راپور : امریکا او ناټو ۳۲۰۰ ملکی افغانان وژلی دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 7th, 2008


فرانس پریس آژانس د یو تازه راپور له مخی خبر ورکوی چی امریکا او ناټو په افغانستان کی د تیرو درو کالو په ترڅ کی څه نا څه ۳۲۰۰ ملکی او بیګناه افغانان وژلی دي خو هغه پیسې چی قربانیانو ته ورکول سوي ، په نړۍ کی تر نورو ورکول سوو پیسو خورا لږ دي . د مشهور امریکایی پروفیسور مارک هیرالډ د تازه څیړنی له مخی د ۲۰۰۵ راهیسی په افغانستان کی نړیوالو ځواکونو د ۲۶۹۹ – ۳۲۷۳ تر منځ ملکی او بیګناه افغانان وژلی دي . راپور وایی چی ممکن دا وژنی تر دې هم ډیری وی ځکه دغه پوځونه زیاتره وخت خپل قربانیان جنګیالي بولی او هم د زخمونو څخه ډېر کسان مړه کیږی . راپور زیاتوی چی هوایی عملیات ۴ – ۱۰ ځله تر مځکنیو پوځونو زیات تلفات پېښوی . پروفیسور مارک هیرالډ چی « د افغانی قربانیانو یادګاری پروژه » چلوی ، وایی چی امریکایی پوځ د غمرازۍ په توګه « نه د تاوان یا معاوضې په توګه » کله ناکله د قربانیانو کورنۍ ته فقط۲۵۰۰ ډالره ورکوی چی دا ډېر غلط عمل دﺉ . راپور زیاتوی چی کاناډا د غمشریکۍ په توګه خپل یو قربانی ته ۱۱۰۰ – ۹۰۰۰ ډالره ورکوی . راپور په پای کی وایی چی دا د هغو مبلغونو سره هیڅ د مقایسې وړ نه دي چی امریکا په ۱۹۸۸ کی د سکاټلینډ د لاکربی له پاسه خپلو قربانیانو ته ۱٬۸۵ ملیونه ډالره ورکړل ، یا یې په ۱۹۹۹ کی په بلګراډ کی د چینایی سفارت د بم ورۍ پر مهال سړي سر قربانی ته ۱۵۰۰۰۰ ډالره ورکړی وو . نو ځکه دلته وړیا انسانان او بې غمخوره ولس په لاس ورغلی دﺉ .

Copyright Larawbar 2007-2024