زمــا نظـر
دا ډیر وخت کیږی چه زه د خپل نظر په خوا متوجه او په نظر کښی هغه نظر په لټه ایم چه د خیر په منظور د کیدو شوا خون ولری .
خیالی دنیا د خیالی تماشا او یو خیالی تسل دی ؛ چه که دعمل ډ ګر ته مجرا و نه لری ، په درد نه خوری .
خیال بافی چه و ځندیږی ورڅخه مزمن مرض جوړیږی ؛ او د « رکود ، خمود او جمود » موجب ګرځی .
ژوند کول د کړاونو سره مجادله ده ؛ پدی مجادله کښی هغه څوک د بریالی توب مقام ته رسیږی چه لاس تر ځنی کی نه ئی ، او د أګاهانه شعور سره یو ځای کار او عمل ته دوام ورکړی .
امید واری ښه تجویز دی ؛ چه ورسره د همت مټی هم پورته شی او عاقلانه تجویز سره عاقلانه فعالیت جوت په کار و لویږی.
څومره چه دقیق غور ، فکر او تحلیل کیږی هغومره نتیجه همرا په لاس راځی ؛ چه د خپلی د نیا د جوړولو لپاره په هر مرحله کښی چـه وی ، « صلح او سلم » ته اجتماعی نهایت ضرورت دی .
نو پدی اساس ! جنګ او جګړه باید دفاعی شکل ولری . او د بیا ! بیا ! بر یا لیتویونو په صورت کښی هم باید د انتقام اخستلو په ځای د « صبر ، حوصلی ، عفوی ، بښنی او پوره صلی او عاطفی » څخه کار واخستل شی .
که مونږ سره حقیقتآ د صادقانه او مخلصانه خدمت هیله قوی وی ضرور باید د پوره حوصلی او متانت څخه کار واخلو ، له هر خوا د ښه تفاهم وسایل په کار واچوو او د « مصوننیت ، قانونیت ، عدالت » د شعار لاندی داسی چوکاتونه او معیارونه برابر کړو چه د عمومی تحریک او ابتکار موجب و ګرځی .
زه باور لرم چه دا کار ارو مرو کیداونکی دی ! خو که د تیرو تجربو څخه ، په سړه سینه پـوره د ژونـــد په هــره برخــه او اړخ
کښی د مترقی زړه سوانده او پخو مغذ و څخه کار وا خستل شی .