د سولې د مشاعرې انځوریز راپور  Fotos

د لراوبر اداره | اکتوبر 28th, 2008



  •  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ   د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ  د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ


     Slide Show




  •  



  • د وردګو او میدان د ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د وردګو د کلتوري یون، افغان ادبي بهیر او کابل میشتو شاعرانو په همکارۍ   د 1387 هجري لمریز کال د لړم  په 3 نیټه چې  د 2008 میلادي کال د اکتوبر د 24 نیټې سره سمون خوري د نوموړي ولایت په مرکز میدانښار کې د سولې تر نامه لاندې یوه لویه، پرتمینه او رنګینه مشاعره  جوړه کړه.چې له وردګو او هیواد له ګوټ ګوټ څخه لسګونو شاعرانو، لیکوالانو، ولایتي شورا وکیلانو او عامو خلکو ګډون پکې کړی وو. غونډه د سهار په نهه نیمو بجو پيل او د رنګارنګ پروګرامونو په وړاندې کولو سره په همدې ورځ د ماسپښین په دوو بجو پای ته ورسیده چې تفصیلات یې مخکې له مخکې ستاسو خدمت ته وړاندې شول. دا دی د نوموړې مشاعرې انځوریز راپور د مشاعرې په هکله د ځینو ځانګړتیاوو، وړاندیزونو او نیمګړیتاوو سره یو ځای د ګرانو لوستونکو مخې ته وړاندې کیږي. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې زه د نوموړې مشاعرې یو شمیر هغه تصویرونه ستاسو په خدمت کې وړاندې کوم چې زما تر ګوتو رارسیدلي دي نو که د ځینو ښاغلیو انځورونه په دې منځ کې نه وي زما معذرت دې مخکې له مخکې قبول کړي.


       د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ


    د وردګو او میدان والي ښاغلي محمد حلیم فدايي پرانیستونکې وینا اوروي

      د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ
    د سولې د مشاعرې رییس ښاغلی نجیب الله منلی او چې د وردګو والی او د غونډې یو شمیر ګډونوال یې څنګ ته یوه او بل څنګ ته ښکاري


      د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ
    ګل آغا احمدي وردګ د سولې د مشاعرې ګډونوالو ته خپل غزل اوروي
      د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ
    د افغان ادبي بهیر همیشنی چلوونکی ، د بهیر پياوړی یار، شاعر او لیکوال ښاغلی بازمحمد عابد خپل غزل اوروي
       د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ


    پیاوړي شاعر ښاغلی جیلاني جلان د غزل د اورولو پر مهال

       د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ

    د سولې د مشاعرې د ګډونوالو یوه څنډه
       د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ


    د سولې د مشاعرې د ګډونوالو یوه بله  څنډه

       د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ

    پياوړی شاعر ښاغلی شرر صافي خپل غزل اوروي
      د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ
    د سولې مشاعرې ته د هیواد یو شاعر خپل نظم اوروي


       د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ

    هغه ګلخانه چې د سولې مشاعرې پکې جوړه شوې وه

       د سولې د مشاعرې انځوریز راپور : ګل اغا احمدي وردګ

    د هیواد ځوان شاعر محمد صابر عزیزي د خپل شعر د اورولو پر مهال

    د سولې د مشاعرې ځانګړتیاوې :
    ۱. د وردګو او میدان د ولایت د سولې مشاعره چې د ځانګړي نظم په چوکاټ کې جوړه شوه په بري سره پای ته ورسیده او هیڅ ډول تخنیکي یا بل ډول ستونزه پکې رامنځته نه شوه.
    ۲. د سولې د مشاعرې د ټولو ګډونوالو نومونه، د دوی د تیلفون شمیرې او بریښنالیکونه په یوه منظمه فورمه کې د مجلس د پيل کیدو څخه د مخه ثبت شول چې دغه کار ګڼې ګټې لري او مجلس ته د ټولو راغلیو کسانو یو ریکارډ پاتې کیږي. همدارنګه د بل ځل تماس نیولو لپاره مخکې له مخکې معلومات موجود وي او اړونده اداره له هغوی سره د تماس په لاره کې ستونزې نه لري.
    ۳. په نوموړې مشاعره کې ټولو راغلیو شاعرانو ته شعر ویلو وخت ورکړ شو او خپل شعرونه یې د بیان د بشپړې آزادۍ په فضا کې و لوستل.
    ۴. د شعرونو د غونډولو لپاره د وردګو د کلتوري یون یو چارواکي ښاغلي سیدعبدالله ولي صاحب  ته دنده سپارل شوې وه  څو له راغلیو شاعرانو او لیکوالانو څخه د سولې د مشاعرې په مناسبت برابر کړي شعرونه او پيغامونه راټول کړي او په راتلونکې کې د یوې ټولګې په شکل کې چاپ شي.
    ۵. د غونډې ځای، امنیتي تدابیر، د میلمنو هرکلی او داسې نور ترتیبات په مناسبه توګه نیول شوي وو او د ګډونوالو رضایت یې له ځان سره درلود.
    ۶. د دریځ یا ستیج شاوخوا په ښکلیو شعارونو او د هیواد د تاریخي څیرو په عکسونو او ملي بیرغونو ښکلې شوې وه چې د غونډې ښایست او نظم ته یې ځانګړې ښکلا وربخښلې وه.
    ۷. د نورو پروګرامونو تر څنګ د سولې په مشاعره کې د مڼو یو کوچنی نندارتون هم ترتیب شوی وو چې د ګډونوالو پاملرنه یې ځان ته جلب ور کړه. نوموړی کار په کلتوري مجالسو کې له خپلو بزګرانو او تولیداتو سره د مرستې د یوه ټکي په توګه څرګند شو او د مشاعرې محفل ته یې بیله رنګیني له ځان سره درلوده.
    ۸. د شعرونو د برخې له پای ته رسیدو وروسته له افغاني ډولونو سره یو ځای د ملي اتڼ پروګرام هم د نوموړې مشاعرې ښکلا څو چنده کړې وه چې افغان زلمیانو د خوښۍ څڼې ورته واړولې او هغه یادونه یې ژوندي کړل چې هیواد مو د سراسري سولې په ښکلاوو کې لوبیده او خوښې د دې هیواد په هر کونج او کنار باندې حاکمه وه چې د همداسې یوه راتلونکي هیله بیا هم کیږي خدای مهربانه دی.
    ۹. د ولایت د مقام له لوري په ښایسته میلمستیا او د مڼو په ډالیو سره  د میلمنو نازول هم د نوموړې مشاعرې د ځانګړتیاوو څخه وو چې په مناسب ډول یې د بریالیتوب په لوري ګام کیښود.
    ۱۰. د سولې مشاعرې ته د ګڼو تلویزیوني چینلونو لکه لمر، آریانا، شمشاد، ملي تلویزیون او ګڼو خبري رسنیو ژورنالیستانو حضور او د هغه داغیزمنو پروګرامونو ثبتول هم د نوموړې مشاعرې ښکلا ته بیله بڼه ورکړې وه چې د وردګو د ولایت مقام او د وردګو کلتوري یون ترې مننه کوي. همدارنګه د سولې د مشاعرې مینه والو ته بلنه ورکوي چې د دیا شوو تلویزیوني چینلونو کلتوري خپرونې او پروګرامونه تعقیب کړي.



  • نیمګړتیاوې او وړاندیزونه
    د سولې د مشاعرې په ترځ کې به داسې ټکي هرو مرو موجود وو چې سړی د نیوکې، انتقاد او یا هم د نیمګړتیا په توګه ورته کتلی شي او په دې لړ کې هر څوک د خپل فکر په دایره کې فیصله کوي چې ګواکي نیګړتیا په څه کې وه . زما په آند د نوموړې مشاعرې په ترځ کې څو محدودې نیمګړتیاوې موجودې وې چې په لاندې ډول وړاندې کیږي.
    لومړی: دسولې د مشاعرې د دریځ شاته چې کومه لویه لوحه نصب شوې وه په هغه باندې تاریخ او د مشاعرې ځای نه وو لیکل شوی او دا ستونزه یا نیمګړتیا د افغانستان په زیاتو رسمي او غیر رسمي محفلونو کې تر سترګو کیږي او تاریخ لیکنه زموږ په ټولنه کې په ډیره کمه پیمانه رواج ده. په دې هکله به ښه دا وي چې د دریځ یا ستیج په لوحه باندې د پروګرام د نامه سره یو ځای هجري لمریز تاریخ، میلادي تاریخ او د هغه مکان نوم و لیکل شي چې محفل پکې تدویر مومي.
    دویم: ښه به دا وای چې د سولې د مشاعرې د عنوان یوه لویه لوحه د هغه تزیني دروازې لاندې را ځړول شوې وای چې د وردګو او کابل د ولایتونو په سرحد کې د کابل کندهار په لویه لار باندې نصب شوې ده او په نوموړې لوحه باندې د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست لیکل شوی وای همدارنګه یوه داسې لوحه د میدان ښار په هغه دخولي لاره کې نصب شوې وای چې د سیدآباد له لوري میدان ښار ته غزیدلې ده.
    دریم: د میدان ښار په منځکې کې هم د داسې کومې لوحې څرک نه تر سترګو کیده چې د مشاعرې ځای په نښه کړي او نه هم داسې څوک دریدلي وو چې هغو خلکو ته لارښوونه وکړي چې مشاعره په کوم ځای کې ده او د کارونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست باید کړي وای.

  • Copyright Larawbar 2007-2024