For export only !

د لراوبر اداره | دسمبر 21st, 2008


زموږ هېواد د اوږدې جګړې او  بې احساسه مسوولينو له شامته د نړۍ په يوه مصرفي بازار بدل شوى دى ، همدا لامل دى چې ټولې هټۍ په بهرنيو توکو ډکې دي او حتى موږ په خپل زراعتي هېواد کې هم پردۍ تازه ترکاري خورو .
 له دغو بهرنيو توکو څخه پر ځينو ښکاره ليکل شوي وي for export only!   ( يواځې د صادراتو لپاره ) .
ځينې خلک وايي چې دا جمله پر هغو  شيانو ليکل کېږي چې  ، جوړونکى هېواد پرې ټکس ( ماليه ) نه اخلي ترڅو قيمت يې ټيټ وي او په بيرون کې ښه بازار پيداکړي .
 خو ځينې نور بيا وايي چې دغه جمله په هغو توکو ليکل کېږي چې ،  ښه کيفيت نه لري او په خپل هېواد کې يې څوک نه خوښوي .
 تجربو ته په پام ، دوهمه خبره حقيقت ته نږدې ښکاري ، هر دغه شان توکى ښه کيفيت نه لري خو  زموږ خلک چې د قدرت او پېسو  د وږو له شامته د خپل هېواد توليدات نه لري ،  نو اړ دي چې وه يې کاروي .

For export only!    يواځې په سوداګريزو توکو کې نه ؛ بلکې په انسانو کې هم ښه نتيجه نه ده ورکړې .
 وګورئ ! هغه کسان چې له  بيرونه  راغلي او په لوړو پوستونو کار کوي ډېرى يې هغه ډله دي چې خپل هېواد کې ورته کار نه پيداکېده ، يا يې ښه مخينه نه لرله نو دلته يې را لېږلي دي  .
 ځينې خلک اوس داهم وايي چې هغه  بې رحمه بهرني سرتيري چې دلته خلک په موټرو وهي ، برناحقه په ماشومانو ډزې کوي ، خلک په سپيانو داړي  او نور وحشيانه اعمال تر سره کوي ، همدغه شان For export only!   کسان دي .
دغه ډله  کسان  يواځې په دولت پلوه کړيو کې نه ، بلکې مخالفو ډلو کې هم  ښه نتيجه نه ده ورکړې .

 د بېلګې په توګه : د کابل د شمالي  باغونه چې کله اره کېدل ، کورونو ته چې کله  اورونه اچول کېدل او يا د اوبو شنه  کاريزونه له خاورو ډکېدل  ، د ځايي خلکو په وينا عاملين يې ډېرى  پردي کسان وو .

 د For export only!   اصطلاح يوځل بيا ځکه راياده شوه چې ، پرون ناوخته د امريکا د متحده ايالتونو لوى درستيز ادم  مايک مولن  (  Adm Mike Mullen) په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې په نوي عيسوي کال کې به تر ٣٠ زرو امريکايي پوځيان افغانستان ته را ولېږل شي .
 دغه رقم ډېر لوړ دى  او ويره هم له همدې لوړ رقمه ده .
 اوس اندېښنه داده چې که دغه کسان هم د     For export only!  له ډلې څخه وي ،  نو الله تعلى دې زموږ بې وسه ولس ته خېر پيښ کړي .
 که څه هم له دغه شان کسانو څخه څو ځلې حتى ولسمشر شکايت کړى ، خلکو مظاهرې کړي  او لوړ پوړو بهرنيو پوځي قوماندانانو هم ژمنې کړي ، چې نور به خپلسرۍ بندې شي ، ملکي وګړي به په امن وي ، خو تر اوسه يې ځاى نه دى نيولى .
 او داځکه چې دغه شان کسان له اور سره لوبې کوي او که قيودات پرې وضع شي نو شايد افغانستان ته د راتګ لپاره زړه ښه نه کړي .
 د کابل د يوه ښاري نکل دى چې يو وخت له  ګلم جمو څخه خلک په تنګ شول ، د هغوى يو  مشر ته يې شکايت وکړ  خو مشر ورته ځواب ورکړ چې دده سرتېري ډېر لنډ عمر لري ، سر سره لوبې کوي او نه شي کولى چې ددوى دغه لنډ عمر هم مهار کړي .
همدا لامل دى چې پر دغه شان کسانو قيودات نه وضع کېږي .

 افغانستان اوس يو بې سرحده هېواد دى ، کابل خبر هم نه وي خو برتانوى جنرال هلمند ، کاناډايي کندهار او …. ته رسېدلى وي .
 په هر صورت ، اوس پېښه ده ، بله چاره نه شته پرته له دې چې خپل عملونه سم کړو ، لوى دربارته په زاريو شوو  او دعا وکړو چې نور دغه بې وسه ولس چې په ګڼو نومونو او پلمو  ځورول کېږي ، د ظالمانو له منګلو خلاص کړي ، الله تعلى بې له شکه ډېر زورور او لوى ذات دى .


 Numandost75@yahoo.com

Copyright Larawbar 2007-2024