د پښتونخوا ((د سولي څراغ)) فلم جوړ سو (راپور)
منبع: بي بي سي
ليكوال: حسن مجتبى
ژباړن: احمدولي عسكرزاده
د هند د لويي وچي د آزادۍ د لوى لارښود خان عبدالغفار خان (پاچا خان) پر ژوند او مبارزه يو تفصيلي مستند فلم جوړ سو، چي د نومبر پر اتمه به په نيويارك كي نندارې ته وړاندي سي.
دغه فلم د ((ټي سي لوهان)) په نوم يوې كاناډايي فلم جوړوونكي د پاچا خان پر ژوند، د هغه پر عدم تشدد فلسفه او جدوجهد يا مبارزه باندي جوړ كړى دئ.
د امريكا د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه وايي ((د سولي څراغ)) په نوم د دغه فلم ليكوالي او فلم جوړوونكي ټي سي لوهان ۲۱ كاله پر دې فلم تحقيق كړى، چي د نيويارك په هندو امېريكن فسټيوال كي به نندارې ته وړاندي سي.
په اخبار كي راغلي چي د نا آرامي او ټينګي ارادې لرونكي ټي سي لوهان د دغه فلم ډېره برخه په افغانستان، هند او د پاكستان په پښتونخوا ايالت كي ډكه كړې، چي پاچا خان د خپل ژوند او مبارزې ډېره برخه پكښي تېره كړې وه.
د راپور له مخي فلم جوړوونكې هغه وخت هم د دې فلم په شوټينګ اخته وه، چي د سپټمبر تر يوولسمي وروسته امريكا پر افغانستان يرغل وكړ او له هغه وروسته چي حالاتو يو ډېر خطرناك شكل غوره کړ، هم يې خپل كار روان وساتئ.
له لاس انجلس څخه د جنوبي آسيا هيوادونو ته د فلم جوړولو د سامان رسول بيا يو بېل داستان دئ.
اوس چي په افغانستان او پاكستان كي پښتانه قومونه نړۍ ته د تندلارو په نامه معرفي كېږي، د پاچا خان او پښتنو د عدم تشدد پر فلسفه ولاړ دغه مستند فلم تر نمايش دمخه لا په ميډيا او سېنما كي د ډېرو خلګو له زياتي لېوالتيا سره مخ دئ.
دا له نورو هنري فلمونو څخه په تمامه مانا بېل ګڼل كېږي، چي پكښي د پاچاخان پر ژوند، سياست، د هغه د عدم تشدد پر فلسفه او د خدايي خدمتګارانو پر تحريك باندي مفصل بيان سوى دئ.
د فلم ليكوالي پاچاخان ته (د سرحدي ګاندي) لقب وركړى او دا خپله وايي په افغانستان كي د فلم جوړولو پر مهال يې د معلوماتو سرچينه يو جنګيالى خان يا سردار و، چي شپږ واره يې د خيبر درې ته سفر ورسره وكړ. په افغانستان كي د سرحدي ګاندي په باب دغه زاړه مواد چي د خلګو په زړونو كي د طالبانو له بېري خوندي وه، دې پيدا کړل.
د كابل له تنګو كوڅو څخه چي په مشكله د فلم شاټونه اخيستل كېدل، او يو ځل خو په كابل كي پوليسو د هغې كامره د سړك منڅ ته و غورځوله، خو هغې د خپل كاناډايي شهرت څخه استفاده وكړه او په وار- وار به هلته تله او د فلم د بشپړېدو په خاطر يې په ټوله جنوبي آسيا كي له خپلو اړيكو څخه كار واخيست.
دوه شپېته ۶۲ كلنه ټي سي لوهان وايي چي د دې فلم په جوړولو د هغې هغه سفر پاى ته ورسېد چي په ۱۹۸۷ م كال يې پيل كړى و، دا زياتوي چي په كليفورنيا كي د دې يوه ملګري پر سرحدي ګاندي (پاچاخان) باندي (د اسلام عدم تشدد سپاهي) په نوم كتاب چي ايكتا ايشورن ليكلى و، وركړ چي تر لوستلو وروسته يې ډېره متاثره كړه.
د فلم جوړونكې وايي: ((كوم څه چي زه يې ډېره متاثره كړم، هغه د پاچاخان انساني عظمت و، چي په هر چا كي نسته، او دا هغه څه دي چي ما سرحدي ګاندي (پاچاخان) په اړه د ډېرو معلوماتو د راغونډولو فيصله وكړه، او اوس دا لږ پېژندل سوى عظيم شخصيت ټولي دنيا ته ورپېژنم)).
په فلم كي له خان عبدالغفار خان سره د هغه پخواني خدايي خدمتګاران هم ليدل كېږي، چي پنځه مېرمني هم پكښې دي. د هغه د خدايي خدمتګارانو عمرونه اوس د ٩٠ کالو په شاوخواکي دي او د يوه سره د پاچاخان د زمانې كي جوړه سوې وردۍ هم وه.
كله چي بي بي سي په نيويارك كي د فلم په اړه د پښتنو د ادبي او كلتوري ټولني ((خيبر سوسايټي)) له مطبوعاتي مشر او ژورناليست مجيد بابر رايه وپوښتله، هغه وويل چي دى به د فلم د نندارې مراسمو ته د خدايي خدمتګارانو يا د پاچاخان د سرخ پوښانو په لباس كي ورسي.
په فلم كي د مشهور اداكار ((اوم پوري)) په ږغ كي د پاچاخان له تصوير سره د پاچاخان دغه پيغام وړاندي كېږي چي وايي:
موږ پښتنو يا مسلمانانو ته د عدم تشدد كلمه ويل كومه د تعجب وړ خبره نه ده، ځكه د عدم تشدد پر لار د اسلام پيغمبر حضرت محمد (ص) څلوېښت كاله په مكه مكرمه كي تېر كړي وه.
په فلم كي د افغانستان ولسمشر حامد كرزى په داسي حال كي ليدل كېږي له پاچاخان سره د كوچنيوالي د ملاقات خاطره بيانوي او د پاكستان پخوانى جمهور رئيس جنرال پروېز مشرف بيا ورته وايي: ((ښه؟ زه نه پوهېدم چي هغه (پاچاخان) پاكستانى و)).
كله چي د هند له مشهور ژورناليست او د كانګرس د پخواني ايم پي ايم جي اكبر څخه نسبت مهاتما ګاندي ته د سرحد د ګاندي د ګمنامۍسبب وپوښتل سو، هغه وويل:
((د عدم تشدد ماركېټ مهاتماګاندي دونه استعمال كړ، چي تر هغه وروسته بل چا ته د هغه د استعمالولو ګنجايش پاته نه سو. د ميډيا سره هم دا مسله ده، بلكي تاريخ چي د دې نوم وركولو سرمشق جوړېږي هم ميډيا ته ګوري او ميډيا هغه وخت د عدم تشدد يا د سولي څراغ مهاتماګاندي نومولى و، نه كوم بل څوك)).