ایران : ښایی ملا عمر په سپینه ماڼۍ کی ووینو !

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 10th, 2008


د ایران د « پریس ټی وی » د خبر له مخی د هغه هېواد د پارلمان ریًس علی لارجانی پر امریکا ځکه په غصه دﺉ چی وایی واشنګټن غواړی د طالبانو سره غیر مستقیمی خبری اتری وکړی . لارجانی وویل چی « د دې معنا دا ده چی موږ باید د طالبانو مشر ملا عمر څه موده وروسته د امریکایی مقاماتو سره په سپینه ماڼۍ کی ووینو . » ده په خورا خښمېدلې لهجه سره امریکا مخاطب کړه چی « که تاسی د تروریسټانو سره داسی په اسانۍ پخلا کېدای سی ، نو بیا ولی په سیمه کی دغسی ډل وژني کوﺉ ؟ » ده د برتانویانو د قوماندان ( مارک کارلېټن سمیت ) هغه اعتراف ته ګوته ونیول چی تېره اوونۍ یې وویل چی موږ دا جنګ په طاقت سره نه سو ګټلای . څېړونکي وایی چی تهران قطعأ نه غواړی چی په افغانستان کی واقعی امن او ثبات راسی او حالات د دوی د لاس وهنو څخه ووزی .

Copyright Larawbar 2007-2024