دشهید عبدالصمدخان اڅکزي دشهادت د ۳۵ تلین په مناسبت

د لراوبر اداره | دسمبر 7th, 2008


سویدن/ گوتنبرگ شهر، ۷/ ۱۲/ ۲۰۰۸

گرانو افغانانو، او دپښتونخواملی عوامی گوند درنوسیاستپالو، او دشهید عبدالصمدخان اڅکزي دشهادت د ۳۵ تلین مینه والو، زما  پښتنې  ښې هیلی اودرناوی ومنۍ!

تاسو ته د زړه له کومی خپلی تبریکات  وړاندی کوم ، په دی خاطرچی آوریدلی می دی، نن دپښتنو دیو ستر ملی شخصیت او سیاسی لیډر د درناوی په نیت ، په لندن کی مو یوه پرتمینه غونډه جوړه کړی ده.

دملی شخصیتونودرناوی د هرې ژوندی ټولنې اوپه خاص توګه دهر مترقی سیاسی گوندله لمړنیو وظایفو څخه  ګنل کیږی .

اوس چی دپښتونخوا ملی عوامی ګوندد برتانيی څانګې د هغه دسکرتر ښاغلی شیراعظم  خان او د دوئ  دملګرو په هڅه او کوښښ   دادی د ستر مبارز او ملي  مشر خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي  د پنځه دېرشم ۳۵ تلين  نمانځنه ترسره  کیږی،ماته  دډېر خوشحالی ځای دی چی اورم  دپښتنوويښ اوهوښیار زامن، آن په بهر کی هم د خپلو سیاسي او ملي مشرانوپه فکر کی دی او دهغودر ناوی د پرتمینو غونډو په ترڅ کی لمانځی او درناوی یې کوی.

زباور لرم چی دا  ستاسی لمړنی لمانځنه نه ده، چی پکښې د یو ملي شخصیت درناوی کیږی ، بلکی په تیرو کلونوکی هم تاسی دخپلو ملي او سیاسی مشرانو د درناوې په خاطر داسی محفلونه جوړه کړي دي  او د خپلو ښو احساساتو په څرګندولوسره مو د هغوئ  عزت اودرناوي کړی دي  .  

ننئ محفل هم دپخوا په شان ستاسو د نیکو احساساتو او دنیکوهیلو اوپیرزوینې هینداره ده ، او زه ئی متیقن کړم چې پښتانه هیڅکله  د زور په مقابل کی تسلیمیږی نه،او تل د خپلو ملي ارزښتونو او ملی هویت یعنی دپښتواو پښتنو دنوم، پایښت  او خپلواکی څخه لکه دخپلو با غیرته او باعزته پلرونو په شان په  زړورتیا   سره دفاع کوی او هیڅکله  به حاضر نشی چی استعمار په دی بریالی ښی چی د پښتنو ملی هویت او ملی وحدت ته تاوان ورسوی .

ملی مشرشهید صمد خان اڅکزی دپښتونخوا دسیمی د هغو مبارزینو له جملی څخه وو، چی چی دخدای خدمتگاردنهضت مشر پاچاخان په څیرهیڅکله يې زور او استعمار ته سر ټیټ کړی نه دی. دی دخپل عمر تقریباً دریمه برخه  د استعمار گرانو او داستعمار د ټالی څټو په زندانونو کی  تیره کړی ده .د ده گناه څه وه چی ده د خپل عمر یوه زیاته برخه  په زندانوکی تیر ه کړه؟ز ما په اند د ده یوازنۍ گناه دا وه چی د پښتنو حق غوښتنه،  د پښتنو آزادی او خپلواکۍ غوښته، دپښتنو ژبه یې غوښته چی ژوندۍ وی او د دې لارې څخه یې دپښتنو دهویت ژوندی ساتل غوښتل . دشهید خان صمدخان هدف یوازی او یوازی دپښتنودغصب شویو حقوقو تر لاسه کول وو. دې آرزو درلوده چی دپښتنو زامن په خپلې مورنی ژبه زدکړې وکړي او لکه د نورو قو مونو په څېر د پښتون ولس دپاره  دپښتونستان په نامه یو ملی حاکمیت مینخ ته راولي ، مگر افسوس چی پنجابی استعمارگرانو هیڅکله نه غوښتل چی پښتانه خپل ملی سرنوشت پخپله وټاکی او د خپل موټی په زیار اوزحمت حاصل په خپله وخوری . په دی خاطر و چی شهیداڅکزی یی نی پریښود چی دخپل قام په خدمت کی واوسی. دی مدام په بند کی وو او چی دبند څخه خلاصیده بیا په کور کی تر نظرلاندی بندی وو.

مرحوم شهید صمدخان خپلو زامنو او ټولو پښتنوته یو عملی درس ورکړ، او هغه دادی چی خپل حق باید پخپل زور او مبارزې د لارې د استعمار څخه تر لاسه کړی،خکه حق نه ورکول کیږی بلکه  د سیاسی او نظامی مبارزی دلاری څخه تر لاسه کیږی .

په پای کی ستاسی بریاوې  د داسی غونډو په جوړولو او نورو پښتنو ته د شهید صمدخان  دآرمانونو پیروی کول غواړم. په درناوی . اعظم سیستانی/سویدن ۲/ ۱۲/ ۲۰۰۸

Copyright Larawbar 2007-2024