سلف او خلف
اوس ځېنو هغو اشکالاتو ته پام اړوو چې ددېن برخه ګرځېدلې ده ېا ګرځول شوې ده چې له امله ېې په مسلمانو مفکرېنو او علماوو کښې د اجتهاد دروازه بنده کړې ده او لدې سره شرع او شرېعت دېوه ځانګړې وخت ېو ېادګار پاتې شوې دې او داوسنې عصر و تقاضاوو ته په ځېنو مواردو کښې درست ځواب نشې وېلاې .
لدې جملې څخه لومړې هغه شراېط دې چې دفتوې ورکولو لپاره دېوه مفتې لپاره ضرورې بلل کېږې .
هغه داچې لومړې دفقې ماهر به وې ، چاچې له معتبرو(معتبر ېعنې څه ) اساتذه وو څخه علم حاصل کړې وې ، په چا کښې چې دفقې فطرې ذوق هم وې ( فطرې ذوق !!!!!) چاته چې د فقه ملکه حاصله وې ( له کومه مدرکه ؟) څوک چې پر ظاهر رواېت فتوا ورکوې . (وګورې شروحات د شرح العقود رسم المفتې )
ظاهر رواېت هغه رواېت ته وېل کېږې چې د شهرت درجې ته رسېدلې وې لکه دامام محمد صاحب رواېات چې په جامع صغېر ، جامع کبېر ، سېرصغېر(کتاب المغازې) ، سېرکبېر ، اوېا مبسوط کښې وې .
اوس سوال دادې چې هغه مسله چې د اوس دور ده او په پخوا کښې ېې سارې نه درلود ( نوازل ) چې په لسګونه داسې مساېل شته او هغه مساېلو ته د نظاېرو په توګه ظاهر رواېت موجود نوې او ېواځې نوادر غېر مشهور رواېات وې اېا ېو مفتې چې له معتبرو اساتذه وو نه ېې درس نوې وېلې البته ددې نوادرو علم ورته وې او هم د شته مسلې په هکله کره معلومات لرې فتوا ورکولې شې او که نه ؟
دوهم هغه روېه او روحېه چې دوخت علما او فضلا ېې پر ځاې کښېنولې دې او ددوې اجتهادې قوت فکر ېې شل کړې دې هغه د متقدمېنو او متاخرېنو تصور دې چې اعتبار متقدمېنو ته ورکول کېږې لدې سره دېن د مخکېنې خلکو لپاره محدودېږې .
متقدمېنو علماوو ته دزېات احترام تقدېم پر خپل ځاې ولې متاخرېنو ته ددې په سبب چې دوې دې نړې په پلانې وخت کښې ولې راغلې دې اوېا ددوې زمانې ته د جهل او فسق زمانه ووېل شې زما په آند ېو زېاتې او بدګمانې ده .
ولې چې د زمان په تېرېدلو سره به موږ (زموږ اعمال ، ارا او معلومات ) هم زموږ راروان نسل ته حجت وې او حال دا چې د حضرت انسان لپاره ساېنس او ټکنالوجې په مټ د ورځې په تېرېدلو سره پخپله دانسان او کاېناتو په اړه معلومات ورځ تر بله زېاتېږې او شرېعت دهغو په اړه ګونګې پاتې دې لکه د زړه تصور ، چې ساېنس ېې هغه حېثېت نه منې کوم چې په پخوانې تصوراتو کښې ورته منل شوې دې . ېا لکه دلمر دغروب او طلوع تصور، داسمانونو شتون او دسپوږمې په لومړنې اسمان کښې تنصېب چې ننې ساېنس دا اوقېانوسې خېالات ګڼې او لمر تر ځمکې په سلګونه ځله غټ او ساکېن بولې .
همدې تصوراتو اوس په موږ کې دا نظرېات زېږولې دې چې هغه سړې ته موږ ډېره ترجېح ورکوو چې له لوېه او مشهورې مدرسې نه فارغ التحصېل وې ولو که په ټکې هم نه پوهېږې او بل څوک چې دا مقام نه لرې که تر هغه سل ځلې په مساېلو کښې ماهره وې ولې بې اهمېته بلل کېږې او فتوا ته ېې غوږ نه نېول کېږې همدا حال زموږ د مشرانو دحېثېت دې چې هره خبره ېې د کاڼې کرښه ګڼو هغه که دې له هېڅ نه هم نوې خبر . او همدا مشهورې دېنې ادارې دې چې له دغه شهرت څخه ېې دخپلو تلامذو په توسط تل ناوړې ګټې هم پورته کړې دې .
علامه ذهبې فرماېې چې تردرېمې صدې پورې د متقدمېنو زمانه وه او را وروسته زمانه د متاخرېنو ده چې په قول او ترجېح کښې تر متقدمېنو په حېثېت کښې ټېټ دې .
ځېنې له امام محمد ، زفر ، حسن ابن زېاد نه راوروسته د حافظ الدېن بخارې تر دوره پورې د متاخرېنو دور شمېرلې دې .
او هم دارنګه له امام اعظم رح نه تر امام محمد رح پورې دې دور ته سلف وېل کېږې او لدې وروسته تر شمس الاېمه حلواېې پو اشخاصو ته خلف وېل کېږې .
جرېان لرې …
دالړې زما دمخکېنې مضون (ملااوکه معلېم ؟) د لړې تسلسل دې . درانه لوستې دې ماله خپلې راېې نه خبر کړې موږ خپله خبره حرف اخر نه ګڼو ، هغه دوستان چې زموږ سره په ارا کښې متفق دې باېد چې خپل تاثرات ولېکې او هغه دوستان چې مخالفت څرګندول غواړې ددوې اعتراضات او نېوکې په سرسترګو ولې باېد خامخا که څوک دپاڼې د کتلو پر وخت د لېکلو وسېله هم لرې باېد څه ناڅه تاثر پر هره لېکنه ولېکې لدې سره دلېکوال لپاره دنورو له اراوو نه دخبرېدلو چانس هم پلاس ورځې او معلومات هم ….. مننه