د الفجر علمي ټولني وېب پاڼه پر ليکه شوه
په دي وروستيو کښي د الفجرعلمي ټولني له خوا د الفجرانلاين www.alfajronline.com په نامه ويب پاڼه پرليکه شوه.داويب پاڼه چي داصلاح اوخدمت موخه لري،په بيلا بيلو اسلامي،کلتوري،تاريخي اوسياسي ليکنو سمبال ده. د ټولني د اهدافولنډيزداسي ښودل شوى دى :
دسواد په عامولوکښي ګډي هڅي وشي .
ځوانان ليکلواوفني زده کړ وته وهڅول شي ،تر ممکن حده ورته د کارموندلوزميني ولټولي شي .
په ديني ،ټولنيزو،سياسي او نورو برخوکښي کتابونه اومضمونونه وليکل شي ،چاپ اوخپاره شي .
دنورومفکرينواوپوهانواثارپه ملي اومحلي ژبووژباړل شي.
موقت نشرات؛ ورځپاڼه،اونيره اومياشتنۍ خپروني ولري .
له سايت (ويب پاڼي ) اونورو پرمختلليو نشراتي وسائلو څخه په علمي ډګرکښي ګټه واخستله شي .
دفکري ،فرهنګي اواخلاقي يرغلونودشنډولوپه موخه ،علمي هڅي ګړندۍ شي .
دهرډول سياسي،طبقاتي ،لساني،نژادي اوسيمه ايزوتوپيرونواو تبعيضونوپه خلاف علمي اوفرهنګي مبارزه وشي .
په دې لړکي له ټولو لوستونکیو وروڼو څخه تمه لرو چي هغوی د الله تعالی درضا دحصول او دخپل رسالت دسرته رسولو په موخه دا پاڼه په خپلو دیني ، اخلاقي او اصلاحي لیکنو، بحثونو، مقالونو، تربیوي شعرونو اوکېسواو پوهنېزو داسي تبصرو چي دمسلمان لوستونکي تنده ماته کړي شتمنه کړي ، داپاڼه خپله وګڼي سالم تنقید ورباندي وکړي او ددې پاڼي چلوونکیو ته دعا وکړي چي الله تعالی يي دهمدي موخو په لاس ته راوړلو کي مرسته وکړي والسلام .
