په کونړ کښي ايتلافي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته…
د کونړچارواکي خبر ورکوي چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو او ايتلافي ځواکونو په نښته کې يو تن ولسي وګړى مړ او درې تنه ماشومان ژوپل شوي دي. په کونړ کې د سلفي طالبانو وياند قاري شاکر وايي د دوى ملګرو د ايتلاف پر يو کاروان بريد کړى او دهغوى ١٧ سرتيري يې وژلي خود دوى ملګرو ته کوم زيان نه دې رسيدلي، په ختيز کي بيا د ناټو څواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د دوى څواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په ځوابي بريد کې يې يو وسله وال طالب وژلى دى. د کونړ دوالي وياند ادريس غروال وايي چې په نښته کې ايتلافي څواکونو له الوتکو کار اخيستي چې په ترڅ کې يې څلور تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.