جنرال پترس د نوي تاکتيک سره په کابل کښي دئ
د اسوسیټیډ پریس د خبر له مخی د امریکا لوی درستیز جنرال ډیویډ پترس د اسلام آباد څخه تر خپل دوه ورځني سفر وروسته نن کابل ته ورسېد او غواړی چی هلته د امریکا جنګی پلان و ارزوی . دﺉ به د افغانی مشرانو او امریکایی افسرانو سره وګوری . جنرال پترس پنځه ورځی مخکی ( د اکتوبر پر ۳۱مه ) د امریکا لوی درستیز سو او د عراق د جنګ د لږښت او کامیابۍ اعتبار ده ته ورکول کیږی . دﺉ غواړی چی په افغانستان کی هم د عراق فارمول تطبیق کړی یعنی دا چی قومی مشرانو او قومی ملیشو ته ډېر رول ورکړی او په مجموع کی افغانان د افغانانو سره اخته کړی . د ده دغه تاکتیک همدا اوس د ډيورنډ په پوري غاړه کښي عملأ راپیل سوئ دﺉ .