د تخار د خواجه بهاالدين زنداني کډوالو ته !

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2008


روښانه بېرته راځي
دنګ هندوکښ شاهد دی
چې هاغه ستر سکندر څنګه مات شو
روښانه، سپين نقاب پرمخ
توره تر ملا په خړ ماښام کې ولاړه  
د آس له پوندو يې د دوړو نرۍ ليکه ښکاري
څو پېړۍ وړاندې سکندر ولړزېد
روښانې توره داسې ووهله
او هيندکښ شاهد و
روښانې ډېر سرونه واخيستل
او خپله د پرديو د ډولۍ نذر شوه
« باګرام » شاهد و « بګولان » ورکتل
روښانه ولاړه ، د تاريخ برخه شوه
د « ګوزرياتس » اوښکې لا وچې نه دي
روښانه بېرته راځي
مشال په لاس
د سولې سپين کميس پر غاړه
شين پړونی پر سر    
روښانه بېرته راځي
د عدالت لمر يې تندي کې بريښي
او د سپين آس څڼې يې باد ته ناڅي
روښانې !
لاس اوږد کړه ماشوم راواخله
هاغه سپېره  
هاغه نهر
هاغه حيران ماشوم
ها ترهېدلی ، د متروکې شړک ځپلی ماشوم
روښانې !
لاس اوږد کړه !
پر آس يې سپور کړه ! 
يو ځلي بيايې د بخدي پر کلا وګرځوه
د « ګوزرياتس » د کلا برم ته يې د زرځو سترګو باز يوسه
د ستر نېکه د نغري ګرمې اېرې باد ته ورکړه
روښانې !
روح د کانيڅکا راويښ کړه
او د پکتيس لکړې ولړزوه
بېګا د ((سپين تومن)) د اور پرېښتو
د « ناويهار » اورتون روښانه ساته
او د آمو څپو
د سترې سوريا
له هريو ګام سره لنډۍ بللې
ما د سپېره
د دې نهر         
د شړک ځپلي ماشوم


د سترګو کونج کې د سپرغيو کرښې ولوستلې
هلته ليکلي ووچې:
دنګ هيندوکښ شاهد دی
روښانه بېرته راځي .


۱۸ـ تله ـ ۱۳۸۷


۱ـ روښانه ، رکسانه ، رخشانه :


هغه مهال چې مقدوني سکندرد هيندوکښ لمنو ته ورسېد د سيمه ييزو افغانانو له کلک مقاومت سره مخا مخ شو ، د پښتنو د خان « ګوزرياتس» سرتيرو کلکه جګړه کوله په تېره بيا پخپله له سکندر سره يو نقاب لرونکی سپور په سختۍ جنګېده، يو ځل د سکندر د تورې په قبضه کې د سپور نقاب ونښته او څېره ښکاره شوه، د سکندر خوله، له حيرانۍ خلاصه پاتې وه ، ځکه ويې ليدل چې زړه ور سپور يوه ښکلې پېغله وه .


سکندر جګړه بس کړه او پر پېغلې يې زړه بايلود ، د واده بلنه يې ورکړه پېغلې ورته وويل: زما د پلار « ګوزرياتس » له سيمې ووځه ، ټول اسيران خوشې کړه بيا به زه درسره واده وکړم ، سکندر دا شرطونه ومنل او دغه زوړه وره افغانه يې ورواده کړه .


۲ـ باګرام ـ نننی بګرام :
۳ـ بګولان : وروسته عربانو بغولان کړ او بيا بغلان شو ، نننی بغلان ولايت .
۴ـ بخدی ـ نننی بلخ
۵ ـ کانيڅکا ، کنشکا ، نامتو کوشاني ټولواک
۶ـ پکتيس ، پښتون
۷ ـ ناويهار د نوبهار زوړنوم
۸ ـ سپين تومن د زردښت لقب و ،چې مانا يې ده سپين نژاد
۹ – سوريا د آريايانو د لمر ، ښېرازۍ ، روښانۍ ، اوبو او سيندونو ټولواکه .

Copyright Larawbar 2007-2024