د قانون پلي کول د چا دنده ده، د چارواکيو که د زده کوونکيو؟؟؟
د بي بي سي «ستاسو نړۍ» خپرونه په اونۍکې پېنځه ورځې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ وړاندې کوي.
په دې برخه کې د اوريدونکيو يوه پوښتنه يو لوړ پوړي چارواکي ته اېښودل کېږي او لوړ پوړى چارواکى بيا نوموړې پوښتنې ته ځواب وايي
د همدې لړۍ په ترڅ کې تېره ورځ د پکتيا د دارالمعلمين يوه زده کوونکي د ښوونې او روزنې له چارواکيو څخه داسې وپوښتل چې:
په داسې حال کې چې د پکتيا د دارالمعلمين ټول زده کوونکي پښتانه دي، ولې موږ ته په پاړسي ژبه زده کړې کېږي (د زده کړې ژبه مو ولې پښتو ژبه نه ده) ؟
د ښوونې او روزنې د وزارت مرستيال وزير صديق پتمن د نوموړي په ځواب کې داسې وويل:
تاسې خپلو استادانو ته دا خبره وکړئ (استادان دې ته اړ کړئ) چې تاسې ته په پښتو ژبه درس ووايي ( ښوونه وشي ).
دې خبرې ما ته بيا دا پوښتنه راپيدا ګړه چې د قانون پلي کول د چا دنده ده، د چارواکيو که د زده کوونکيو؟
هېله ده چې ښاغلی صديق پتمن يا نور څوک د دې پوښتنې ځواب راکړي.
مننه