د خبر ویندويي
سرچینې: انټرنټ
د خبر ویاند په یوه رسنۍ کې ځانګړی ځای لري او د رسنۍ مخاطب په ریښتیا سره له هرڅه زیات دخبر ویاند له رسنۍ سره نږدې کوي، فیلیپ الیوت، فیسکه او هارتلي، شلزینګر او پلورالیستي په څېر ستر څیړونکي او ټولنپیژاند باوري دي چې د خبر ویاند د یوې رسنۍ په تېره بیا خبري څانګې لپاره زیات اهمیت لري.
ویندويي په لومړنیو ځانګړنو، څېره او ښه بیان پورې نه محدودیږي، که د یو ویاند کار دا راز وبولو نو د خبر رسونې او یوې رسنۍ د باور تر لاسه کولو ماهیت مو سم ندی درک کړی. «مارگریت مورس» ویاند او باور د یوې خبري څانګې لپاره دوه نږدې اړیکې او اړین توکي بولي. د سترو رسنیو د بریالیتوب راز د ځايي، ملي، سیمه ایز او بالاخره د نړیوال باور په ترلاسه کولو کې نغښتی. دغه رسنۍ په خپله بریا کې له سترو او ماهرو ویندویانو څخه استفاده هم هېڅکله له یاده نه باسي.
د نن ورځې ویندويي له پخوا سره زیات توپیر لري، هغه مهال به د کتابونو او مقالو په څېر متنونه کټ مټ په تلویزیون کې خپرېده، غټ غږ، وچ، بې روحه او مصنوعي کلمات چې پکې د (زه ) او (ته) ضمیرونه بېخي پکې له یاده وتلي وو او یواځې به له یوې دریمې زاویې څخه تر لیدونکي پورې د متن د ور رسېدو هڅه کېدله.
هغه مهال ویندوۍ بېلابېلو مهارتونو او ځانګړنو ته اړتیا نه درلوده. د غټ غږ، د فوق العاده او ښکلې څېرې درلودلو او کمرې ته د پټ پټوني په څېر نظر بسنه کوله چې یو څوک د ویاند په توګه پرې ومنل شي.
د خبر ویاند په داسې حالت کې نشو کولای چې له لیدونکي یا اورېدونکي سره ځان نږدې کړي، او له هغه سره خپل احساس شریک کړي. کله به چې د تلویزیون صفحې ته راتله نو ځان به یې بشپړ ښکلی کړ چې بالاخره به هغه څوک نه وو چې له لیدونکو سره به یې خبرې کولې او همدا چاره به ددې لامل شوه چې له خپلو لیدونکو سره احساس شریک نشي کړای. که څه هم هغه مهال یې پدې برخه کې مسولیت هم نه درلود. هغه یواځې دنده درلوده چې خبر ولولي. دغه ستونزه تر دا اوسه هم زموږ په تلویزیونونو کې شته، خو د رسنیو زیاتېدو او د سیالۍ رامنځته کېدو د زیاتو مخاطبانو د موندلې هڅې ګړندۍ کړې او د ویندويۍ فن هم پدې برخه کې ځانګړی ځای خپل کړ.
مارګریت مورس زموږ پخوانۍ ویندويي ته د (ډبرینې څېرې) نوم اخیستی او د هغه په باور وروسته وروسته د زه یعنې د ویاند او ته یعنې مخاطب مسله زیاته مطرح شوه او د خبر د متن له چمتو کېد وروسته د زه او ته مفهوم پیاوړی شو، د خبر د ویندویۍ مفهوم هم بدلون وموند او نوې بڼه یې خپله کړه ځکه چې له هغې وروسته ویاند د اړیکي په ټینګولو ټینګار کاوه. ویاند هڅه کوله چې لومړی د مخاطب پام ځانته راوګرځوي او وروسته خبر ورته ولولي. هماغه وو چې د مخامخ خبرو مسله مطرح شوه او ویاند به هڅه کوله چې له مخاطب سره خبرې وکړي. هماغه وو چې کله دا چاره پیل شوه یعنې ویاند به ځان زه، کمره به یې ته یعنې مخاطب وګرځوله او دغه اړیکه به یې جوړه کړه نو د تلویزیون صفحې به زیات پام ځانته ګرځاوه.
وړاندې لدې چې د خبر د ویاند به ځانګړنو خبرې وکړو یوه بله مسئله چې ماته مهمه بریښي د خبري څانګې د ریښتیاښودلو برخه ده، هغه څه چې ویاند لولي او وايي باید د تصویرونو په برخه کې یې پام وشي له بلې خوا باید هڅه وشي چې د خبر په صحنه کې د خبریال په تصویرونو تکیه وشي او خبریال باید هسې څوک وښودل شي چې په ریښتیاهم د خبر له سیمې خبر ورکوي، که خبر د بل چا لخوا د نریشن په توګه لوستل کېږي، د غږ او تصویرونو په وسیله باید دغه چاره غښتلې شي.
په خبر کې د ډبرینې څېرې پیکه کېدل په یو ډول له مخاطب سره د ویاند د دوستانه اړیکو پیل شو خو د دغه اړیکو اساس هم نه جوړوي. لکن د خبر ویاند که غواړي چې د خپلې خبري ټولګې موخه په کارپوهانه او بې پرې توګه ترسره کړي دا چاره له ځانګړنو مهارتونو پرته شونې نده. هغه مهارتونه چې د خبر نوی عصر ورته سخته اړتیا لري او د خبري رسنیو ژوند یې د تحقق په منګولو کې دی.
لومړی: پدې پوهېدل چې څرنګه اړیکې ټینګېدای شي؟ او په کومو مهارتونو؟
نن ورځ که څوک غواړي چې په رادیو او تلوېزیون کې د خلکو لپاره له خلکو سره خبرې وکړي باید د اړیکو او ارتباط د هنر تر ټولو لوړ فنونه وپېژني، ویې مني او ویې کاروي. نن ورځ به ناشونې وي چې رسنۍ د ارتباط او اړیکو علم ته له پام پرته بریالۍ شي. خو په اتباطي او د اړیکو په علم پوهېدل هم بسنه نه کوي باید دغه علوم په ځان کې وټوکول شي او د اړیکو په میل او کږلون بدل کړای شي. ځینې وخت یو څوک یو څیز وايي او هغه یې زده وي خو باور پرې نلري او مني یې نه. د اړیکو له ټینګښت سره باید میل او کږلون ځاني او د بدن له دننه احساساتو څخه سرچینه واخلي. ځینې کسان په اړیکتیايي علومو کې لوړې زده کړې لري خو بیا هم د دغه زده کړو په پیاده کولو کې پاتې راځي. له اړیکتيايي علومو سره آشنايي د دغه علم منل، درک او دهغه کارول دي. خو ځینې کسان بیا نور هم شته چې په عمل کې ډېر پیاوړي دي خو د ټولنیزو او رسندويي اړیکو په اړه هېڅ نه پوهېږي داسې هم باید نه وي. ویاند بایهم پدې برخه کې پوهه ولري ، هم یې وکارولی شي او هم ورسره مینه ولري.
خلک هغه ویندویان مني چې د اړیکو له جوړولو سره مینه لري او هیله من وي چې خبر د هغوی له خولې واوري. دغه ډول کسان د یوې خبري ټولګې اصلي شخصیتونه دي.
هغه ویاند چې د خبر د مېز شاته ناست وي او کمرې ته ګوري خو خپل نظر له کمرې نشي تېرولی او د مخاطب زړه او ذهن ته یې نشي رسولای د اړیکو جوړولو چل نه ورځي. هغه بې اغېزې شخص دی او د ټولو هغو کسانو زحمتونه په اوبو لاهو کوي چې د خبر د جوړولو لپاره زیار باسي. په ځینو رسنیو او یا ځینو خبري پروګرامونو کې خو د خبر ویاند د رسندويي اړیکو له لومړنیو لارو چارو سره هم بلد ندی. د بېلګې په توګه پدې نه پوهېږي کله چې له مخاطب سره سلام کوي باید نېغ په نېغه مخاطب ته وګوري او که پټ پټونی کله خبرونو ته او کله مخاطب ته.
په کلامي اړیکو کې ښه پیل ډېره اغېزه لري، خو له احساساتي کېدو، هیجاني خبرو او خندېدلوڅخه چې د ویاند شان او وقار کموي ډډه وشي.
د ویندویۍ شان او وقار
ویاند سره لدې چې له مخاطب سره ډېر دوستانه چلند وکړي او هغه ته هیله ورکړي؛ باید خپل خبري شان، وقار او مقام هم وساتي.
په ویندويۍ کې د مخاطب په خوښ ساتلو ټینګار کېږي خو لکه چې وړاندې وویل شول باید هڅه وشي چې خپل احساسات کنټرول شي او داسې نشي چې د مخاطب د خوښ ساتلو هڅه خپلواکه او مستقله بڼه خپله کړي، مخاطب خبرونو ته لېواله وي او په سر کې باید له ډېرو خبرو هم ډډه وشي.
ویاند باید هڅه وکړي چې په خپلو حرکاتو سره ملي غرور هم وساتي، کله چې خبر لولي د خپل هېواد بریا په ځانګړي غرور، هیله او څېره ولولي خو هسې هم نه چې خپل کنټرول له لاسه ورکړي او له متن څخه بهر ښاد او هیجاني حالت احساس شي.
شان او وقار یعني دا چې ویاند خپل بیان ته یو ځانګړی غږ او حرکت وربخښي تر څو د خبر اهمیت څرنګه چې دی وساتي. دغه شان او وقار ددې معنی هم نه ورکوي چې په آمرانه توګه دې متن ولوستل شي بلکه دا د هماغه ډبرینې څېرې سرچپه بڼه ده.
په خبریالۍ او راپورټرۍ کې مثبته مخینه
هغه ویندویان چې د خبریالۍ او راپورټرۍ پړاوونه یې یوپر بل پسې کچ کړي وي، د خبر له چمتو کولو سره په ژوره توګه آشنا وي کله چې سټوډیو ته ځي نو په خپل کار زیات لاس بری وي.
د خبر ویندويي له اوله تر آخره د یو خبر د برابرولو یو پړاو دی، د خبر په نړیوالو شبکو کې ویندویان په راپورونو او مرکو کې هم فعالیت لري او هر څومره چې په خبر کې د ویاند ونډه کمېږي د خبر د بڼې او اړیکې جوړولو حس به یې کمزوری او د باور جوړونې په برخه کې به پڅ وي.
لیدونکی باید حس نه کړي چې د خبر ویاند په ځانګړو ساعتونو کې راځي او د خبرونو له لوستلو وروسته بېرته په خپل کار پسې ځي او د خپل کار له چاپېریال سره ژور اړيکي نلري.
کتلي به مو وي هغه ویندویان چې اقلیمي بدلونونه او د هوا د حالاتو اټکل کوي لدې امله چې له د هوا پېژندنې له ادارې سره نږدې اړیکي لري او یا د خپل کار کارپوهان دي د خبرو اغېز یې هم زیات وي. دا پخپله ددې ښودنه کوي چې هر څومره ویاند د خبر په برابرولو او خبري فعالیتونو کې ډېره ونډه واخلي اغېز یې ډېرېږي.
دا چې په افغانستان کې تر اوسه زیاتې راډیوګانې اورېدل کېږي، خو د بي بي سي د پښتو څانګې د ویندویانو غږونه او د آزادۍ راډیو د ویندویانو غږونه لدې امله چې مرکې کوي او یا هم له خبرونو سره نږدې پاتې کېږي، خپله یې جوړوي او یا یې خپله ترجمه کوي یایې اېډېټ کوي، مرکې کوي نو اغېز یې هم په هماغې کچې زیات وي.
په خپل کار تسلط
ځینې ویندویان د خبر د لوستلو پر مهال داسې چلند کوي ته وا د خبر متن یې خپله سپارښتنه وه. له همدې مخاطب ته د خبر د مفاهیمو په لېږد کې ډېر بریالي وي.
له لیدونکي یا اورېدونکي سره جدي او کله دوستانه چلند له څېرې، وړ جامې، سن، جنسیت او نورو غیرکلامي کړنو ته په پام سره ویندويي په خپل کار او چاپېریال د ویاند د واکمنۍ او بریا ښودنه کوي.
بیان
بیان د یو کس وینا او د هغه د اندامونو د خوځښتونو د ټولګې معنا ورکوي. له غږ ، کلماتو او نورو مهارتونو څخه ښه استفاده بیان بلل کېږي. سم او بشپړ تنفس د کار پیل دی. که یو ویناد له خپلې ساه څخه سمه استفاده ونه کړي، د خپل غږ د سمولو لپاره د سینې په وړتیا پوه نشي یاهم د خبر وېلو پر مهال ژر ژر ساه باسي مخاطب هم یو ډول سرګردانه کوي. د ویاند د تنفس غږ باید وانه ورېدل شي. د ویاند ساه باید د جملې په منځ کې ونه درېږي. مخاطب نباید د ویاند ساه اخیستلو او ایستلو باندې پوه شي.
آرامه ساه په خپل روحي حالت د ویاند د بشپړ تسلط ښودنه کوي. مخاطب د ویاند له ساه ایستلو سره د هغه روحي حالت او یا هم ډار او سټرس ته متوجه کېږي. سم او صاف کېناستل، له سینې څخه د ساه ایستلو پرمهال د هوا په تدریجي ایستلو کې د جملو او پراګرافونو لوستل او بیا بیا دهغه تمرین له ویاند سره مرسته کوي ترڅو ښه ویندویي وکولای شي.
بداهه ویل
کله کله ویاند د خبر په اړه یا هم د خبرونو لپاره د مخاطب د چمتو کولو لپاره ویاند له لیکلي متن څخه جدا کېږي. هغه کلمې او جملې چې پدې شېبه کې کارول کېږي د هغه د خپلې ژبې د سواد او پوهې بېلګه ده. هغه څه چې دی یې د کمرې په وړاندې وايي په متن کې نشته او چا ندي ورته لیکلي خو هغه یې باید ووايي؛ نو دداسې وختونو لپاره باید ویاند بشپړ چمتووالی او ځانګړي مهارتونه ولري. دغه مهارتونه بداهه ویل یا ژر د کلمو یاد ته راتلل بولي. ویاند چې کله لیکلی متن لولي یو څه خوندي وي خو چې څرنګه له متنه وځي بیا نو ورته ګرانه ده او باید دې شېبوته مخکې له مخکې پوره تیاري ولري.
په عمومي توګه ویندویان باید هغه شېبو ته چې پکې یې باور ته ګواښ متوجه کېدای شي چمتووالی ولري، چې دا په دوامدارې او هر اړخیزې مطالعې ترلاسه کېدی شي.
جامې
جامې په تلویزېون کې د خبر په لوستلو کې ډېرې مهمې دي، چې په لیدونکي د خبر په اغېز کې نېغ رول لري. مخاطبان هر وخت د خبر د ویاند جامو ته که هغه نارینه وي که ښځینه ډېر پام کوي او ځینې وخت خو یې پیروي هم کوي. د ناسمو جامو اغوستل د ویاند د خبر په اغېز زیات اثر کولای شي. دا چې د خبر په نړیوالو چینلونو کې کوټ او پلتون معموله جامه ده خو رنګونه یې هم مهم دي. معمولا پیکه او تیاره رنګونه د مخاطب او ویاند واټن زیاتوي او سرچپه روښانه او ښاد رنګونه بیا دغه واټن کمولای شي.
د څېرې حالتونه
د پخوا په اپوټه نن ورځ د څېرې ښکلا د ویندویانو د غوره کولو بنسټ نه جوړوي. د څېرې جذابیت بیا ډېر اهمیت لري. ځینې څېرې ښکلې ندي خو ډېرې جذابې وي او مخاطب ځانته ورکاږي. جدي او صمیمي حالت لري. درې عمده حالتونه باید په څېره کې هر وخت وي. سادګي او روڼتوب، شوق او هوښیاري یعنې داسې حالتونه چې د ویاند څېره جذابوي. د دغه راز حالتونو دموندلو لپاره باید د څېرې له ټولو عناصرو سره آشنا شي. د ویښتانو ډول، د سترګو او ورېځو حالت، د سر حرکت، د خولې او شونډو حالت دا ټول باید له یو بل سره همغږي ولري. که ویاند د عادي خبر د لوستلو پر مهال خپلو ورېځو ته هیجاني حالت ورکړي نو مخاطب به حیران کړي. د سر تېز حرکتونه او د هغه ژر ژر ښکته پورته کول هم د ویاند د نه کنټرول شوي اضطراب ښودنه کوي.
د خبر لوستل
د خبر ویاند باید د خبري متن د لوستلو پرمهال څو ټکي رعایت کړي
د خبر له متن او محتوا سره آشنايي
ویاند که پوه نشي چې څه لولي نو غږ او د څېرې حالت به یې یو ډول خنثی حالت ولري او د خبر د چمتو کوونکو حق به په سمه توګه ادا نه شي کړای.
مناسب سرعت
فکر کوم چې ویاند باید وکولای شي چې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کلمو پورې په یوه دقیقه کې په رڼه توګه ولوستلای شي. مناسب سرعت له تېز لوستلو سره توپیر لري. مخاطب د خبر تېز لوستل نه خوښوي. چټک لوستل، له خبري متن څخه د مخاطب د شاته پاتې کېدو لامل کېږي. مخاطب باید د ویاند په ټولو کلمو او جملو په سمه توګه پوه شي او کومه کلمه یا جمله باید ورته ګونګه پاتې نشي.
ټینګار
په هر خبري متن کې یو مفهوم وي چې هغه باید مهم او ټینګ ولوستل شي، باید هغه مراعات شي. لکه د زلزلې کچه، د یو هېواد نوم چې پکې کودتا شوې، د ډالر یا نورو پیسو د ارزښت د ښکته کېدو یا پورته کېدو شمېرې یا ګڼ شمېر نور… چې په هر خبر کې یو مفهوم حتما وي تر څو پکې د ټینګار مسله له پامه ونه غورځول شي. که هغه مفهوم هم عادي او چټک ولوستل شي مخاطب ته غوسه ورځي.
د متن سم لوستل
دا پدې معنا ده چې ویاند باید وکولای شي چې ټول خبري متن رعایت کړي. ټینګار، مکث، د پوښتنې حالت، د تعجب حالت او د جملو پای ټول په نظر کې ونیسي. په جمله کې د کلمې ښه تلفظ وپېژني او ویې کارولی شي.
د کمرې پرمخ متن یا اتوکیو
هغه وسیله چې د کمرې پرمخ ویاند ته متن په لاس ورکوي تر څو له مخاطب سره نږدې شي د ویاند لپاره مهمه ده تر څو ترې ښه استفاده وکړي او له مخاطب سره ترې د لا نږدې کېدو استفاده وکړي. هغه ویندویان چې له کاغذ څخه استفاده کوي او دغه آسانتیا نلري زیاتره یې بریالي هم ندي، خو له اتوکیو سره سره باید ویاند ددې وړتیا ولري چې د کمرې په وړاندې د یو خبر زیاته برخه له یاده ولوستلی شي، د بېلګې په توګه یوه جمله چې لس کلمې ده باید وویشل شي نیمه له کاغذه او نیمه هم د کمرې په وړاندې هسې ولوستل شي چې ټول متني حقوق یې مراعات شي.
سربېره پر یادو شوو مطالبو یو ویاند باید له زیاتو مثبتو شخصیتي ځانګړنو څخه برخمن وي. که یو ویاند دغه ټولې ځانګړنې ولري خو وړ ټولنیز شان او شخصیت ونلري په رسنۍ به د خلکو د باور په برخه کې ستر خنډ وي. د خبر څانګه او بیا همدغه ویندويي د یوې رسنۍ لپاره باور په لاس راوړي او د رسنۍ پانګه همدا باور دی ؛ نو د خبر ویاند تر ټولو ښې شخصیتي ځانګړنې ولري.
رسنۍ شهرت راوړونکې دي او دداسې یو چا لپاره چې پایداره شخصیت ونلري شهرت له تکبر او عیبونو یا هغه ته له نږدې نورو څېزونو پرته بله لاسته راوړنه نلري.
نو باید تر وروستي بریده هڅه وشي چې یو ویاند د خپل شخصیت په اړه ژور فکر هم ولري، د ویندويۍ د نورو لومړنیو ګامونو په اړه د ویندویۍ فن کتاب ته هم مراجعه کولای شی.
2007-11-04 کتابتون ::: د ویندویۍ فن پر ليکه سو ::: ډاونلوډ