ما لاګل بوی کړئ نه و بهار تیر شو
دهنددوتلي اسلامي لیکوال علامه ابوالحسن ندوي دکابل دسفرنامې دغه سرلیک مې هغه وخت را یادسوچي کله مي واوريدل چي دکندهاروالي جنرال رحمت الله رؤفي له خپلې دندي ګوښه شو،ښاغلی رؤفي ایله دري میاشتې مخکې دولایت منصب ته و رسید ،رؤفي صاحب چې یوعمرخوړلی پرچمي جنرال ده دولايت مقام ته په رسیدوپه تلويزونونوکې سم ځوان ښکار يده غوټه غوټه رنګ شویوټنډکیو بیرتونوئې دپخوانيوکمونستانودواکمني یادتازه کاوه هغه هیڅ کله هم دافکرنه کاوه چې دومره ژربه ئې دبخت ستوری راولويږي رؤفي صاحب نه دشیر محمداخندزاده په شان په پراخ لاس قاچاقبري وکړه اونه يې هم دګل اغاشيرزی په شان دبیارغاونې په نامه ترډیره وخته شخصي ټیکي واخستي . نه يې داسدالله خالد په شان مزي وکړي اونه يې هم دعطا محمدنورپه شان دیکتاتوري . حتی لایي مؤسسي (انجیوګاني) پروژې ،ډونران،خبریالان چې داوسني حکومت اصلي بڼه ده هم سم ونه پیژندل
دافغانستان واکمني هميشه په غم لړلې انجام لري بیاهغه واکمني چې دبهرنیوقوتونوپه مرسته وي انجام ئې خوراتریخ وي ،خورؤفي صاحب بیاهم بختوردي چې دحاجي عبدالقدير،عبدالحق، تڼیوال اوډاکټر عبدالرحمن په سرنوشت اخته نه شواسماعیل خان دهرات ولایت په چوکي پورې دومره شخ وچې ان خپل یواځيني ځوان زوي يې ترې قربان کړ،دنیمروزدوالي غلام دستګیر غبرګ زامن په فدائي برید ونو کې مړه شول ،رؤفي صاحب بایدپه دې خبره خپله تسلي وکړي چې دغزني اوهلمندولایتونولاپخوادواليانو دلابراتوارلقب ترلاسه کړی واوبیاهرسړی خوداسدالله خالد غوندي ژورې اوهراړخيزې اړيکي نلري چې دکندهارغوندې ولایت کې څوکاله دشاهي خاندان دزوروروپه موجودیت اومخالفت کې بیاهم پاته شي ، رؤفي دې اوس هم سل واره شکروکاږي چې دټرانسپورټ دوزيرقادري غوندي له منفکي سره سره څارنوالي ته معرفي نسو،دعبدالجبار
ثابت غوندي دواکمني پرمهال چاونه ډباو،قدرت له هرچاپاته کیږي انوارالحق احدي هم استعفی وکړه ،جلالي صاحب خوان په څلرويشت ساعته کې امریکا ته ورسید،افغانستان هسې هم نورددغسې خلکودهستوګنې ځاي ندى که وای نوجنرال دوستم به ولې په ترکیه کې فناه اخيسته دشبرغان اوشيرپورزړه راښكونکي ماڼي به يې ولې په روڼوسترګوپريښودلې اخير لږعمرخوئی مبارزه نه وه ورته کړي
په هرحال درؤفي صاحب که دواکمني موده لنډه اودخوب لیده و خودپخواني ورک شوي شوروی اتحاد دپاته شوني په حیث په غربي حکومت کې دقول اردواوولایت چوکیوته رسیدل هم څه وړه خبره نه وه دپخواني شوروي اتحاد میراث خوره روسیه اوس هم له غرب سره د ډغرووهلواشاري کوي دجارجیاپه مسئله خوسم سره توره اوبریښ سول نورؤفي صاحب دي هم غربیان نه ګرمه وي خوپه یوځای کي رؤفي صاحب بایدګرم وبلل سي چي دیوتجربه کاره اوعمرخوړلې ترډیروانقلابونوراوتلي شخصيت په حیث ئي ولې دشاهي خاندان سره اړیکي ونه ساتلي اوکه ئي داکارنسوای کولای نوکم ترکمه دکندهارهوائي ډګرخوهم دومره لري نه وهلته ئي څنګه دومره څوک پیدانکړ چې په سخته ورځ کې په ښه ورسي هرڅه چې وتیرسول دکمونستانوواکمني چې ړنګه شوه نورؤفي صاحب په شمال کې دوستم ته ورغی اوس ده ته پدې فکر کول پکاردي چې هغه امیدئي هم نسته دوستم اوس خپله دترکیي مسافرده خوبیاهم که ددوستم دترکيي استوګنه اوفنااخستل کومه قومي بڼه اوانګازه ونلري نوکیدايسي چې رؤفي صاحب ته هم داچانس په لاس ورسي اودعمروروستي شپې ورځې له خپل زاړه اشناسره تیري کړي
أي رحمانه چې دبرخوجواري وه نو په ازل کې چاګټلي اوچابایللي