د جنوبي پښتونخوا زلزله
خوار پښتانه د هر يو جبر هرې شپی وخوړل
د ترهګرانو چې کوم بچ وو زلزلی وخوړل
په ذهن زور نه اچوي دوي په ړاندو لارو زغلی
بلا ځوانان مو چل ټګئ د چارسدی وخوړل
د کراچئ مهاجر هم پری مټې وکتلی
څوک منصوری وخوړل څوک خوار لاړکانی وخوړل
هر چا پری خپله فلسفه دمذهب وکتله
مست مست شېخان رانه په سپينه ورځ کوزی وخوړل
د لر او بر په اديرو کې ځاييګی پاتی نه شو
څوک خواران روس وخوړل څوک خوار امريکی وخوړل
د يوسفزی په وطن هر چا خپلې لوبې وکړې
ډير ارمانونه مو رايیونډ او القایدی وخوړل
۲۹/۱۰/۲۰۰۸
غزل »