تهران وایی چی جندالله ۱۶ پولیس وژلي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 5th, 2008


رویټر د ایران څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی سُنی مذهبه جنګیالیو هغه ۱۶ ایرانی پولیس وژلی دي چی په تیر جون کی یې تښتولی وو . د تهران شیعه مسلط رژیم وایی چی جندالله ( یعنی د خدای عسکر ) د القاعده سره تماس لری . دا پولیس د سیستان- بلوچستان په ساروان کی تښتول سوی وو . جندالله ویلی وو چی تهران باید د دوی ۲۰۰ بندی اعضاوی خوشی کړی موږ به هم د دوی دا افسران ایله کړو . خو تهران دې تبادلې ته نه حاضریدی څو چی دا پېښه منځته راغله . تهران دا تور لګوی چی هغوی د القاعده ملګري او تروریسټان دي ، خو جندالله وایی چی موږ په ایران کی د سُنی مسلمانانو د حقوقو لپاره مبارزه کوو . د جندالله جنګیالي زیاتره بلوڅان دي او مشر یې عبدالمالک ریګی دی چی ویل کیږی د پاکستان په بلوچستان او د افغانستان په نیمروز کی اوسیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024