غزل
لايه زړه سوړ ندي لانو ر داكنډواله ورانوي
دابرهه لښكرپه كبر بيا كعبه ورانوي
*****
دغه لښكري فرعوني بياپه غرور راغلي
حضرت موسي ته خداي وركړي معجزه ورانوي
*****
دادنمرود بچيانو بياكړي دعوه دخدايي
دخداي خليل بيادسره اورپه سره لمبه ورانوي
*****
هغه چي دوي يه په مړوسترګو په سرټيټ ليږلي
زمادميوند دشهيدانوهديره ورانو ي
*****
هغه چي پلاريه دروسانو لښكرو شهيدكي
هغه دكونډي ببرسري لوه اسره ورانوي
*****
زماپربڼ باندي جوړكړي دبمونو باراان
هغه زما دخواربلبل خوږه نغمه ورانوي
******
موږيودبله په جنګونو خورا خوند اخيستي
دوي كلي وران كړه اوس مسجد اوحجره ورانوي
*****
بياسري لمبي دي پورته كيږي دافغان له خاوري
څوك يه په زورڅوك يه په چم اوپه دوكه ورانوي
*****
موږبه لاجوړنوي چلونه كودورورومرګ ته
غليم راغلي داحمد هسكه شمله ورانوي
*****
راسي لاسونه سره يوكواسلامي وروڼه يو
كه نه دښمن مودتكبيرحقه نعره ورانوي
*****
په عمري توره درس وركي غليمانو لره
زموږدښكلواحساساتو حماسه ورانوي