شاعر او شعري رسالت
دا چې شعر يوه ټولنيزه پديده ده نو د ټولنيزې پديدې له پاره د يو داسې پيژند موندل چې د شعر ټولې خوا وې دې په لمن كې راټولې كړي پيدا كول يو ستونزمن كار دى،څوك يې د مينې او عاطفې سمبول بولي ،څوك يې د زړه او ضمير غږ بولي او څوك يې د يو انسان د زړه د درد او فرياد انځور بولي،په هر صورت شعر چې هر څه ده خو بې كماله او بې حكمته نه ده،په دې دليل چې شعر د الهام ښاپيرۍ له ځان سره لري او هغه څه چې يو چا ته الهاميږي نو هلته دده واك او اختيار نه وي،شاعر هم خپل قلم او ګوتې په هغه څه خوځوي چې ورته الهاميږي،كله چې شعر د الهام په كاليو كې پټ او نغښتى وي نو په همغه كچه موثر او ګټور هم وي،شعر يو داسې شى نه ده چې انسان يې په زور وليكي كه يو شاعر هڅه كوي چې شعر په زور وليكي نو بيا د پسرلي صيب په خبره په خلكو به يې په زور اوري هم،هغه شعر چې د الهام په وريښمنو اوبدل شوى وي،تخيل او تغزل پكې ځاى موندلى وي نو پرته له شكه چې له يوې خوا به يې په ټولنه كې اغېز درون وي او له بلې خوا د شاعر د شخصيت په تبارز كې هم مهمه ونډه لري.
دا حقيقت دى چې شعر الهام دى خو،په شعر كې احتياط د شاعر خپل مسووليت دى ،په بله خبره كه شعر شاعر ته الهاميږي نو په شعر كې د الفاظو كارول او قطارول د شاعر مسووليت دى،شاعر بايد په خپل شعر كې داسې الفاظ قطار كړي چې له يوې خوا د خپلې ژبې سوچه مال وي او له بلې خوا په ټولنه كې موجود خلك ترې ګټه پورته كړي،كه شاعر په شعر كې د الفاظو پر ځاي كارول ونه كړي نو دوه تاوانه كوي يو خو دا چې شاعر په خپله ژبه لوبې وهي ،دويم دا چې څوك يې له شعره څه نه شي اخيستى او بالاخره په ټولنه كې د شاعر شخصيت ته تاوان رسوي.شك نه شته چې هره ژبه په خپلو وايوونكو او لغاتو ژوندى ده،كه چېرې يو شاعرپه خپل شعر كې د پردۍ ژبې لغات كاروي نوپه حقيقت كې له خپلې ژبې سره ظلم او جفا كوي،همدا ډول په لوى لاس د خپلې ژبې و ژنې هڅې كوي،په داسې كولو سره نه يوازې دا چې خپله ژبه زيانمنوي بلكې خپل شعري رسالت ته شاه ګرځوي،ددې خبرې يادول مې ځكه ضروري وبلل چې متاسفانه چې زمونږ ځيني شاعران وروڼه پرته له دې چې خپل شعري رسالت ته ژمن پاتي شي ،په شعر كې د نورو ژبو لغات په دې خاطر كاروي ترڅو شعر په كوم سندرغاړي خرڅ كړي او څو پيسې ترې په لاس راوړي،كوم چې د يو شاعر له پاره د شرم او افسوس ځاى دى،تاسو وګورئ كوم هنرمند چې د شعر په انتخاب كې محتاط وي نو ليدل كيږي چې د خلكو په زړونو كې ځاي نيسي او هغه هنرمندان چې يوازې پيسې د نظر لاندې نيسي نو په موقت ډول يو څه په لاس راوړي خود خلكو زړونه له لاسه وركوي.
وخت او حالاتو ته په پام سره دا د شاعر شعري مسووليت دى چې خپل شعر د خپل خوار،درديدلي او كړيدلي ملت په دردونو ،ستونزو او مشكلاتو را وڅرخوي،خپل شعر په داسې يوې هنداره بدل كړي چې خلك پكې د خپلو ستونزو د هواري لارې چارې ولټوي،خلكو ته د يوالي،صميميت،خواخوږۍ،مينې،عاطفې ،سولې او ښيرازۍ پيغامونه ولري،كه مونږ شعر يوازې د خپل ځان د خوښۍ او خوشالۍ په خاطر وليكو نو فكر نه كوم چې مونږ دې خپل شعري مسووليت او پور ادا كړى وي،شاعران په ټولنه كې هسې عادي وګړي نه دي،دوى كولى شي چې د خپل شعر په زور او قوت سره په ټولنه كې ژور او مثبت تغيرات په وجود راوړي،دا هغه مهال شوني ده كله چې لومړۍ شاعر په خپل شعري مسووليت او مكلفيت ځان وپوهوي،بيا هم له خپلو درنو شاعرانو وروڼو څخه هيله كوم چې له يوې خوا خپله ژبه د پرديو ژبوله لغاتو ليري وساتئ او له بلې خوا خپل شعري مسووليت ته په پام سره ،د ټولنې هر ډول ستونزه د شعر په ژبه په داسې ډول انځور كړى چې له يوې خوا ترې خلك د ستونزو په راكمولو كې ګټه واخلي او له بلې خوا زمونږ هر شاعر ورور په ټولنه كې د كاروان صيب،پسرلي صيب،سايل صيب ،دراني صيب،جهاني صيب او نورو درنو او وتلو شاعرانو په څېر د خلكو په زړونو كې ځاي پيدا كړي او بلاخره ددوى په شان خپلو شخصيتونو ته وده وركړي.