د هند په وسلواله نښته کی ۱۸ کسان وژل سوي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 26th, 2008


رویټر او اسوشیټیډ پریس د هند د جنوبی ممبیً ( بمبییً ) څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی نامعلومو وسلوالو کسانو د ښار په اوو بیلا بیلو برخو کی د پولیسو سره جګړې راپیل کړی او په دې نښته کی تر اوسه اتلس کسان وژل سوي او تر اویا ډېر هم زخمیان سوي دي . دا جګړه اوس هم روانه ده . پولیس وایی چی دا تروریسټان دي . په دوو مهمو هوټلونو ( چتراپتی شیواجی ټرمینس او لیو پارډ ) کی هم دغو وسلوالو سنګر نیولی دی . پولیس وایی چی دا تروریسټان په درنو وسلو ( لکه مشین ګنونو ، راکټونو، او لاسی بمونو ) مجهز دي او سخت مقاومت کوی . پولیس وایی چی موږ ټولی سیمی کلابند کړی او هغوی به باالاخره له مقاومته لویږی . د دې نوی ډول حملو علت تر اوسه معلوم نه دی خو ځایی خلک وایی چی ښایی دا کشمیری مبارزین وی . ممبی چی د هند صنعتی او تجارتی مرکز دی هیڅکله داسی حملې نه وې لیدلي .

Copyright Larawbar 2007-2024