موږ اربکي نه منو ؛

د لراوبر اداره | جنوري 20th, 2009


 


 کله، چې لوېديز ايتلاف د امريکې په مشرۍ پر گران افغانستان يرغل کاوه، نو د نړۍ سياسي او نظامي کارپوهانو ددې جگړې او يرغل په اړه وخت پر وخت تبصرې او مرکې کولې، دې کارپوهانو تر يرغل وړاندې امريکې اوملگرو ته يې دا مشوره ورکوله،چې پر افغانستان له مخامخ بريد څخه بايد ډډه وشي؛ ځکه، چې په افغانستان کې جگړه گټل ناشونی کار دی.


روسانو تر بل هرچا سپينې او بربنډې خبرې وکړې، دا چې که په افغانستان کې جګړه ګټل کېدای، نو موږ به ګټلې وای….هر څو،که دې پوهانو په اخلاص مشورې  ورکړې ،خو پر امرېکه او لويديزوالو يې هېڅ اثر ونه کړ.


پر خپل جنګي ماشين،تکنالوژۍ اولوړ اقتصاد، دموره مغروره وو، چې نه يې دې حقيقتونو ته پام وکړ او نه  هم د نړيوالو ، اعتراضونو اومظاهروته.


بريد يې پيل کړ، خپلې ډول، ډول وسلی يې وازمويلې په پای کې پرلويوښارونو مسلط شول، داسې يې و انګيرله چې جګړه يې وګټله او خبره خلاصه شوه. په داسې حال کې چې جګړه هغه وخت توده شوه، چې امريکې هغه پای ته رسېدلې ګڼلې وه، جګړې يو ځل بيا د يوه نه ماتېدونکي مقاومت په څېر دهېواد  پر اوږدو او سارو خپل سيوری وغوړاوه.


امريکه او ملګري يې چلينج شول، او له يوې داسې ستومانه کوونکې جګړې سره مخ  شول، چې اته کاله ورباندې تېريږي، خو لايې دپای څرک نه ښکاري.


لوېديزوالو چې کله په خپلو پرمخ تللو ټانګونو او زرهپوشونو کې په زغروو کې دپټو سر تېرو مړي وليدل، نو دا ورته جوته شوه، چې جګړه ، جګړه ده او افغانان افغانان دي.


د يرغلګرو او  ايتلاف د مړينو کچه له يوې ورځې تربلې په لوړيدوشوه، مجبور شول چې پر خپله جنګي کړنلاره کې بدلون راولي، ظلم، وحشت، نيول، وژل يې ډېر وکړل، خپل سرتېري يې يو پر دو او پر درې زيات کړل، هوايي بريدونه يې وکړل په کتلوي ډول يې عامه وژنې وکړې، خو هېڅ هم په  لاسه ورنغلل، ان چې اوس يې لوژستيکي اکمالات هم له ګواښ سره مخ شوي او يو لوی سرخوږی ورته جوړ شوی.


يرغلګرو چې خپله ماته په سترګو وليده، نو يوځل بيايې هماغه زړه زنګ وهلې توره چې (نفاق واچوه حکومت وکړه) د تېکې راويستله، غواړي افغان په افغان ووژني.


دې همدې بدمرغه موخې لپاره يې په لومړي پړاو کې دلوګر او وردګو ولايتونه په نښه کړيدي.


غواړي چې دا د بدمرغۍ زړی د لومړي ځل لپاره د وردګو او لوګر په مسته او غيرتي  خاوره کې وکري.


څرنګه چې لاس پوځي حکومت په بُن کې دافغان ولس ګرېوان دنړۍ خور امپرياليزم  په منګولو کې ورکړ، دا ځل هم غواړي چې دخپل ملت راتلونکې د بدمرغۍ، نفاق او کورنۍ جګړې لمنې ته وروسپارلي، څو د دوی باداران خوښ او دوی ته يوڅه  زهر قاتل په خولو کې ورکړي.


په همدې موخه يې د مرغومۍ په مياشت کې د وردګو د ولايت د ولايتی شورا اوسيمه ايزو شوراګانو ،غړي ولايت  ته ورو غوښتل ، هغوی ئې وويرول، چې که د حکومت سره ملګرتيا ونکړئ، نو بمبارد به شئ، امريکانان به مو په کلي او کورونو کې تلاشی(پلټنې) کوي، واړه ماشومان، زاړه بوډاګان او تورسرې به مو په سپو وداړي….


په دې توګه ئې غوښتل چې ولسي خلکو زهنناً اغوا کړي، خو په ځواب کې د وردګود شوراګانو غړو په يو خوله ځواب ورکړ، چې موږ هرڅه منو، بمبارد، پلټنې، نيول او شهادت …. دا مو په سترګو منلي او له دې خبرې ورهغه خوا نه مو پخوا اربکي منلي او ورکړي او نه به يې له دې وروسته ومنو.


حکومتي چارواکو  په تېره والې (فدايي) ډېر زيار وايست، څو خپلو مشرانو ته يو څه لاس ته راوړنه ولري، خو په خپل پلان کې کامياب نه شو، بيايې همدا مشران ، چې د ولايت  او سيمې په کچه کار کوي. تر دريو ورځو پورې له ځان سره لکه برمته شوي کسان کينولي وو، څو يوې پرېکړې ته ورسيږي ، خو خبره هماغه وه، چې وردګ به هېڅ کله دحکومت لپاره اربکي ورنکړي او نه به بل چاته ددې مشوره او اجازه ورکړي ،ځکه چې داد غليم دوکه، چل او فريب دی.


د ولايتي شورا او سيمه ايزو شواګانو غړي بېرته دخپل ولس غېږې ته راغلل او خپلې خبرې يې وکړې ،ولس هم ورسره په  يوه غږ، د دوی موقف تائيد کړ.


اوس هم حکومتي کړۍ په دې  کې ډير ګرم دي، غواړي چې يوه لومه  نه يوه لومه کېږدي، څو د دوی، دبادارانو، قواوې او اکمالاتي کتاورنه په امن  کې شي، يا لږ تر لږه ولس په خپلو مينځو کې سره واچوي…


په داسې  حال کې چې ولس خپله رايه ورکړې او د اربکيو راتګ يې رد کړی، حکومت پر خپل خره سپور دی، غواړي يوه ډله تښتېدلي او فراري خلک چې وردګو ته نه شي تلای، په کابل يا ولايت کې سره غونډ کړي او د قوم د مشرانو په نامه داسې پرېکړې ته لار جوړه کړي چې تاريخ به يې هيڅکله  ونه بښي.


حکومت ته تر خپل ګريوان کې سر ټيټول په کار دي.


او له داسې اور سره دې لوبې نه کوي چې بيا د مړ کولو چل نه ورځي. په دې نامه او هغې نامه ( د وردګو د قوم جعلي استازيتوب  هيڅ درد نشي دوا کولی).


 په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024