طالبان د لښكرګاه و دروازو ته رسيدلي

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2008


د كرزي كمزورى حكومت به شايد په ډېر لږ وخت كې سـقـوط سره مخامخ شي ، هلته پر لښكرګاه باندې دا دريمه شپه ده چې طالبانو حمله كوي او د ښار په دننه كې جګړه روانه وي او كومې امنيـتي پوستې چې د حكومت له خوا د ښار په دروازو كې موجودې وي ځينې د دغـو پوستو سوزول شوي او هـغه تش په نامه پوليسان يا خو وژل شوي او يا هم د طالبانو په لاسو كې اسيران شوي دي .

امريكايي ځواكونو وړمه ورځ په نادعـلي كې هم بمبارۍ كړې وه او پرون يې بيا پر بولان باندې د توپ لرونكو چورلكو له خوا څه عمليات وشول چې طالبانو ته يې كوم سخت زيان ندى اړولى .

كله چې پرونه شپه تقـريبا د ۱۲ او يوې بجې په شا او خوا پر لښكرګاه باندې د طالبانو له خوا حمله وشوله د طيارو مرسته نده شوې خو كرزي حكومت ته سخت زيان رسېدلى دى ، همداسې طالبانو بيا خصوصي مخابراتي شركتونو ته هم خبر وركړى چې د ځينې ساحو په شان دې لـښكر ګاه كې به د شپې له خوا خپل فعاليت بندوي تر ثاني امره پورې .

دا اول ځل دى چې په لـښكر ګاه باندې دومره پياوړې جګړه روانه ده او آن تر دې چې داسې مالوميږي كه همداسې دوام ومومي نو ګومان كوم چې لښكرګاه به ډېر ژر و طالبانو لاس ته ولويږي او د كرزي حكومت پكې سقـوط وكړي .

اوس نو دا پوښتنه را برسېره كيږي چې چېرې ده ناټـو او د كرزي حكومت او د كرزي حكومت پياوړي مرستندويان چې د داسې پېـښو مخنيوى وكړي ، د داسې يو حالته څخه خلك داسې انګيرنه كوي چې :

۱— يا خو امريكايان په خپله په لوى لاس د يو منظم پلان له مخې دا كار كوي تر څو حالت داسې منعكس كړي چې دلته امنيت له ستر ګواښ سره مخامخ دى او د ژغـورنې په خاطر امريكايي پوځ پكې زيات شي او په سيمه كې خپل نفـوذ زيات كړي .

داسې موارد په نورو ځايونو كې هم ليدل كيږي لكه په شينډنډ كې هـوايي بريد چې نژدې سل كسان پكې په شهادت ورسيد ، پرون ماښام بيا په بلخ ولايت كې هم په يوه سيمه كې د شپې له خوا د خلكو كورونه يې محاصره او بيا په ډېر وحشي او د ځناورو په شان حتې د ښځو په كالو كې لويدلې او تالاشي يې كړې ، دا خود په خوده د خلكو راپارول دى تر څو سيمه نا امنه كړي او دنياوالو ته په شيطاني شكل داسې وښيي چې دلته امنيت نسته نو بايد پوځيان واستول شي او دا يو ډېر ښه فـورمول دى د دې ځناورو .

۲— بله دا چې امريكا غـواړي خـپله پاليسي بدله كړي او دا وار طالبان په يو شكل د اشكالو و صحنې ته داخل كړي ولې چې شماليان ورته مالوم شول چې ټـول غـله دي نه دوى ته ګټه رسوي او نه هم ملت ته او يوځې ځانونه مړوي .

۳— كيداى شي په واقعي توګه طالبان ډېر غـښتلي شوي وي چې داسې بريدونه كوي او كه داسې وي نو دا به ستر برى وي د طالبانو د پاره چې لښكرګاه غـوندې يوه مهمه سيمه او يو مهم ولايت لاندې كړي ، دا د سياسي اړخه طالبانو ته ډېره قوي روحيه وركوي او كرزي حكومت ته برعـكس .

لكه څنګه چې موږ خبر يو ژورناليستانو ته د حكومت له خوا اخطارونه وركړشوي دې چې دا حالت به رسنيو ته نه وركوي او كه نه خو نو ……..دا مالومه ده چې دا بي شرمه حكومت به څه ورسره وكړي .


د يو آزاد او سرلوړى افـغانستان په هيله .

Copyright Larawbar 2007-2024