه دي راغلي . نو که رښتيا ووايم ، خوا مې ډېره بده شوه . که څه هم د دې فاتحې او وير پرېکړه ليک او څرګندونې ټولې د بهرنيو ځواکونو او دولت د وروستيو کړنو پر ضد وې ، خو بيا مې هم ليدل چې د ملي راډيو تلويزيون او بي بي سي خبريالان ښه فعال دي او شپې ته يې هماغسې بشپړ راپورونه هم خپاره کړل ، خو زموږ خپل شمشاد غيب و. ګېله مې ځکه راغله ، چې يو خو فاتحه د شينډنډ د 91 شهيدانو وه ، بل دا چې د شمشاد تر څنګ وه ، بل دا چې دا فاتحه د اوو ټولنيزو بنسټونو له خوا ، چې د محصلينو اتحاديې يې په سرکې وې ، نيول شوې وه او تر ټولو مهمه دا چې که څه هم شمشاد ډېر قوی تلويزيون نه دی ، خو پښتانه يې خپل ګڼي .


څو وروځې وړاندې د سولې ملي جرګې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تالار کې يو مطبوعاتي کنفرانس رابللی و ، د نورو تلويزيونو د کمرو تر څنګ مې د شمشاد ځای هلته بيا هم تش وليده .


زه نه پوهېږم ، موږ خوپه  هر ځای کې هڅه کوو ، چې د شمشاد لپاره تبليغات وکړو او ملاتړ ورته پيدا کړو ، خو له بده مرغه دا څووم ځل دی چې زه له داسې مهمو غونډو او پروګرامونو سره د شمشاد بې توجهي ګورم ، دا چې ولې ښايي ځواب به يې له دوی سره وي !؟

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024