ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ولس مشر کرزي او د ناټو د عمومي منشي یاپ دې هوپ شیفر ترمنځ لیدنې ته ځانګړې کړې او د ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي چې د هیواد د جمهوري ریاست انتخابات ښايي تر ۲۰۱۰ میلادي کال پورې وځنډیږي.
په ورځپاڼه کې د امنیت د شورا د پلاوي د سفر په اړه په یو مطلب کې د ولسي جرګې د ځینو غړو په حواله لیکل شوي چې ددغه پلاوي پروګرام ناکامه دې.
په ورځپاڼه کې د نړۍ د دوو وتلو کارپوهانو په نقل دا هم لیکل شویدي چې امریکا دې د ترهګرۍ ضد جګړو په اهدافو کې بدلون راولي.
د اصلاح دولتي ورځپاڼې دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ولس مشر کرزي او د ناټو د عمومي منشي ترمنځ لیدنې ته ځانګړې کړې او د ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي که چیرې طالبان له وراني لاس واخلي او اساسي قانون ومني حاضر دي چې د هغوې ساتنه وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له نړیوالو ځواکونو غوښتې دي چې د کلیو بمبارول او د کورونو تلاشي بنده کړي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ولس مشر کرزي هغه لیکنه راغستې چې د امریکا په یوه ورځپاڼه کې خپره شوې او لیکلي دي چې د ترورزم ریښې باید وویستلې شي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې یو ځلې بیا د ښاغلي دا غوښتنه راغستې چې نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ په خلاف د جګړې مهال ویش وټاکي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د ولس مشر کرزي په وورستیو څرګندونو تبصره کړې خو لیکلي دي چې اوس نو دا هرڅه څه ځاې ننسي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې فرانسه له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د نیټې له ټاکلو سره مخالفه ده.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د امنیت شورا له پلاوي سره د ولس مشر کرزي د لیدنې په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې پدې ناسته کې ښاغلي کرزي حقایق رسوا کړل.
دې ورځپاڼې هم د افغانستان د چارو د دوو وتلو څیړونکو په نقل لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخ دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې دا خبر هم ورکړې دې چې په کابل کې د دوه ورځنۍ ګډې ناستې په تعقیب د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي تړون لاسلیک شو.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امنیت شورا د پلاوې د سفر په اړه د ځینو خلکو نظرونه راغستې او لیکلي دي چې دغه پلاوې په تشریفاتي ناستو سره نشې کولې حقایقو ته ورسیږي.
ورځپاڼې د هرات د والي په نقل په یو مطلب کې لیکلي دي چې نړیوال ځواکونو د ترورزم د ریښو په ویستلو کې پاتې راغلي دي.
ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې ځینو هغو کړیو ته اشاره کړې چې د ورځپاڼې په وینا د هیواد د شمالي سیمو د امنیت خرابول غواړي.
د انیس او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي که چیرې د جنګ د پاې ته رسولو نیټه نه ټاکل کیږي نوله مخالفینو سره د سولې خبرې دوهمه لار ده.
خو هیواد بیا پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي او د ناټو د عمومي منشي لیدنې ته په اشارې لیکلي دي چې افغانستان هم غږي غواړي نه ټکر.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په وروستیو غوښتنو تبصره کړې خو لیکلي دي چې اوس وخت پاې ته رسیدلې دې.
په ورځپاڼه کې هلمند ته د برطانیې د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په په یو مطلب کې لیکل شویدي چې په هلمند کې د امنیت ټینګیدل د برطانوي ځواکونو له زیاتیدو سره تړاو لري.