د طالبانو په ځاله کې

د لراوبر اداره | جنوري 7th, 2009



سرچينه: سنډې ټايمز- The Sunday Times


ليکوال:نير روسېن- Nir Rosen


ژباړه: صالح محمد صالح – salih@inbox.com
دوى په ٢٠٠١م کال کې له صحنې وايستل شول،خو  اوس د افغانستان په زياتو برخو کې طالبان په پرله پسې توګه پر سيمو کنټرول مومي. ليکوال نېر روسېن د دوى يوه مرکز ته ورغلى، هلته ورسره اوسېدلى چې موږ ته يې کيسه وکړي.


هغه سړک چې د کابل په جنوب کې غزېدلى کنډ و کپر او سپېره دى. شا و خوا يې دنګ غرونه له غرنيو څوکو سره ولاړ دي. څو کوچيو ښځو اوښان د وريو د يوې رمې په څېر خېمو ته دننه کول، دلته داسې څه نه شته چې موږ ورته ګوته ونيسو، دا خاوره يو مهال د نړۍ په کچه د خونړيو جګړو ډګر و.


د پلازمېنې په څنډه کې موږ د ملي اردو ديوې پوستې له خوا ودرول شوو، سرتېري زما بدلې لهجې ته په پام سره راباندې شکمن شول، زما افغان لېږدوونکو شفيق او ابراهيم دوى ته ډېر وويل چې زه يوازې يو خبريال يم. کله چې موږ له هغه ځايه لږ ليرې شولو، ابراهيم وخندل، عسکرو فکر کړى و چې زه يو ځانمرګى بريد کوونکى يم. شفيق او ابراهيم سرتېرو ته ونه ويل چې موږ د طالبانو د يوه نيمچه قوماندان په بلنه غزني ته روان يو او دوى دواړه زما څارنه کوي.


تر دې وروستيو پورې غزنى، د افغانستان د نورو مرکزي سيمو په څېر خوندي سيمه ګڼل کېدله، خو اوس دغه ښار چې د کابل په ١٠٠ مايلۍ کې پروت دى، د طالبانو له خوا نيول شوى دى. بهرنيان چې کله دلته د ورتګ زړه ښه کوي- يا تښتول کېږي يا وژل شوي دي. د مرکزي ادارې د بېغورۍ او مبارزې له کبله په دې سيمه کې د طالبانو له خوا ټاکل شوي والي طالبانو ته نوي پېژندکارډونه او پاسپورټونه جوړ کړي، چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې کارول کېدل. د افغانستان اسلامي امارت پر مهال.


کروندګر په زياته پيمانه طالبانو ته وراوښتي، نه امريکايي پلوو چارواکو ته، هغه هم د ځمکې پر سر د ولاړو شويو لانجو په برخه کې د عدالت ترلاسه کولو لپاره.


کله چې سالار ته چې له کابله ٥٠ مايله فاصله لري، ورسېدو، په لار کې پنځه ځايه له هغو ويجاړو شويو باروړونکو موټرانو سره مخ شوو، چې پوځيانو ته يې اکمالات لېږدول، دا ويجاړي د طالبانو کار و. دغه لويه لار په دې وروستيو کې د امريکا د ٢٥٠ مليونه ډالرو په سخاوت ورغول شوه خو اوس يې زياتې برخې د طالبانو له خوا د سړک غاړې ماينونو د چاودنوله کبله زيانمنې شوې دي. عيناً کار په عراق کې هم کېږي،  دغه ماينونه او نور مهمات د پېښو يوه عمده برخه ده، چې دوى يې د ائتلافي ځواکونو په وړاندې کاروي، پر هغو لوژستيکي کاروانونو بريدونه کوي چې دغو بهرنيانو ته مواد لېږي.


موږ له همداسې يوه کاروان سره نژدې روان وو، يوه ورځ وړاندې هم پر دې کاروان بريد شوى و، چې يو سوى سکور موټر هلته پروت و، چې يوه مياشت مخکې ورباندې بريد شوى و. خو اوس هم د تېلو له يوه ټانکر سره  د ګڼو خلکو ږغونه پورته شول، په لسګونو متره ليرې يې لوګى ښکارېده. ابراهيم نارې کړې ”جګړه، امريکايان د طالبانو په وړاندې جنګېږي“.


شفيق او ابراهيم خپل موبايلونه راوايستل چې خپلو طالب ملګرو ته زنګ ووهي او پوه شي چې دلته څه روان دي. ناڅاپه د ماشينګڼو درانه ږغونه پورته شول، ورپسې د هاوان پرله ضربې او څو نورو درنو چاودنو زموږ موټر هم ولړزاوه. ما ځان د شاه سيټ ته خطا کړ، په دې وخت کې شفيق او ابراهيم له قهر پرته راباندې وخندل، د دوى لپاره جګړه يو ورځنى عادت دى، دوى د (انرژۍ) په نامه د څښاک شيان رانيول، د ناټو ځواکونو دوه زرغروال ګاډي د کابل پر لوري په ځغاسته تېر شول، شفيق او ابراهيم بيا وخندل او ويې ويل:


دا وګوره لکه چې ائتلافي ځواکونه له جګړې تښتي!


يو ساعت وروسته جګړه پايته ورسېده، موږ بېرته ځاى پر ځاى شوو. يو څو دقيقې وروسته موږ د بريتانوي ځواکونو د کاروان له ورانو شويو موټرانو ورتېر شوو، په لسګونو لارۍ موټران هلته ښکارېدل چې له ځينو يې لوګي پورته کېدل او پر ځينو د سړک پر څنډه اور بل و. د سړک څنډه د چاودنو له کبله ويجاړه شوې وه. شپه رانژدې کېده موږ له بلې پوستې هم واوښتو، اخر غزني ته ورسېدو. په دې وخت کې ابراهيم وويل:


”له دې ځايه وروسته د طالبانو واکمني ده. دشپې دلته امريکايان او پوليس نه راځي“.


شفيق له خندا سره زياته کړه:


”روسان تر امريکايانو ډېر غښتلي وو، ډېر ځواکونه يې وو، موږ به امريکايان د دوى په قبرونو کې ښخ کړو!“


د دې لپاره چې د طالبانو د فعاليتونو په اړه معلومات ترلاسه کړم، په کابل کې مې له خپل يوه ارتباطي ملګري سره تماس ونيوه او غوښتنه مې ځنې وکړه چې ما طالبانو ته وروپېژني، هغه په افغانستان کې د جنګياليو څو ډلې پېژني، هغه وويل چې يوازې به زما امنيت تامينوي، که پر ما څه وشول، هغه کسان او د هغوى کورنۍ به ووژل شي، چې په دې سفر کې مې ملګري دي، ما د درناوي په خاطر له ملا ابراهيم سره تماس ونيوه، چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د ٥٠٠ کسانو مشري کوي (ما د ابراهيم د امنيت په خاطر د هغه نوم دلته بدل کړى دى).


څلوېښت کلن ابراهيم له ١٩٩٠م کال راهيسې له نورو طالبانو سره يوځاى جنګېږي، هغه ګوډ- ګوډ ځي، په سړه جګړه کې يې تر زنګانه لاندې ښۍ (راسته) پښه له لاسه ورکړې، يوه اوونۍ مخکې يې هم جراحي عمليات وکړل، چې عصبي رشته يې جوړه شي، دا رشته په دې وروستيو جګړو کې زيانمنه شوې ده. ده په پيل کې راته وويل چې د امريکايانو په ګولۍ ټپي شوى، خو وروسته پوه شوم چې د يوه مخالف طالب قوماندان په جګړه کې ژوبل شوى دى.


تر تګ مخکې ما څو جوړې کميس او پرتوګ رانيولي وو، ږيره مې هم پرېښې وه چې د نورو افغانانو په څېره ښکاره شم. عربي، فارسي مې هم تر يوه بريده زده کړې وه، يوه اوونۍ مې د برليتز (Berlitz)کتاب او ټولګيو په مرسته لږه پښتو هم زده کړه، دا هغه قوم دى چې طالبان ورباندې حاکمان دي. دغه کتاب (Berlitz) د پوځي هدافو لپاره ډيزاين شوى دى. په دې کې د ګڼو وسلو نومونه راغلي، ځينې مهمې جملې هم په کې په پښتو ژباړل شوې دي، مثلاً:


ما ته خپل پېژندکارټ راوښيه، موټر دې درروان کړه، ته يو بندي يې، لاسونه پورته کړه، درېږه.


خو په دې کتاب کې يو مهم عبارت چې زما ډېر په کار و، نه و موجود ”زه د طالبانو مېلمه يم“.


يکشنبه تر غرمې وروسته زماملګري ابراهيم يوې سپېنې کرولا ته وخېژولم، بانټ يې په ټوکرانو پوښل شوى و. زما بل ملګرى شفيق له شا په موټرسايکل راپسې و. ګلدوزي شوې خولۍ يې پر سر وه، افغاني کلتور مهرباني او ادب ته ځانګړى ارزښت ورکوي، شفيق بېحده مودب سړى و. هغه يوځل په ټوکو کې راته وويل چې ٢٠٠ جاسوسان يې په دار ځړولي يا يې سرونه ځنې پرې کړي دي. هغه وويل:


”زه اول خلکو ته وايم بس دى مه کوئ، که ادامه ورکړي زه يې وژنم“.


شفيق چې د روسانو د يرغل په وخت کې يې له مجاهدينو سره يوځاى جګړه کوله، اوس په اندړو ولسوالۍ کې د طالب جنګياليو مشري کوي. په کابل کې د ملي امنيت يوه افيسر راته وويل:


”د اندړو ولسوالي ډېر بد ځاى دى، هلته طالبان په خلاصه پښه فعاليت لري“.  ائتلافي ځواکونو په پيل کې د افغانستان له جنوبي ولايتونو طالبان پسې واخيستل، خو دوى د غزني په څېر مرکزي ولايت کې پاتې نه شول، هلته چې اوس طالبانو پر خلکو فشار زيات کړى او په دار يې هم ځړوي.


په دې تياره کې موږ نوغي کلي ته ورغلو، دلته نو ټليفونونو کار نه کاوه. دلته طالبان تر مازيګر مخکې د موبايل ټليفون دستګاوې بندوي، دوى فکر کوي چې امريکايي استخبارات يې د استوګنې ځايونه پيدا کوي. شفيق موټر په يوه کنډو کپر او چټل سړک کې چلاوه چې کورونه هم ورنژدې وو. موږ يوه داسې کور ته ورغلو چې هلته يوه ډله ځوان طالبان ښکارېدل، له ګڼو هغو سره وسلې وې، موږ هم دوديزه لار خپله کړه، هر يوه خپل راسته لاس پر سينه ايښوده او روغبړ يې کاوه، د يو بل د صحت او حال پوښتنه به يې کوله. ابراهيم چې زما د ساتنې مسووليت يې منلى و، په دې وخت کې اجازه واخيستله او خپل کور ته لاړ.


سپوږمۍ زموږ لار روښانوله، زه او شفيق په طالبانو پسې وو، بل کور ته يې بوتلو، له يوې ټيټې دروازې يوه مېلمستون ته دننه شوو، چې سور فرش په کې اوار و، چت يې په لرګيو پوښل شوى و. د يوه کوچني څراغ تتې رڼا کوټه روښانوله. پر يوه دېوال د ګڼو توغنديو تر څنګ يو ميل ثقيل او يو ميل RPG تکيه شوي وو، موږ د ابراهيم له وراره ملا يوسف سره وکتل، دى په اندړو کې د يوه پياوړي قوماندان په توګه فعاليت لري.


يوسف سوربخونه پټوکى او راکښونکى مخ لري. توره لنګوټه پر سروي له طلايي رنګه کاليو سره چې يو ميل AK-47 هم له ځان سره لېږدوي، په دې وخت کې يوه ماشوم د لاس مينځلو لپاره ګډوه او لګن راوړ، موږ لاسونه پرېولل. وروسته مو شنې چاوې او خيشته کړې ډوډۍ (ښوروا) په لاسونو وخوړله، چې وروسته مو غوښه او انګور هم وخوړل.


يوسف تېر کال قوماندان شو، کله چې امريکايانو يې يو مخکښ افسر ووژاوه، د دې لپاره چې څوک يې پيدا نه کړي، په بېلابېلو کورونو کې شپې سبا کوي. يونيم کال مخکې دى د امريکايي الوتکو په بمبارۍ کې سخت ټپي شو. په ٢٠٠٣م کال کې له طالبانو سره ملګرى شو، کله چې يې په شمالي وزيرستان کې په يوه مدرسه کې ديني زده کړې کولې، دا سيمه د افغانستان پولې ته څېرمه پرته ده. هغه جهاد پيل کړ، هغه راته وويل ، د افغانانو او خوار افغانستان لپاره  ځکه جنګېږي چې بهرنيان افغانستان ته راغلي: ”امريکايان ښه نه دي. دوى په خپلسري ډول د خلکو کورونو ته ننوځي، خلک بنديانوي، پنځلس ورځې مخکې دلته امريکايانو بمباري وکړه، عام خلک يې ووژل“.


د ملګرو ملتونو په حواله له اګست مياشتې راهيسې ٥٧٧تنه ملکي افغانان د ائتلافي ځواکونو له خوا وژل شوي، چې دوه پر درېيمه يې په هوايي بمباريو کې وژل شوي دي.


يوسف په ټينګار سره راته وويل، يوه ورځ به بهرنيان ووځي، وسلوال طالبان به له پوليسو او ملي اردو سره د سولې خبرې وکړي:”هغوى زموږ وروڼه دي، مسلمانان دي“. نور نو څه دي، نجونې به کولاى شي ښوونځيو ته لاړې شي، ښځو ته به اجازه ورکړل شي چې [په دفترونو کې] کارونه وکړي.دا هغه وضعيت دى چې زه به يې يوه ورځ ازانګه له طالب مشرانو څخه واورم. په وروستيو کلونو کې د دوى دا توند دريځ خلکو ته هم انتقال شوى، طالبانو په خلکو کې زيات زغم رامنځته کړ. اوس مجبوره شوي هغه پرمختللې ټکنالوژي هم ومني، چې يو وخت يې بنديز پرې لګولى و: کمپيوټران، ټلويزيونونه، فملونه او انټرنټ.


تر ډوډۍ وروسته شفيق، د يوې سپينې کرولا دروازه خلاصه کړه. خلکو توغندي او نورې وسلې وروخېژولې، موږ له وسلو ډک موټر سره خرخښه کلي ته سفر پيل کړ، چې يوه چټله او کنډو کپر لار ورغزېدلې وه. اخر د شفيق کور ته ورسېدو. يوه تياره مېملستون ته دننه شوو، وروسته پر ډنګرو ناليو(توشکو) کښېناستو. دباندې د ګازو يوه کوچنۍ ډبه دغه راز شنه انګور او شنې چاى پرتې وې.


شفيق په ١٩٩٤م کال کې له طالبانو سره ملګرى شو، هغه راته وويل، ځکه  دوى سوله او اسلام غواړي، شفيق وويل دوه ځله يې له اسامه بن لادن سره کتلي هم دي، د بن لادن په پښتو پوهېدلو دى اغېزمن کړى و، له ملا محمد عمر سره يې هم کتلي وو (له امير المومنين سره) چې اوس د پاکستان پولې ته څېرمه په يوه پټ ځاى کې اوسېږي، چېرې چې ده د پاکستاني استخبارتو په مرسته طالبان بيا راژوندي کړل، شفيق په دې تمه و، چې ملا عمر به راستنېږي او بيا به د هېواد مشر شي، خو طالب مشران تر دې وروسته هغه ته د يوازېني اختيار په سترګه نه ګوري.


بل سهار، بيا کرولا ته وختو، هغه ټوپک او توغندي  په کې بار شوي وو، شفيق او يوه ماشينګڼه په مخېکني سيټ کې وو،يوسف موټر چلاوه چې توغندى يې تر شا تړلى و. يو بل طالب جنيګالى تر شا له هونډا موټرسايکل سره راروان وو، له هغه سره هم ټوپک و چې پر اوږه يې راځړېده. دوى راسره ژمنه کړې وه چې طالبان به د جګړې په ډګر کې راښيي. يوسف د پوليسو پوستې ته اشاره وکړه، د هغه په وينا چې دغه پوليس يې پېژني، پوليسو دى ونه دراوه. هغه زياته کړه:”زه هره شپه په ګزمه وځم، خو پوليس جنګ نه راسره کوي، دوى وسلې نه لري او ډارن دي“. شفيق په دې وروستيو کې له پوليسو دوه جيپ موټران رانيولي وو، پوليسو د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړى و، چې دغه دوه ګاډي په يوه بريد کې له منځه لاړل. په کابل کې د ملګرو ملتونو يوه جګپوړي مقام راته وويل چې پوليس ډېر په اداري فساد اخته کړي.


په خودزي کلي کې موږ په يوه مسجد کې له يوه بل طالب قوماندان سره وکتل، چې په برنډه کې يې اته سړي او دوه هلکان ناست وو، دوى چاى څښلې. کله چې دوى پر پوستو بريدونه نه کوي او يا کمين نه نيسي خپل زيات وخت په عبادت (لمانځه) او د مذهبي لکچرونو(وعظ او نصيحت) په اورېدو تېروي. دوې ورځې مخکې دغه کلي ته نژدې د طالبانو په يوه کمين کې ٢٠ تنه افغان سرتېري ووژل شول، د جنګياليو هغه قوماندان چې دغه بريد يې کړى و، په وياړ سره وويل: ”امريکايان دلته نه راځي، موږ دا سيمه کنټرولوو، دلته د طالبانو حکومت دى“.


په دې وخت کې ناڅاپه د ائتلافي ځواکونو يوه پوځي الوتکه راټيټه شوه، په ټوله جګړه کې امريکا د خپلو سرتېرو کموالى په دې توګه جبيره کوي، پر هوايي عملياتو زياته تکيه کوي او په دې توګه خپل ځواک ښيي. امکان لري د څو ورځو لپاره غزني ته لاړ شو، خو د ائتلاف يو عسکر به هم ونه وينو. زه هم له ترور سره تړل شوى وم، په دې تمه وم چې هليکوپټر به ډزې راباندې کوي، خو دې خلکو راباندې وخندل، ښايي زما وېره به د خندا وړ وه، خو بېځايه نه وه:


زما تر تلو يوه مياشت وروسته په اندړو کې يوې هوايي بمبارۍ ٧تنه شکمن طالب جنګيالي ووژل. زما د مرستې په خاطر الوتکې الوتنه بنده کړه!.


دلته سړي پر موټرسايکلو پښه اړوي او ګزمه کوي، طالبانو دا تکتيک د عراق له سخت دريځو زده کړى، طالبان اوس ډېر بدل شوي هغه وخت چې واکمن وو داسې نه وو، اوس ډېر ظالمان شوي دي. د ناامنيو د ختمولو لپاره دوى کليو ته ننوتل او قبيلوي دوديز ميکانيزم يې خپل کړ، غواړي د ټولنيز ترور په مرسته دا جګړه وګټي. شفيق په لار کې راته وويل چې طالبان خپل مرستيالان د قانون په چوکاټ کې څاري، شکمنو هغو ته د قاضي يا عدلي کارکوونکي له خوا جزا ورکول کېږي، دوى له مجرمينو د جزا په توګه سرونه هم پرې کوي.


طالبانو اوس د ملکيانو په نښه کولو په اړه فرمان صادر کړى، مهمو قوماندانانو د انعام ګټلو لپاره يوه بله مبارزه پيل کړې، په رڼا ورځ په زياته اندازه موټران دروي، د خلکو موبايل ټليفونونه ګوري، چې کوم ارزښتمن او مهم سړى په کې پيدا کړي. کله چې موږ غزني ته راروان وو، داسې يوه قلمرو ته ننوتو چې داسې سيالي په کې روانه وه. په خپله په دوى کې هم ځينې سيالۍ زياتې شوې وې، څرنګه چې طالبان زيات او غښتلي کېږي ورسره په افغانستان کې تونده جګړه او قبيلوي مخالفتونه هم زياتېږي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو يوه مامور راته وويل: ”په مشرۍ کې ګډوډي ډېره ده“.


توند باد چې خاورې او شګې يې بادولې موږ اړ کړو يوه سيمه ييز دکان ته دننه شو، راسره ملګرو طالبانو خپلې ثقيل وسلې پر ځمکه کښېښودې، طالبانو په موټرو کې له لوډسپيکرو اعلانونه کول، د دکان خلکو يوسف ته په ډېره خلاصه ټنډه ښه راغلاست ووايه، هغه خپل AK-47s ټوپک ته يوه تسمه رانيوله، وروسته چې له يوه کلي تېرېدو، د يوه ږيرور سړي له خوا چې پر موټرسايکل سپور و، ودرول شوو. ده هم يو کلاشينکوف پر اوږه کړى و، مخ يې تر ډېره حده په څادر پوښلى و، هغه غوښتل پوه شي چې زه څوک يم. شفيق ورته وويل چې مېلمه دى، هغه راڅخه پوښتنه وکړه چې ايا زه پښتون يم، ما چې څومره ما ته ګوډه پښتو له ”برليتز“ کتاب څخه زده کړې وه، ورته وويل ”زه پښتون نه يم“ هغه په غور راوکتل او روان شوو.


يوه بل جومات ته په رسېدو موږ له لسګونو کسانو سره مخ شوو، پر فرش يو اوږد سرشانه يي توغندى پروت و، دغه راز يو زغروال هم ليدل کېده. شفيق راته وويل چې د يوه قوماندان ليدو ته انتظار باسي، چې زما د سفر په اړه به پرېکړه کوي ، دا زما لپاره يوه ګوتڅنډنه وه.


ما فکر کاوه چې زما سفر به له مخکې ټاکل شوى وي، ناڅاپه يو قهرجن کس چې پر موټرسايکل سپور او يوه لاسي مخابره يې په لاس کې وه، راښکاره شو، هغه پر نورو جنګياليو ږغ وکړ چې له ما سره دې خبرې بندې کړي، تر هغو چې يې قوماندان راځي. يو قاضي به پرېکړه کوي چې له ما سره څه وکړي.کله چې ما په پښتو ژبه د (قاضي) تورى واورېد لږ وارخطا شوم. شفيق ما ته مخکې څرګنده کړه چې له قاضي سره کتنه ښايي د يوه چا د سر په پرې کولو تمامه شي.


پر ما امر وشو چې له هغه قهرجن او نورو نابلدو کسانو سره په موټر کې کښېنم، دوى به مې قاضي ته بيايي. زما د معلوماتو لپاره شفيق وويل چې له يوسف سره به ملګرى کېږي،چې دا وخت يې په جومات کې لمونځ کاوه. هغه وروسته راسره ملګرى شو. د هغه له څېرې داسې ښکارېدل چې نور يې زه له لاسه ورکړى يم، زه په عراق او لبنان کې هم د ياغيانو له خوا نيول شوى يم، خو هغه وخت ما کولاى شواى د هغوى په ژبه خبرې وکړم او زما د وضعيت په اړه يې معلومات راکول، خو اوس په يوه ويجاړه سيمه کې يم چې پخوا مې نه وه ليدلې، له هر ډول مرستې ليرې او له څو پښتو تورو پرته مې زياتې خبرې هم نه شواى کولاى، هڅه مې کوله په دې نهيلۍ کې هم پر خپلو حواسو واکمن واوسم، ما شفيق ته وويل چې نه ورڅخه جلا کېږم. زه يې مېلمه يم،که زه له کنټرول څخه ووتم، زه به د هغه سړي په ولکه کې يم، چې د خپلو ورځنيو لمونځونو په څېر هره ورځ خلک وژني، وسلې او نور شيان يې ځنې اخلي، هغه سړي راباندې نارې کړې چې موټر ته وخېژم.


شفيق راغى او راته ويې ويل چې زموږ په کرولا کې پورته شه، ما به يوازې نه پرېږدي، زما د ساتنې لپاره يې يو بل کس هم موټر ته راوخېژاوه چې يو کلاشينکوف ورسره و. لکه څنګه چې ما د يوې ناوړه پېښې انتظار درلود دى هم ډېر عصباني کس و.


ما کابل ته د موبايل په مرسته يو ليکلى پيغام ولېږه، پوه مې کړل چې په ستونزه کې يم، په يوه سخته چوپتيا کې ناڅاپه زما د ساتونکي موبايل ته زنګ راغى، زنګ يې د يوې ماشينګڼې پرله پسې ډزې وې، ورسره د طالبانو ترانه راتله چې ”طالبان شهادت ته پيدا شوي دي“.


له وېرې مې شونډې وچاودېدې، داسې مې احساس کړه چې ږغ مې خوپ شوى دى، زما ملګرى چې په کابل کې يې د دې سفر اسانتيا راته برابره کړې وه او شفيق ته يې وسپارلم، شفيق ته وويل چې بايد يوازې مې پرې نه ږدي، که پر ما څه وشول مسووليت به يې د شفيق پر غاړه وي.


تقريباً يو ساعت په موټر کې وو، هندارې پورته وې، توند باد اوس هم شګې بادولې، له يو څو مترو هاخوا څه نه ښکارېدل،يو څو وسلوال کسان کښته پورته خوځېدل چې دوړو يې سترګې ځورولې. اخر شفيق راته وويل چې دباندې تلاى شم. عصباني سړى او ملګرى يې روان شول او توغندي او نورې وسلې يې راواخيستې، فکر مې وکړ نور نو سفر پايته رسېدلى، ما خپل لاس پر سينه کښېښود له دوى سره مې خداى پاماني وکړه. وروسته شفيق راته وويل چې دا د پلان يو بدلون و، پر هغه امر شوى و، د يوه سيال قوماندان د کتنې په وخت کې زما څارنه او ساتنه وکړي، دا چې له ما سره به څه کېږي، پرېکړه به د ډاکټر خليل په نامه يو سړى کوي.


وروسته پوه شوم چې زه د يوې ترخې او ناوړې جګړې منځ ته بېول شوى وم، چې دې جګړې طالبان سره وېشلي وو. ابراهيم يې په دې وروستيو کې ټپي کړى و، دا جګړه د هغه د ځواکونو او د ډاکټر خليل د بهرنيو جنګياليو ترمنځ پېښه شوې وه، دغو بهرنيو طالبانو غوښتل په سيمه کې د نجونو ښوونځي وتړي او د جګړې اور تازه کړي، دوه عرب او ١١ پاکستاني جنګيالي چې د ډاکټر خليل په نامه قوماندان له خوا رهبري کېدل، دغه کسان د ابراهيم د کسانو له خوا ووژل شول.


کله چې موږ د ډاکټر خليل ليدو ته روان شوو، موټر مو د تګ پر مهال په شګو کې ټکانونه خوړل، په شګلنه لار کې مخته او وروسته خوځېده، شفيق راته وويل چې بايد ونه بېرېږم- که ډاکټر خليل کوښښ وکړي برمته مې کړي، دوى به ورسره جنګېږي. دا يوازېنى ډاډ و چې ما درلود. ما تلوسه لرله چې ټليفون مې شبکه (زېګنال) پيدا کړي. کله به يې انتن پيدا کله ورک شو. ما په ټليفون کې ډاکټر خليل پيدا کړ، هغه راته وويل ”که دوى بده وضعه درسره کوي، بېرېږه مه، دوى يوازې غواړي مجازات دې کړي“.


شفيق هم راته وويل چې مه بېرېږه، زما د دفاع په لار کې که مړ هم شي باک نه کوي، ما ته يوه بله هيله پيدا شوه، پښتونولي، د پښتنو د مېلمه پالنې دود، هغه کلتور چې طالبانو يې له مخې اسامه بن لادن له ځان سره وساته او د بش ادارې ته يې ونه سپاره. د سپټمبر تر ١١مې وروسته له بده مرغه ځوان طالب جنګيالي خپل واک او مشري قبيلوي دود ته پرېښوده. د بشري مرستو د يوې ادارې کارکوونکي چې دوې لسيزې يې په افغانستان کې تېرې کړې وې راته وويل: ”هغه پخواني اصول ټول له منځه تللي دي“.


زموږ موټر په يوه تشه دښته کې روان و، ما له شفيق څخه وپوښتل چې ډاکټر خليل څنګه سړى دى؟ شفيق ځواب راکړ: ”هغه ستا غوندې دى، مسلمانان بد خلک نه دي“ هغه پر اسلامي ورورګلوۍ عقيده لري. مه بېرېږده. ډاکټر هم يو ټوپک لري، زه هم.


په دې وخت کې ابراهيم هم زنګ راته وواهه او ويې ويل چې په پاکستان کې يوه طالب مشر ته يې ځان رسولى دى، لکه څنګه چې له عرب اماراتو يوه تن ډاکټر ته زنګ وواهه او ورته ويې ويل چې ما ته زيان ونه رسوي.شفيق راته وويل ”ډاکټر که جنګ کوي، زما سره به يې وکړي،نه له تا سره“ د ده له خبرو د وينې بهونې څرک لګېده، په کابل کې زما ارتباطي بيا زنګ راوواهه ”دوى به دې ووهي، خو وژني دې نه، دوى يوازې غواړي په دې توګه تا ته جزا درکړي، چې ولې له اجازې پرته د دوى سيمې ته ورغلى يې، يوه شپه به دې د مېلمه په توګه وساتي، ته بختور يې چې ما ته دې زنګ وواهه“


خو هغه وروسته راته په ډاګه کړه چې ډاکټر ډاډ ورکړى و، چې په ما به څه نه کوي دا د شريعت لار نه ده. دا يوازې يوه ډاډګيرنه وه.


موږ د غباري او شېرکلا په نامه کليو ترمنځ يوه بل جومات ته ورسېدو، هغه ډاکټر چې موږ يې په اړه مخکې خبرې وکړې هلته راته انتظار و. کله چې زه دننه شوم، پرده مې يوې خوا ته کړه، ډاکټر يوازې په جومات کې ګامونه اخيستل، چاغ سړى چې روڼ پټوکى يې درلود، نصواري رنګه ږيره يې وه، عينکې يې پر سترګو وې، غټ لاسونه يې درلودل، عينکې يې پر سترګو سمې کړې، په دې وخت کې مې زړه ورېږدېد.


کله چې هر يوه لمونځ وکړ، ډاکټر خليل امر وکړ چې له يوسف پرته دې نور ټول ووځي، ږغ يې خوپ خو ډډ و. موږ پر فرش کښېناستو، ما ورڅخه بخښنه وغوښته چې سيمې ته يې له اجازې پرته داخل شوى وم، هغه تورن کړم چې ګواکې افغان ملي اردو ته جاسوسي کوم، هغه راڅخه پوښتنه وکړه چې څنګه مې د افغانستان ويزه ترلاسه کړه، ما ورته کيسه وکړه:


”زه دلته راغلى يم چې د مجاهدينو په اړه وليکم، د دوى کيسې راواخلم، زما ډېر خوښېږي“ خو هغه په پوزخند وپوښتم: ”چې دومره دې خوښ دي ولې نه ورسره يوځاى کېږې؟“


ډاکټر زما د ارتباطي کس په اړه وپوښتل. ډاکټر د جمعيت اسلامي د مجاهدينو په وړاندې هم جګړه کړې وه، ډاکټر بيا په پوزخند سره وويل چې هېڅکله يې د شورويانو په وړاندې جنګ نه دى کړى، وروسته ولاړ شو او ويې ويل غواړي پاکستان ته زنګ ووهي او زما په اړه تحقيقات وکړي. موږ مجبوره وو دشپې په همدې جومات کې پاتې شو، دى به سهار راستنېږي، ما کوښښ وکړ مخالفت وکړم خو هغه ووت.


زه د جومات په مېلمستون کې په خواشينۍ سره کښېناستم، يو څو دقيقې وروسته شفيق غاړه رااوږده کړه او ويې ويل ”يا الله“ زه جست راولاړ شوم، له دې ځايه وتلو ته تيار شوم، خو يوشمېر طالبانو زموږ مخه ونيوله او غوښتنه يې درلوده چې موږ يې بايد پخې کړې چاى وڅښو.خو زه راووتم، تياره وه، غوښتنه مې وه چې ژر له هغه ځايه ليرې شو. خو شفيق ډېر بد خبر درلود ”موږ به سهار روانېږو“.  په دې وخت کې مې په ذهن کې هغه ويډيوګانې ژوندۍ شوې چې د افغانستان او عراق جهاديانو په کې له خلکو سرونه پرې کول.


موټر ته وختلو، شفيق ورو- ورو موټر چلاوه، مخامخ لار په تيارو کې ډوبه وه، د سپوږمۍ رڼا هم په دوړو کې پټه وه. کله چې د شفيق کور ته ورسېدو، هغه مېلمستون ته يو ټلويزيون راوړ او جنراټور يې چالان کړ. په الجزيره ټلويزيون کې مو د تېرې ورځې بريدونه ننداره کړل، وروسته مو هندۍ ډرامې وکتلې چې په افغاني چينلونو کې خپرېدې، ښځو داسې کالي اغوستي وو، چې شرقيتوب يې له ورايه ښکارېده، زه حيران شوم چې شفيق څنګه داسې شيان ګوري چې د طالبانو له خوښې سره برابر نه دي، خو هغه راته وويل پروا نه کوي، دا ډرامې د کورني ژووند په اړه دي.


وروسته يې سټلايټ چالانه کړ چې د ايران الاصله امريکايانو (پاپ) سندرې واوري، يوه ږيرور او د اوږدو وېښتانو سندرغاړي سندرې ويلې، هغه په ډېره بده توګه د ١٩٨٠يمو کلونو د راک موزيک تقليد کاوه، خو په فارسي ژبه. طالب قوماندان يې هم په شوق ننداره کوله.


سهار د يوې پوځي الوتکې په ږغ راويښ شوم، چې دباندې پر اسمان ګرځېده راګرځېده، يو مايل ليرې مې د امريکايي ځواکونو پوځي کتار وليد، زړه مې و- وروځغلم او مرسته ورڅخه وغواړم چې ومې ژغوري، که څه هم دوى په د طالبانو شک يا ډزې راباندې وکړي، خو هغوى ته ورتګ به ښايي زيات کسان له ستونزې سره مخ کړي چې زما مرسته يې کړې وه.


ما په بېصبرۍ انتظار کاوه چې د ټليفون شبکه راپيدا شي، کله چې دا کار وشو، په کابل کې مې يوه ارتباطي سړي راته وويل چې د طالبانو له يوه مهم قوماندان سره يې خبرې کړې دي، هغه ډاکټر ته ويلي چې پر ما څه ونه کړي، خو ډاکټر ټينګار کاوه چې زه جاسوس يم. ملګري مې فکر کاوه ډاکټر په دې توګه غواړي زما په بدل کې پيسې ترلاسه کړي.


ارتباطي مې وويل چې  ملا ناصر د کندهار يوه جنګيالي چې د غزني د والي په توګه دنده اجرا کوي، کوښښ کوي ما خوشې کړي، ما له شفيق څخه هيله وکړه چې په خپله موټر کې مې غزني ته ولېږي، خو هغه وويل که ما ډاکټر ته ونه سپاري طالبان به يې ونيسي.


خو په پاى کې د هغه چا له خوا وژغورل شوم چې زما د ساتنې مسووليت يې اخيستى و. دا خبره زما يوه ارتباطي کس راته وکړه. د طالبانو د دفاع وزير، پر ډاکټر خليل امر کړى و چې ما خوشې کړي، داکټر ته يې ويلي وو که پر ما څه وشول ”وبه يې… “ وټاکل شوه چې غرمه به روانېږم، خو پر عامه لارو به نه ځو، ځکه هسې نه چې څوک مو تعقيب کړي. ”ډاکټر ډېر بد او چټل سړى دى، زړه يې و څوک راولېږي او تا وتښتوي، وروسته ما هېڅ هم نه شواى کولاى“ دا خبرې راته شفيق وکړې. موږ په دې وخت کې د ډاکټر راتګ ته په تمه و، شفيق له بلې ستونزې سره هم مخ شوى و، چې بايد ليرې يې کړي، لمسى يې د طالبانو له خوا نيول شوى و، ځکه چې له يوې نجلۍ سره ګرځېده، شفيق په دې کار اخته و، چې يوشمېر نورو طالبانو وويل چې يوه شپه مخکې يې د شفيق له کوره د موسيقۍ ږغ اورېدلى، خو شفيق ورته وويل چې هغه الجزيره ټلويزيون و. هغه ونه ويل چې ايرانۍ سندرې يې هم اورېدې.


يو څو ساعته وروسته ډاکټر خليل راښکاره شو، زما پاسپورټ او نور اسناد يې وکتل، ان زما کتابچه يې هم وکته، بيا يې زما د ټليفون غوښتنه وکړه، ما ورکړ، په دې وخت کې يې وويل: ”ذبيح الله مجاهد راته وويل چې بايد ودې وهم، خو زه داسې نه کوم“ په دې وخت کې يې زما بسته (بکس) هم تالاشي کړ. زما د غاښونو برس ډېر ورجذب کړ، په خپلو وېښتانو يې ګوتې وهلې او کوښښ يې کاوه خپل هدف راته بيان کړي.


ډاکټر، هغه څوک، چې تېر ٢٤ ساعته يې په سوچونو او تشويش کې تېر کړي وو دغه راز زما وژل او ژوندي پرېښودل به هم ورته مهم وو، اوس يو څه دوستانه چلند کاوه ”زه څه درته کولاى شم؟“ دا د ادب او مهربانۍ يوه نښه ده، په دې وخت کې ما په محتاطانه ډول څو پوښتنې ورڅخه وکړې، ده راته وويل چې د پاکستان په يوه ديني مدرسه کې يې زده کړې کړي، مخکې تر دې چې په افغانستان کې طب پوهنځى فعاله شي، ده راته وويل د يوه اسلامي حکومت د نافذېدو لپاره مبارزه کوي، هغه وويل بهرنيان به تر ٣٠ کلونو زيات وخت په افغانستان کې پاتې نه شي.


موږ کرولا ته وختو چې د ابراهيم ليدو ته لاړ شو، يو RPG توغندى مو راواخيست، ډاکټر خليل پر جلو او شفيق يې څنګ ته کښېناست او يو کلاشينکوف ورسره و، موږ د ډاکټر په کلي کې وړاندې تلو، هغه راته وويل چې دا د جنګ لومړۍ کرښه ده دا سيمې د طالبانو په لاس کې دي، هاخوا د دولتي ځواکونو. ډاکټر د پرون برخلاف شوخي او ټوکې هم پيل کړې.


د ښار په څنډه کې عمومي سړک ته نژدې ډاکټر له موټره ووت، شفيق هم په پسې و او خپل کلاشينکوف هم ورسره و، سيمه ييزو خلکو په حيرانۍ راکتل، وچ کلک پاتې وو، ځکه دوى په خپلو ورځنيو کارونو اخته وو چې ناڅاپه يې سترګې پر دوو قوي وسلوالو ولګېدې، چې له دغو طالب قوماندانانو سره يو بهرنى هم ملګرى دى، زما کميس او پرتوګ اغوستي وو، ډاکټر يو لاري موټر ودراوه او ورته ويې ويل چې ما او شفيق تر بازاره پورې ورسوي، موږ سره جلا شوو.


کله چې بازار ته ورسېدو، موږ ناکراره او عصبي ابراهيم وليد چې ډېره بخښنه يې غوښتله، موږ ته يې زما د ارتباطي سړي په څېر انتظار کړى و، هغه وېرېدلى و، ځکه ډاکټر راته په لار کې کمين نيولى و، ابراهيم وويل: ”ما ټبلي وکړه بايددرڅخه جلا شوى نه واى، دا زما غلطي وه“.


کابل ته د ستنېدو پر لار مو ډېرې کندې وليدې چې د چاودنو له کبله رامنځته شوې وې، هغه دوې پوځي لارۍ چې دوې ورځې مخکې ويجاړې کړل شوې او سوځل شوې وې لا پرتې وې، اوس يې هم نرى- نرى لوګى پورته کېده، ماشومان پرې راټول وو او ځينې ټوټې يې ځنې جلا کولې چې وروسته يې د ”کباړ“ په توګه وپلوري.


کابل ته په رسېدو زما د يوه ملګري په دفتر کې مو په ګډه د غرمې ډوډۍ وخوړله، ملګري مې راته وويل چې د ډېرو مسېجونو د لېږلو له کبله مې ډېر ناراحت کړى و، ځينې يې راته په لوړ اواز ولوستل، هر يوه وخندل داسې يې وښودله چې سختې شېبې پايته رسېدلي. ابراهيم راته وويل که چېرې زه برمته شوى واى دى به هر ډول شرط ته حاضر و.


کابل ته مې د غزني په څېر يوه فيوډال ولايت څخه تر ستنېدو وروسته د يوه بل ډول سفر تجربه هم وکړه، کابل ښار هغو کسانو ته مډرن دى چې زغملاى يې شي، پنځه ستوري هوټلونه، روښانه پلورنځي او په وسلوالو ساتونکو سمبال هوټلونه په کې شته چې بهرنيان په کې ډوډۍ خوري، قيمتونه دلته ډېر اوچت دي، زيات شيان يې له نورو هېوادونو ور واردېږي.


پردي دروازو ته رانژدې شوي، جدي بريدونه وخت په وخت د ښار خوا ته رانژدې کېږي، کابل ته مې له ستنېدو سره خبر ترلاسه کړ چې طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د ناټو پر مرکز توغندي توغولي، ملګرو ملتونو د څلورو ورځو لپاره کاربندي اعلان کړه، کرزي هم پرېکړه وکړه چې په عام محضر کې به نه راحاضرېږي، ښار ظاهراً غلى ښکاري خو د هېواد له نورو برخو تر فشار لاندې دى.


يوه استخباراتي مامور راته وويل ”د کابل- غزني لار له واکه ووتله، د دې لار نوره برخه به هم دغسې“، اوس هره ورځ پر دې لار کمينونه وي، دا په خپله په ډاګه کوي چې طالبان يو منظم ظرفيت لري. د کابل شمال ته پروت پروان ولايت هم په دې وروستيو کې ډېر خطرناک شوى دى. دغه مامور راته وويل ”هر وخت د پروان پر لار بمي چاودنې او پر پوليسو بمي بريدونه کېږي“ دا يوازېنۍ کليدي لار ده چې کابل د هېواد له نورو برخو سره نښلوي.


د بش اداره هيله منه ده چې په افغانستان کې به نوي انتخابات په راتلونکي کال کې وشي، خو کله چې ما په کابل کې له خلکو سره خبرې وکړي هر يوه راته وويل چې دغه انتخابات به يوه ټوکه وي. د هېواد پښتون مېشتې سيمې د طالبانو له خوا کنټرولېږي، نوم ليکنه به دلته ناممکنه وي، په ټاکنو کې ګډون به د خلکو د ژوند په بيه تمام شي. د هېواد پر ځينو برخو قبيلوي مشران واکمني کوي، رښتيني انتخابات د طالبانو همکارۍ ته هم اړتيا لري، نو ځکه خبرې اترې مهمې دي.


د طالبانو په وړاندې جګړه ډېره بې اغېزې ده، د بش اداره فکر کوي پر کلنيکونو او ښوونځيو د پيسو لګول به ښايي امنيت ښه کړي، خو اوس د بشري چارو چارواکي هم پر دې پلان ملنډې وهي، يوه يې راته وويل ”دوه کاله مخکې دې کولاى شواى په يوه کلي کې يو پول او سړک جوړ کړې، دا دې هم ويلاى شواى چې لطفاً طالبان دننه مه راپرېږدئ، خو نن هرڅه اپوټه دي“.


دا به ډېره سادګي وي که څوک فکر وکړي چې امريکايان به په دې توګه په هغه سيمه کې بريالي کېږي چې روسان په کې ناکامه شوي دي، اوس له بش څخه وخت تېر دى، ان له بارک اوباما څخه هم، چې غواړي افغانستان ته تازه دمه سرتېري راولېږي، زيات سرتېري به يوازې له دښمن سره زياته اړيکه او هوايي بمباري زياته کړي چې له دې سره به زيات بېګناه خلک ووژل شي، دا کار به نور هم افغانان ورڅخه خوابدي کړي. ژر وي که وروسته، امريکايان به دېته مجبوره شي چې خبرې اترې وکړي، لکه څنګه چې تر دوى مخکې روسانو دا کار کړى و.


بش خو وويل چې هېڅکله به طالبان پرې نه ږدي چې بيا راشي او واک ترلاسه کړي، خو طالبان له وخته راستانه شوي او داسې ښکاري چې بريالي کېږي هم، د طالبانو يوه مشر په لوړه روحيه په دې وروستيو کې وويل ”تاسې غربيان ساعتونه لرئ، خو طالبان وخت لري“

Copyright Larawbar 2007-2024