سويډن: دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه جرگې پيغام

د لراوبر اداره | دسمبر 7th, 2008


دمغز اوقلم دهستونکي لوي څښتن  په نامه

چي پيداسوې تاژړاخلکو خندا کړه       داسي ومره چې ته خاندې خلک ژاړي


 


د پښتنودملی لارښود ستر مبارز او ګران مشر خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزۍد پنځه دېرشم ۳۵ تلين د نمانځ  غونډي ته  :


دپښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانيی څانګی درنومشرانواوددې درنې  يادغونډې پياوړوجوړونکو!

اجازه راکړی تر هرڅه وړاندي ددې پيغام په مټ تاسواوستاسو له لارې دکوزي پښتونخواټولوخپلواکی غوښتونکو مبارزينو اود شهيد خان عبدالصمد خان دسياسي  مبارزې دلاري پالندویانو اومينه والو، په ځانګړې توګه دپښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانيی څانګی مشرانو دپښتنو دستر مشراوازادي دلاري شهيد عبدالصمد خان اڅکزي دشهادت د۳۵ تلين په مناسبت  پدې پر تمينه غونډه کي راټول شويو درنواودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپالو څخه ددې درنې غونډي دجوړېدوله امله دځان اودلته په سويډن کې دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه جرگې اوپرديسوافغانانو تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم  .

زموږ دټولني مشر تابه جرگه پدغه لويه  اوپرتمينه تلين غونډه کي ستاسواغلو او ښاغلوسره ځانونه شريک بولي اوستاسوهر يوه څخه ددې درنې غونډي دجوړېدوله امله په افغاني مينه دمننې په څرگندولوسره دلوي خداي له دربارنه ددې غونډي دبريالي پاي ته رسيدوغوښتنه کوي .  

اغلو اوښاغلو!

د دغه شان ملي اوسياسي  شخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اودهغو دآثاروخپرول او ورسره جوخت د هغوي له علمي فیض نه ځانونه اوځوان نسل برخمن کول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانو ملي او انساني دنده ده.

د دې ټکي په پام کې نیولوسره چې دهرعلمي ،فرهنګي اوسياسي شخصیت دکار اوژونددټولواړخونو راسپړل اوڅېړل دداسي غونډوپه کچه یوڅه ستونزمن کاردي، دغې موخې ته رسېدل پراخ څېړنيزکارمختليفو سمينارونو اوڅېړن غونډوته اړتيا لري . بياهم پدې پوره ډاډه يم چي نن به پدې درنه يادغونډه کي دسیمې دآزادۍ دستر مبارز، دآزادۍ غوښتنې دلوړې روحیې او آرمان لرونکي څو بعدي سیاسي او فرهنګي شخصیت شهید خان عبدالصمد خان اڅکزي   په اړوند دغونډي برخه وال په تفصيل سره رڼا واچوي.

موږ ته دویاړ ځای دی چې د دې سیمې دیو سترملي مبارزاو فرهنګي شخصیت په یاد او دهغه دلاښې پیژندنې لپاره داسي يوه درنه يادغونډه رابلل شوېده.

درنو دوستانو اغلواو ښاغلو!

موږ نن ددې سیمې دیو داسې شخصیت په اړه خبرې کوو چې په ډیرو سختو سیاسی او اجتماعی حالاتو کې یې دآزادۍ دترلاسه کولو، دخلکو دبيدارېدواو پوهولو لپاره مبارزه پیل او په بری سره یی پرمخ بوتلل .

له شهیدخان عبدالصمد خان اڅکزي سره دآزادۍ اوښکېلاک گرو پر خلاف دمبارزې جذبه دنوې ځوانۍ نه پیل اودژوندتر ورستی شيبوئې پالل تر څوپدې لارکښې ئي خپل سر ورکړ.  

د وطن په ننګ يې کېښوده ککره                        سر يې لاړو تر اسمانه ناببره
هسی مه وايې چې مړه شول تل ژوندي دي               نه يې ياد مری نه يې مينه نه خبره


خان شهيد ان دځوانۍپه مستو شپواو ورځوکښې دپښتون ولس دا نساني او رواحقوقوڅخه ددفاع اوملاتړ  په خاطرهرڅه پر ځان گا للي وه، هميشه یې پر دې مسله هم ټينگارکاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلونکې جوړوي، نوهغوي بايد له ولس ،وطن اوخپلواکي سره دميني په روحيه ورزول سي .

خان شهيد دهند دنیمې وچی له ازادي غوښتونکي غورځنګ سره آشناو،هغه هندوستان ته دسفرپه وخت کي

چي کله بمبۍ ته په لومړي ځل ولاړی د هند له مختلفو سياسي مشرانو سره ئي له نږدې پېژندګلوي پيدا کړه او په ځانګړې توګه دمهتاماګاندي اونورومشرانوسره ئې ددغه پنځلس ورځني سفرپه موده کښي څوځله وکتل . دغه  ليدني  اوکتني که څه هم د ډيري لږمودې لپاره وې خودخان شهيد پر سياسي کړونواونظرياتوباندي يې مثبت تاثيرو ښندی . دبلې خوادهندوستان دخپلواکی دلاري داتلانوسره دخان شهيدغوندي دپښتون غيرتي قوم مشرانو ليده کاته  اوله هغوي څخه ددوي  ملاتړ هم ددې لامل وگرځي چي دهندپه لويه وچه کښې دخپلواکي نهضت راگړندی شي .

خان شهيد د همدې سفرونو په لړ کې له باچاخان سره هم و پېژندل او دواړه په يوه خونه کې څو ورځې يوځاي ژوند کاوه . عبدالصمدخان اځکزی که څه هم له پاچاخان څخه کشر ووخودده عالي اخلاقو،صداقت اوخپل قوم ته بې ساري وفاداري اوله هغوي سره مينه ددې لامل گرځېدلې وه چي پاچاخان غوښته هغه ډير ونازوي ،ځکه خو خان شهيدددې سفرپه خاطروکښي ليکي  :((چې زه له باچان نه تنګ وم، ځکه چې هغه له مانه مشر و او زه به يې نه پرېښودم چې کار ورته وکړم، بلکې هغه به زما کار هم پخپله کاوه.))

دهغه مبارزې اوتلاښونه دهندپه لويه وچه کښي دخپلواکي غوښتنې دنهظت په تاريخ کښي  بيل ځاي اومقام لري ،کله چي موږ پدې سيمه کي دبرتانيې دامپراطوري پر خلاف دمبارزوخبره کوو نوبايد پدې خبرو کښي دخان شهيد ځانگړی ځاي ته په درنه سترگ وگورو.

که چيري موږدښکېلاک گروسره دمبارزې په تاريخ کي يوازي داڅکزودقوم دمشرانو لکه  غازي عبدالله خان ا څکزی، غازي مېداد خان ا څکزی ،دافغان-انګرېز په دويمه جګړه کې يې د ميو ند د فاتح غازي محمد ايوب خان اونورونومونه  اخلو، نودخان عبدالصمدخان شهيدنوم يوځاي ورسره يادېږي . داټول د افغان ولس وياړلي اوتاريخي شخصيتونه دي حي زموږ راتلونکي نسلونه به ددوي په مبارزو اوکارنامو وياړي .
د سهيلي پښتو نخوا په ملي مبارزينو کې د خان شهيد و ياړلې مبارزې د پښتنو د مبارزو په تا ريخ کې يو وياړلی باب دی چې د پښتنو او بلو څو دحقه حقو قو له پاره يې مبا رزې کړي دي . همدغه دخپلواکي غوښتنې اوښکېلاک ته نه تسليمېدل ددې لامل سوه چي  د پا کستاني جرنيلانو له خواپه يوه غلچکي اوناځوانمردانه بريدکي په شهادت ورسيد.خودادی اوس  دده وياړلي زوی محمود خان اڅکزی د پښتو نخوا ملي عوامي پارټۍ مشر د خپل شهيد پلار و ياړلې لاره تعقيبوي ،دهغه پر پلو قدمونه ايږدي او دمحکوموپښتنو دحقو قو د تر لاسه کو لواويوه غښتلي اولوي افغانستان  دجوړېدوله پاره ئې دبې امانه مبارزې ميدان ته وردانگلي ،د دپښتنو اوبلوڅودخپلواکي غوښتنې دمبارزې بيرغ ئې  اوچت اور پا ند ه سا تلی دي  .

خان شهيد نه يوازي دمبارزې په سياسي ډگرکښي ترهر چاښه ځلېده بلکي هغۀ ددې ټکې په پوهېدوسره چي دمطبوعاتواوقلم خوځښت اوله دې لاري دولس رابيدارول تر هرڅه زيات ارزښت لري، پرخپل  وخت ئې په کويټه او بلوچستان کې د ((استقلال)) په نامه داخبارخپرولوته ملاوتړل . خان شهيد چي  څومره په سياسي ډگر کي گړندی پر مخ روان  وو دقلم په مټ ئي هم نه ستړکېدونکي کارونه سرته ورسول . هغه موږ په دغه دوره کې د يوه معاصرمبارز ليکوال په توګه پېژنوچې په مختلفو برخوکې يې کار کړی ، د ژورنالېزم ، ژباړنې او ژبپوهنې په برخه کې د ده کارونه د ستايلو وړدي .

د پښتو ژبې پياوړتيا اورواجېدل ئې يوله سترو ارزواگونوڅخه وه ، خان شهيد دخپلواکی په لارکښي دعمر زيات وخت د انگرېزي سامراج دپاکستاني گوډاگيانوپه توروزندانوکښي تيرکړ .

خان شهيد په دیني علومو، په پشتو، فارسی او عربی ادبیاتو کی مطالعه درلوده او ډیر اثاریی له فارسی خخه پشتو ته ژباړلي دی ادبي او فرهنګي چاروکې لوی لاس درلود، دآزادۍ،پرمختګ او ددې سیمې دخلکو دیووالي او پیوستون ستره هیله یې درلوده ،اوپدې لارکښي ئي نه هېرېدونکي تلاښونه کړي دي

دقلمي مبارزې په گرکي د خان شهيد تر ټولو جامع او مهم اثر د ده په ژوندکي د ځان د پېښواوخاطروپه اړوند ليکل سوی کتاب ، چې ((زما ژوند او ژوندون ))نومېږي او په درې ټوکه کې خپور شوی دی دستر ارزښت لرونکي اوجامع اثر بللاي سو. په دې کتاب کې خان د خپلې کورنۍ، وړوکتوب، ځوانۍ، زده کړې، مبارزې، زندانونو، د پښتنو د اجتماعي او سياسي حالاتو، د افغانستان د حالاتو، دودونو او رسمونو او همدارنګه نورو ډېرو په زړه پورې موضوعاتو په هکله ليکني کړي دي . دا کتاب په يوه ټاکلي زماني دوره کې ليکل شوي دي، چې سياسي اوټولنيزې پېښې يې پکښي انځورکړي دي .

د کتاب مرکزي منځ پانگي موخه داده چې پښتانه رابيدار، يووالي ازادی د علم او پوهي ترلاسه کېدوته راوبولي . زماپه عقيده په کوزه پښتونخواکي ددازادي غوښتونکي جنبش په سمبالولواودجنوبي پښتنو لپاره د ((انجمن و‌طن)) اوبيا دپښتونخوا ملی عوامی ګوند په جوړولوکښي دخان شهيد دغه کتاب پوره اومعين رول لوبولې دي .

خان په دغه کتاب کې د خپل ليکدود نه کار اخېستی دی او هم يې د خپل جوړ کړي قاموس له لغاتو نه ډېره استفاده کړې ده.

د دې کتاب له ځينو نمونو نه  دا نتيجه اخيستل کېداي سي چې خان شهيدد کلاسيکو اومعاصرودبياتو زيات اثارهم مطالعه کوله .

خان شهيدد خپل کتاب په يوه برخه کښي دخپل پلارمړينه اويتيم کېدلوپه اړوند ليکي : (( ژوند ښه په مزه روان و، چې پلار مې په ۱۹۱۸ عيسوي کال کې چې د يورپ لوی جنګ پر تمامېدو و د پېچ په رنځ ناجوړه سو. هر څه درمان چې کيدای سو و يې کۍ. ګوپالداس يوناني درماني د کوټې او يوکرېشتان ډاکټر له چمن څه راغله، خو رنځ ئې ښه نه سو او شل ورځې پس هغوی خپل خدای ته ورسېده . زه د لسو کالو وم، د پلار د مرګ په نور تاوان نه رسېدم او نه د سرۀ په مرګ پوه وم چې څه وي، خو دا مې ليده چې د چا به پلار مړ و هغه به خلکو يتيم باله. او ارومرو به يې نتلی او بې وزلی ګاڼه، هر چا به داسې خواخوږي ورسره کوله چې ما ته به هغه وړوکی سپک او بې چاری ښکارېده، نو ځکه چې سهار څلور بجې د کور زنانوو او لويو وړو په ژړا د خوبه راويښ سوم او پوه سوم چې پلار مې مړ سو نو ځان راته يتيم، نتلی، بېچاری و هر چا ته اړ او د هر چا د خوا خوږۍ وړ ښکاره سو نو په ژړاسوم. د يتيموالۍ دا کهانده چې مې په زړه کې دومره ټېنګه وه چې سهار د پلار د پتارۍ سره روان وم. که څه هم د شا و خوا کلو په سوونو خلک روان وو چې د کلي خلک وايي چې د بل چا د پتارۍ سره دومرې خلک هيڅ کله نه دي راغونډ سوي. خو زه د يوه يتيم الک سره روان وم، چې محمدابراهيم نومېده ساکزی و.)) زه اوس پسله ۳۵ کاله پر خان شيد ږغ کوم چي تاهم په خپل شهادت اومرگ ټول پښتون ټبر داسي خوار نتلی او بې وزله کړ چي اوس هرکس اوناکس ددې غيرتي اوستر قوم دسپکاوي تابيه نسي .

بلې دوستانو!

د خان شهيد پښتو قاموس چې د صمدخاني قاموس په نامه يادېږي هم د دغو کارونو يوه کړۍ ده .

د ژباړن په توګه خان شهيد ډېر کار کړی دی، چې يوله هغه نه د سعدي د ګلستان پښتو ژباړه ده.

د خان شهيد نورې ژباړې د امام غزالي کيميایي سعادت، د شبلي نعماني د سيرت النبي لومړى ټوک، د مولانا عبدالکلام ازاد ترجمال القران او د چارټ اوډايسن کارټر انګليسي اثر ( فيوچر آف فريډم) ژباړې د يادولو وړ دي .

خان شهيد په ۱۹۶۹کال کې د پښتو ټولنې په بلنه د استقلال د جشن په ورځو کې کابل ته راغلی، له کندهار نه کابل ته او بيا ئې له کابل نه مزار، هرات، کندوز، جلال آباد او د افغانستان نورو ولاياتونو ته سفرونه وکړه . دغښتلي قلم څښتن خان شهيد چي کله کورته ورسېد د((ماپه کابل کي څه وليده)) تر نامه لاندي ئي  يو ښکلۍ کتاب وليکی چي په هغه کښي يې دخپل سفر ټول خاطرات اودسترگو ليدلی حال په ډير ماهرانه اندازانځورکړ .

هيله موداده چي پدغه علمي اودرنه يادغونډه کي دخان شهيددسياسي  چوپړتر څنگ دهغه دفرهنگي او آدبي چوپړ  پر ارزوني  باندي ډيري خبري وسي . پدې ارزوچي دهغه چاپي اوله چاپه پاته اثاروددوباره چاپ په هکله دلارو چارو وسنجولو په اړوند هم گټوري خبري وکړی . دابه دټول افغان ولس په ځانگړې توگه دپښتنولپاره دلوي افتخارځاي وي چي دغه اثارددوهم ځل چاپ بخت ومومي اودمينه والو لاس ته ورسېږي .  

موږ يو ځل بيا تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . اودپښتنودستر سياسي مبارزاوفرهنگی شخصيت دپښتو ژبي دغه ستر ژونالست ،ليکوال او غيرتي سياست وال پاکي  روح ته ددعالاس پورته کوو.

داپيغام دعبدالله بختاني خدمتګار صاحب پدې خبره پاي ته رسوم چي ليکي :((  ژوند کول له وطن او انسان سره له مينې پرته کوم مفهوم او معنی نه لري .دعبدالصمد خان اڅکزی په زړه کي  هم لکه دنوروټولنيزو اوسياسي شخصيتوپه څير دوطن اوخپلو خلکو سره مينې ټوپونه وهل او خپل ژوند يې دخلکو خدمت ته وقف کړى ؤ.))

دسیمې دآزادۍ دستر مبارز، سیاسي او فرهنګي شخصیت شهید خان عبدالصمد خان اڅکزي ياد دي تلپاتی او ابدي وي . ومن الله التوفيق 


په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور
سويډن    دمالمو ښار
د۲۰۰۸ م کال دسپتمبر۵ مه

Copyright Larawbar 2007-2024