د ښاغلي سيد حسين پاچا دليکني په هکله يوه لنډه يادونه !
و لر وبر ويبپاڼي ته د ښاغلي سيد حسين پاچا دليکني په هکله يوه لنډه يادونه !
ماد يوه افغان په حيث ، وليدل چي د ښاغلي اوغزوال د ليکني او د زيارصاحب غبرګون د لر وبر پاڼي د تبصرو په خونه کي زياتي تبصرې ورباندي وشوې، البته ځينو د قلم عفت په پام کي نه وو نيولی . تازه ښاغلي سيد حسين پاچا خپله دغه ليکنه په لر و بر او ټول افغان او تل افغان کي خپره کړه او لکه چي ليدل کيږي لروبر د نوموړې ليکني په خپرېدوسره د ښاغلي اوغزوال شينواري اصلي لیکنه ، د زیار ځوابي ليکنه او د تبصرو برخه بلکل ایسته کړېده ، خو بیاهم دزيار ليکنه د هغه د تحريکوونکې عنوان په درلودلو سره ، ستاسو او ټول افغان پاڼوکي خپر ه شوې ده .
پښتانه سکني وړونه دي دغه شاني پر ژبنيو مسئلو باندي بايد ليکني عالمانه، په ډيره حوصله او د وطني نزاکتو د په پام کي نيولو په روحيه وليکل او دهغه سره چلند وشي . د دښمن ولمسونو ته بايد ټوله هوښيار ه اوسي . دغه د ليکدود او ګړدود جنجال چي زیارصاحب په خپلو ليکنو کي را پورته کړی دی، دا په اوسني وخت کي هيڅکله زموږ د ټولني لومړنۍ مشکل ندی او نه به وي. همدا اوس وطن مو د پردو لخوا اشغال شوی او زموږ وطن د زياتو ستونزو سره مواجه دی چي دا اساسي مشکل دی ، هر پلو وژني او بمبارۍ دي . که په مشرقي او کنړو کي ودونه په وينو لړل کيږي او بېګناه انسانان او پښتانه وژل کيږي په کندهار، هلمند، روزګان، زابل، غزني، خوست او آ خوا وزيرستان او پښتونخوا کي هم دغه شاني ويني هره ورځ بهيږي . شمالي ټلواله د يوه سره پښتو او پښتون نه غواړي او درګرده د ایران او روس په لمسونه ان زموږ هيواد يو فارسي ژبی هيواد بولي او بلکل پر پښتو باندي ناګاره دی، دابل حياتي مشکل دی . د زیار صاحب نه هيله او ګيله په دې کيږي چي د وطن په دغه شاني نازک حالت کي د سمتي پښتو يا سياسي پښتو اصطلاح ګاني په کارولو سره چي يو ناسنجيده عمل دی عملاً او سمدم د دښمن په ګټه ګام پورته کوي چي بايد ډډه يې ترېنه کړې وای او منور پښتانه يې په دې موضوع باندي نه وای مصروفه کړي .
پښتانه وړونه هرکله د دښمن د دسیسو په مورد کي يو وه ،اوس هم دي او ددې وروسته به هم وي .
د زيار صاحب څخه چي ډاکټر، پوهاند او قدرمن مشر دی توقع کيږي چي د ژبي د ګړدود يا ليکدود و مسئلې ته چي ولسي خبري دي هغه ته دي سمتي او يا سياسي رنګ نه ورکوي . زموږ ولس لکه چي ياده شوه ډيري جدي ستونزي لري چي زموږ مشران او پوهان يې بايد د هغه وحل ته لستوڼي را ونغاړي نه دا چي پر سمتي او سياسي پښتو مو هم سره وويشي او هر څوک چي هر څه وايي بس پښتانه په خپلو کي سره واچوي . دپښتو د ليکدود د زيار په وينا علمي کېدل او د ګړدو وده او پرمختګ سره هيڅوک مخالف ندی خو دايوه اوږدمهاله پروسه ده په تحکم او سرټمبه ګۍ باندي نه عملي کيږي، خرابي پېښوي .
دغه شاني موضوعات چي د زيار غوندي دداسي لويانو لخوا را پورته کيږي نو د ډيري خواشینۍ ځای دی . موږ د زيار په اند ناپوهه افغانان د هغوی غوندي ښاغلو پوهانو نه هيله کوو چي پر خپلو تيز تګ باندي يوځل بيا د سره کتني وکړي دا ځکه چي موږ او پښتني ټولنه ډيري نوري ستونزي لري ..
ددې نزاکتو سره سره که زيار صاحب او نور ښاغلي بيا هم غواړي څه ووايي نودا دهغوی حق دی ، البته زیار صاحب او هغوی دي هم داسي فکر نکوي چي د بل چا مخالفه خبره دي ونشي زغملای او هرنظر ته بيا هغوی په ناخبر تيا کي سمتي، يا سياسي نوم ورکړي ، بلي خواته يې کش کړي او موږ ته تازه لانجې راو زېږوي .
په درناوي