اوروزګان : يو هالنډی سرتېری ټپي او بل وژل سوئ دئ  video

د لراوبر اداره | دسمبر 20th, 2008


د هالنډ د دفاع وزارت د خبر له مخي پرون د جمعې په
ورځ پر ځايي وخت دوې بجې يو ۲۴ -کلن هالنډي سرتيری (مارک وايد) د ګزمې پر مهال
د سړک غاړي بم له امله وژل سوئ او يو بل ټپي سوئ دئ  .


هالنډ په اوروزګان کښي ټول ۱۶۰۰ سرتيري لري چي د وژل سويو
هالنډي سرتيرو شمېره يې د ۲۰۰۶ د نيمايي راهيسي تر ۱۸ پوري رسيږي .


د يوې هالنډي ويبپاڼي د ټولپوښتني له مخي د هالنډ په سلو کي ۶۰ ٪
وګړي ددې پلويان دي چي که چېري په افغانستان کښي د هالنډي عسکرو د مړيني شمېر ٢٥
تنو ته ورسيږي نوبايد د دوی عسکر نور له افغانستان څخه راووزي.


په لاندي وېډيو کښي په اوروزګان کښي دیو شمېر طالبانوسره د يو
هالنډي تلويزيون NOS  تازه مرکه کتلائ سئ :



 

Copyright Larawbar 2007-2024