خوست:د ځانمرګو بريدونو په پايله كې ۴تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان
د خوست په ملي امنيت د ځانمرګو بريدونو په پايله كې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
بل خوا بهرنيو ځواكونو د پكيتا په زرمت كې دوه تنه وژلي او درې نور يې ژوندي بيولي دي.
د خوست مرستيال او سرپرست والي طاهرخان صبرى وايي، چې غرمه مهال څلورو ځانمرګو بريدكوونكو، چې د ملي امنيت په ډول ډاټسن موټر ورسره ؤ او نظامي لباسونه يې پر تن وو، د خوست د ملي امنيت پر ودانۍ د موټربم په وسيله بريد وكړ او د ده په وينا يې له امله د نوموړې ادارې دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
بريد د يادې ادارې يو موټر او د ودانۍ يوه برخه هم وېجاړ كړي دي.
پر همدې مهال يو بل تن، چې نظامي يونيفورم او د چاوديدونكو توكو ډك واسكټ يې پر تن وو، ملي امنيت ته څېرمه د مخدره توكو پر ضد ادارې مخې ته لومړى د دغې ادارې پر ساتونكو وسله وال بريد وكړ او وروسته يې ځان والوزاه، چې له امله يې دوه سرتيري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
دې پېښې پر سرتېرو سربېره درې ملكي وګړي هم ژوبل كړل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دې بريد كې د دوى دريو وسله والو برخه اخېستي وه.
دى زياتوي، چې يوه تن د موټر په وسيله بريد كړى او دوه نور له چاوديدونكو واسكټونو، كلاشنكوفونو او لاسي بمونو سره د ودانۍ داخل ته ننوتي او هلته يې د ملي امنيت پر كسانو بريدونه كړي.
مجاهد په دې پېښه كې د ګڼې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا كوي.
له پېښې سملاسي وروسته سيمه كلابنده شوه، پر سر يې د ناټو پوځي چورلكو پروازونه كول او هېچا ته هلته د تلو اجازه نه وركول كيده.
د خوست د ملكي روغتون ډاكټران وايي، چې تر اوسه د دې پېښې څلور وژل شوي او نهه ټپيان كسان دوى ته ور وړل شوي دي.
بل خوا د پكتيا ولايت چارواكي وايي، چې تېره شپه ناټو ځواكونو په زرمت ولسوالۍ كې عمليات كړي او په پايله كې يې دوه تنه وژلي او درې نور يې ژوندي له ځان سره وړي دي.
د سيمې خلك وايي، چې وژل شوي او نيول شوي ټول بې ګناه دي او د عملياتو پرمهال يې د بهرنيو ځواكونو له خوا كورونه هم سوځول شوي دي.