کندهار د اختر په شپو کي ( انځوريز رپورټ )

د لراوبر اداره | دسمبر 10th, 2008


 


کوچنی اختر او لوی اختر د نړۍ د ټولو مسلمانانو سره يو ځای په لراوبر افغانستان کي هم په ډيرو شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي ، ددې مراسمو يوه برخه د اسلام او مذهب پر بنسټ ترسره کېږي او پاتي نور يې نو د هري سيمي او هر ولس په کلتور او رواجونو پوري اړه لري ،  د راتلونکي لوی اختر په مناسبت د تياري نيولو د نن ورځي تازه عکسونه زموږ ګران همکار خليل الله سروري د کندهار په ښار کي اخستي او تاسو ته يې وړاندي کوي . تاسو کولای سئ د دې عکسونو تر ليدلو وروسته د خپلو سيمو د رسم او رواجونو په اړه له نورو لوستونکو سره معلومات شريک کړئ ،خپل نظر او د خپلي سيمي د رواجونو لنډيز د لاندنۍ تبصرې له لاري وليکئ .


      

 

      
 


      
 


      
 


     ماچې ، موټايي يا مېټايي چي پخوا يوازي هندوانو خرڅول خو اوس يې عام کندهاريان هم پخوي او له دې لاري روزي ګټي ، د اختر په شپو کي دا خوندور خواړه لارو او کوڅو ته راوزي
 


     مغزيانه ، دا خواږه له شېدو ، د نخودو له اوړو ، رنګ ، هېل ، او خدای پوهيږی چي کومو شيانو څخه جوړيږي ، نرم خو خوندور خواږه دي ، په کندهار کي اوسيدونکي هندواڼ يې پخوي او خرڅوي
 


  د لوی اختر لپاره تياري نيول کېږي خو د روغتيا پام نه ساتل کيږيکندهار ، لوی اختر او د ولس ګڼه ګوڼه  
 


جلبۍ، مغزيانه او نور د اختر د ورځو خوندور خواړه ـ له دې تصويره هم ښکاري چي دا خواړه د هر غريب او بېچاره په وسه پوره نه دي کندهار په اقتصادي ډګر کي هغومره ښه نه دی لکه چي له ليري ښکاريعکاسي : خليل الله سروريدا لوی اختر هم په ژمي کي او هم په ګراني کي راځيد چهارسو څخه د کابل بازار پيل - د اختر شپې ګوڼه ګڼههرات بازار - دا لوکس کالي هم د هر چا د رانيولو نه دي ، ځکه دلته ګڼه ګوڼه کمه ده
  

Copyright Larawbar 2007-2024