برتانوی تلفات د دوهمی لویی جګړې غوندی سول

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 15th, 2008


د انګلستان هیرالډ ورځپاڼی نن ولیکل چی په افغانستان کی د برتانوی پوځیانو تلفات په دوهمه نړیواله جګړه کی د برتانوی تلفاتو څخه وروسته عظیم ترین تلفات ثابت سول . خبر وایی چی په افغانستان کی په تیرو ۲۱ میاشتو کی په هرو پنځو زخمی پوځیانو کی یو له منځه تللی حال دا چی د امریکایی پوځیانو تلفات په هرو ۷ زخمیانو کی یو نفر وی . ورځپاڼه زیاتوی چی د ۲۰۰۶ د پیل راهیسی طالبانو ۹۳ برتانوی پوځیان وژلي او ۴۷۰ یې هم زخمیان کړی ( چی په دغو کی ۱۳۸ یې ډېر خوږمن یا معیوب سوي دي ) او دا هغه تناسب دی چی په دوهمه نړیواله جګړه کی فرانسې ، بلجیم او هالینډ ته ورپېښ و . خبر د یوې پوځی منبع له قوله لیکی چی برتانوی پوځ خپل وسایل او زرهپوشونه ډېر مجهز کړي خو طالبانو هم خپل ماینونه او تجهیزات ورسره عصری کړی چی بیا هم ډېر تلفات را اړوی . خبر وایی چی په تیرو ۲۱ میاشتو کی په افغانستان کی د عراق تر بصرې ډېرو برتانوی پوځیانو خوږ لیدلی یعنی په بصره کی ۴۲۶ او په هلمند کی ۴۷۰ برتانوی پوځیان زخمیان سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024