كندهار:د كار او ټولنيزو چارو رئيس ووژل سوى دئ
د كندهار امنيه قومندان مطيع الله خان رسنيو ته د كندهار د كار او ټولنيزو چارو د رئيس دوست محمد ارغساني د مړيني پخلى وكړ.
دوست محمد ارغسانى چي نن سهار له خپل كور څخه د كار پر خوا روان و له يوه وسله وال بريد سره مخ سو، چي د پوليسو په وينا ښاغلى ارغسانى او يو ساتونكى يې وژل سوي او موټروان يې ټپي دئ.
پېښه د سې شنبې په سهار د اتو بجو په شاوخوا كي د ښار په منځ كي د دوهمي او شپږمي ناحيې ترمنځ نورزو شابرج ته نيژدې رامنځته سوې ده.
عيني شاهدانو تر امنيه قومندان دمخه لر او بر ويبپاڼي ته ويلي وه چي پر موټرسايكل ناستو مخ پټو وسله والو د ښاغلي ارغساني پر سپينه ټوډي كرولا موټر باندي بريد وكړ او د پېښي له ځايه وتښتېدل.
سره له دې چي د كندهار امنيه قومندانۍ له څه باندي دوو كلونو راهيسي پر موټرسايكل باندي د دوو كسانو سپرېدل منع كړي، او لامل يې هم د دغسي پېښو مخنيوى په ګوته كوي، خو په دې وروستيو كي په كندهار وسله وال ترورونه او غلاوي ډېري سوي، چي اكثره يې د موټرسايكل ناستو وسله والو له خوا ترسره كېږي.
دوې اونۍ وړاندي د كندهار د امنيه قومندانۍ د پوليسو يوه افسره ملالۍ كاكړ هم په ورته پېښه كي وژل سوې وه، چي طالبانو يې د ترور مسئوليت پر غاړه واخيست، خو د نننۍ پېښي مسئوليت تر اوسه چا نه دئ منلى.