څلورسړي تښتوونکيو ته د شل-شل کاله بند سزا واورول شوه

د لراوبر اداره | نوومبر 13th, 2008


په کابل کې څلور سړي تښتوونکيو ته دشل کالوبندسزا په يوه علني محکمه کې واروول شوه


دکابل ښار دڅلورمې حوزې ابتدايي محکمې مشر قاضي عبدالباسط بختياري دغه حکم په هغه علني جلسه کې دلړم په ٢٣مه څلورتنوسړي تښتوونکيوته واوراوه چې ګڼ شمير خبريالانو هم په کې ګډون کړي وو


 بختياري سړي تښتوونکي  هريوصوفي حميدالله ،عبدالفتاح ،جاويد او علاوالدين په نومونو يادکړل چې ويل يې دري مياشتې وړاندې يې دميرويس په نوم يوسوداګر په سمنګانو ولايت کې تښتولى وواوبيا يې له کورنۍ څخه پنځه مليونه ډالرغوښتنه کوله


دغه کسان دري مياشتي وړاندې سمنګانو په ولايت کې دپوليسو لخوا نيول شوي

Copyright Larawbar 2007-2024