خوشال بابا وایي
کل ګټنه ده د تورې
که کابل ده که کشمیر
میړني دي چې یاديږي
په سندرو هم په ویر
میړنی څوک دی ؟میړانې یا میړه پخوا په پښتنو کې ډیر لوړ نوم اومفهوم درلود .چا ته چې به وویل شول (میړه سړی دی!) نو دا سړی د هغو ټولو خویونو څښتن بلل کیده چې یو حقیقي پښتون سره لازم وو او دې سړي نو په پښتنو کې یو خاص امتیاز او مقام لاره .مګر له چا څخه به چې د میړانې صفت ورک شو او ور ته وبه ویل شول (میړه نه دی)نو د پښتونوالي د ډیرو اوصافو څخه به محروم باله کیده خو خبره دلته وه چې دا میړانه کوم داسې شئ نه وو چې بل چا به سړي ته ورکوله او یا به یې له سړي څخه اخیسته . بلکه دا په خپله دسړي کار وچې د یو میړه خویونه به یې په ځان کې پیدا کړه بیا به نو خلکو ورته میړه ووایه او نه څوک په خبرو میړه کیدای شوای میړونو چې به څه ویل هغه یې کول نو پښتنو ته میړه داسې معرفي کوي :
مرد به نشې په ګفتار
څو پیدا نکړې کردار
چې دې وښکنځي مرد نه یې
که له تا نه وي په ډار
چې څه دی خو انتقام دی
د مردانو کار او بار
عفوه هورته ځای لرینه
چې نه عیب وي نه یې عار
چې غیرت ورڅخه نه وي
هغه مرد نه دی په کار
هم مهره لري هم زهر
ښه مردان وي لکه مار
چې هم تندر هم باران وي
تر هغو مردانو زار
مرد به غم د خپل هنر که
نه د زر نه د دینار
مرد به غم کا د خپل شرم
د عزت د اعتبار
نامرد فخر په نسب که
مرد نه مورلري نه پلار
که سړی ځیر شي همدا پورته تعریف بس دئ چې پښتنو ته میړه سړی وښيي
خوشال خان هغو پښتنو ته چې میړانه یوازې په ښو ښو کالیو کې لټوي داسې پیغور ور کوي :
د زنانو په حساب دي مردان مه شه
چې له زیبه له زینته هم اغوش وي
میړنی هغه څوک بولي چې په غم کې مردانه وي او دسختۍ په ورځ لاس او پښې سره ورک نه کړي او وار خطا نشي :
واړه زړونه فراغت وي په ښادۍ کې
چې په غم کې مردانه شي زړه هغه
بل ځای دخپل زړه لویوالی داسې بیانوي
د جهان غمونه واړه په کې ځای شول
شکر دا چې زړه یې لوی راکړلو ما هم
خوشال خان وايي په سړیو کې فرق دئ ،ټول یو شان نه دي او نه ټول میړونه یو راز زړونه لري .خو څوک چې رښتیا میړونه دي د هغو زړونه ډیر کلک او د ژوند د هر ډول مشکلاتو تحمل کولای شي وائي :
نه سره سم دي واړه میړونه
نه سره سم دي د هر چا زړونه
زړونه هم هغه ګڼه چې لکه غر شي
که باندې راشي هزار غمونه
میړه هغه څوک دئ چې د تنګسې او سختې په وخت ځان ونه بایلي هرې سختۍ ته ځان ونیولای شي نو خوشال خان وائي:
په جهان کې که مردان دي هم هغه دي
چې وسختې ته ونیسي ځانونه
میړنی پښتون باید چې په ټولو مشکلاتو کې زړور وي او په ټولو کارونو اواقداماتو کې ټینګ عزم ولري ، متردد او وسواسي نه وي چې یو کار شروع کړي او بیا په هغه کې متردد شي او یا د ډار او ویرې له کبله یې پریږدي ،داد میړني خوی نه دئ ،نوځکه خوشال خان ویلي دي :
د مرد چې نه وي وینا محکمه
په ده به نشي ورغله سمه
چې یو یې زړه وي یوه خبره
خلاص وي له وهمه خلاص وي له غمه
د غم زغملو د پاره خوشال خان ډیرې لارې چارې ښودلې دي خو په اخر کې یې د خپل زړه غم هم ویلی دی
غم په زړه کې بد غلیم دی څو توانیږې خواره وه یې
یا غمخوار چیرته پیدا که ور ته کینه ښکاره وه یې
یا تیره توره را واخله څو چې وي همواروه یې
یا فریاد فریاد نارې کړه ژاړه تار په تاروه یې
یا( خوشال) غوندې زړه راوړه ځای یې کړه انباروه یې
میړنی به خپل پت ساتي :
خوشال خان پښتني پت ساتل د میړني پښتون وظیفه بولي ،که څه هم په دې لاره کې سر سر او مال ټول لاړ شي :
سر دې درومي مال دې درومي پت دې نه ځي
د سړي د چارې کل خو بې په پت ده
میړنی به سخي وي :
یوه ورځ خوشال بابا د سهار نه تر ماښامه پورې پیسې خیرات کړې البته په هغه وخت کې پیسې به هم د سکوپه بڼه وې د خوشال بابا لاسونه د هغو سکو په وجه تور شول خوشال بابا وویل څوک چې پیسې ورکوي لاسونه یې توریږي او څوک یې چې جمع کوي دهغو زړونه توریږي . د سخا څخه د مقصددا نه دی چې سړی باید اصراف وکړي یا خوشې خپله دنیا په میلمستیا ګانو خر څ کړي .دا سخا نه ده بلکه برسیره پر حماقت ګناه هم ده سخا دا ده چې سړی د بیوزلو سره مرسته وکړي ،د یو یتیم سر پټ کړي ،د یوې کونډې نس موړ کړي او یو غریب ته لاس وروغځوي .مګر ډیر ځله د بې وزلو سره بې پيسو هم مرسته کیږي لکه یو بې سواده ته چې لیکل او لوستل ور زده کړي ،یو بد کاره له بدې لارې راوګرزوي یا نور ………….
نو خوشال میړه پښتون د باز غوندې ګڼي چې هم یې پخپله خوري او هم یې نورو ته ورکوي او نامرد سړی هغه میږی یا موږک بولي چې هر څه په غار کې ساتي
چې وهل خوړل،خوړل که هغه باز دی یا شاهین دی
چې یې سوړې لره وړینه یا میږی دی یا فاره
په تیره بیا د ملي مشر یا سردار سره خو دا خوی لازم ګڼي .څنګه چې دی هم پخپله ملي مشر وو نو د خپل ځان په باب داسې وايی
چې یې وشیندي خوشال په غرو رغونو
لا به کله هغه ګنج ورکوې بخته
بل د ځوان سره داخوی داسې لازموي :
چې خوړل ګټل بښل که ځوان هغه
چې توره لري د تورې خان هغه
خوشال خان هغه سړی نامرد ګڼي چې یو چا ته څه ورکړي او بیا هغه ور یادوي او منت ورباندې ږدي او یا هر چا ته د هغې ښیګڼې زکر کوي ،نو وائي
نامرد هغه دی چې چا ته څه ور کا
منت د پاسه ور باندې زبر کا
په رنځ کې ومره هغه دارو مه خوره
چې په منت ئي تا ته څوک در کا
د خوشال خان د میړني یو بل صفت دا بولي چې ویل یې لږ او کول یې ډیر وي داسې نه چې ډېر وایي لږ خیژي
اوس اکثره پښتنو ته د خولې خبرې رسیدلې دي په خوله هر څه هر څه وائي او خورا غټې غټې مسئلې فیصله کوي او ډیرې لوئې لوئې نظرييې ور کوي مګر د عمل په میدان کې صفر او د خپلو ویلو زرمه برخه عمل هم نه لري .نور خلک کار ډیر کوي خبرې لږې .مګر موږ خبرې ډیر ې کوو کار لږ نو خوشال خان وائي:
مرد به نشې په ګفتار څو پیدا نکړې کر دار
خوشال خان د کس او ناکس فرق هم په دې خبره کوي چې ناکس ګفتار لري کردار نه :
و ګفتار ته یې مه غړوه سترګې په کرده په عمل ګوره کس نه کس
بل ځای د میړانې صفت داسې کوي
میړني په کرده ډیر ویل یې لږ وي د نامردو لږ عمل وي ډیر یې لاف
خوشال خان وائي
((ما هلته ښخ کړئ چې د مغلو سیوری مې پر خاوره ونشي .او د مغلو د سپرو د پښو ګرد مې په هدیره ونه لویږي !))
داد خوشال خان هغه وروستنی وصیت دئ چې د ۷۸ کالو په عمر په (۲۸)د ربیع الاول په (۱۰۰)هجري کال یې د و فات پر وخت کړی و
ګویا خوشال د مرګ په وخت کې هم پښتنو ته د پښتني ننګ او پښتنوالي درس ورکړ چې د پښتنو میړو پر هدیره هم باید د پردیو سیوری او د پښو ګردونه ونه لویږي او یو پښتون میړه باید په مرګ هم ټيټوالی او مغلوبیت خوښ نه کړي .اوس نو د پښتنو اختیار دی چې د خوشال خان دا قیمتي وصیتونه پر ځای کوي که نه؟او دده ګټورو ویناوو ته غوږ ږدي که یه ؟