کرزي د کارمل په پله پل کېښود
یوه لنډه تبصره:
هغه مهال چې ببرک کارمل د شوروي پوځونو په ځواک واک تر لاسه کړ نو پخپلو شعارونو به یې د شوروي اتحاد دوستي پدغو ټکو بدرګه کوله :
؛که چېرې زموږ شمالي ګاونډی لوی شوروي زموږ تر شا نه وای نو موږ به اوس د نړۍ په سیاسي جغرافیه کې شتون نه درلود… معیاری وطنپرستي در سویتیزم است؛ یانې د کارمل خبره هېواد پالنه د شوروي پلوۍ کې ده.
د ببرک کارمل د دومره وفا داري سره سره چې شوروي په ټانک سپور کابل ته راننوت او بیا د کابل په تخت کېناست . خو د تاریخ ترخو شېبو دا وښودله کله چې افغان اولس د خپلو اتلولیو له مخې په شوروي ځواکونو رڼا ورځ توره شپه کړه او لاسپوځي کارمل چې پخپلو سیاسي لاپو شاپو د افغان اولس او شوروي اتحاد په سترګو کې خاورې اچولې د تاریخ څرخ په خپلو چټکو ګامونو د ده سیاسي تابوت تورو خاورو ته وسپاره یانې دا چې د برژنف وروستی ځای ناستي ګورباچف ببرک کارمل ته وویلې ؛زه نور د شوروي اتحاد اولادونه ستا د واک لپاره نشم وژلی یا له خپل ځان او انقلاب نه دفاع وکړه او یا د واک کریچ په ځمکه کېږده !! نوموړی په پای کې دېته اړ شو چې له واکه ګوښه شي … هماغه وو چې په ځای یې ډاکتر نجیب واک تر لاسه کړ . نو کله چې پوه شو د افغانستان تخت یې له لاسه ورکړ نو د یو شمېر پلویانو له خوا د شوروي سفارت مخې ته ورغی او په دغو شعارونو یې د کرکې غږ پورته : ؛مرګ په سوسیال امپریالیزم ، مړ د وي ډاکترنجیب … موږ امریکا غواړو …
که تاریخ کټ مټ نه تکراریږي خو په یوه بڼه نه په یوه بڼه ځنې پېښې غبرګوي ځکه خو اوس حامد کرزی غواړي چې د کارمل په پله پل کیږدي او پخپل غولونکي سیاست افغان اولس ته ور وښېي چې زه د امریکې لاسپوځی نه یم وګورئ چې زه د امریکا عملیات هم غندم او وګورئ چې زه بېواکه نه خپلواک یم چې غواړم د روسې له هېواد سره د دوستي اړیکې ټینګې کړم . ولې دلته پوښتنه پیدا کیږي چې:
حامد کرزی آیا په دې خوابدی شوی چې د امریکا او بریتانیا په یو شمېر خپرونو کې ولې داسې کښل شوي چې د حامد کرزي اداره په اداري فساد کې ډوبه ده ؟
که حامد کرزي کوم خوب لیدلی دی چې د بوش له لرې کېدو وروسته د ده لرې کېدل اړین دي او ؛اوباما؛ غواړي چې د کرزي بې کفایته ادارې ته د پای ټکی کېږدي … نو ځکه خو کرزی غواړي چې امریکا د روسې په دوستۍ باندې و وېروي . ولې کرزی باید په دې پوه شي چې د خپلې واکمنۍ لپاره له ؛لوڅ برق؛ سره لوبې ونکړي .
که حامد کرزی خپل ځان د افغان اولس خواخوږی ګڼي چې زه ځکه له امریکې سره مخالفت کوم چې په افغانانو باندې بېځایه بمباري کوي… خو نوموړی باید په دې پوه شي چې اولس پوهیږي چې ته غواړې د مسکو په سړک امریکایي شورلېټ او جرمني بنس وځغلوي !؟ هغه مهال چې په ۱۳۸۲ کال د دلوې په ۱۱ نېټه د امریکا په هوایي بمبار کې ګڼ شمېر وګړي چې ناوې او هلک هم پکې ووژل شول ولې تاسو کرزي کوم عکس العمل ونښود چې د ارزګان بې وسه او بېوځله وګړي د غم په ټغر کېناستل؟
د شین ډنډ خونړۍ پېښه ، د هسکې مېنې په ورا باندې ډزې او د زرګونو افغانانو مرګ او ژوبله آیا دا د افغانستان وګړي نه وو چې ښاغلي کرزي پرې خوله بنده کړه؟
که چېرې حامد کرزي د هېواد د تاریخ پاڼې نه وي اړولي نو لږ تر لږه خو به د افغانستان د درې لسیزو غمیزه ور په زړه وي چې هر کیڼ اړخي او ښي اړخي واکمن د خپلې واکمنۍ لپاره څومره وینې توې کړي دي . نو د تېرو تجربو له مخې نور نه ښایي چې نوموړی دې د ورته وینو تویولو بټۍ لا توده وساتي او افغانستان د امریکا او روسې د سیالیو ډګر کړي او یا د د راتلونکو ټاکنو لپاره له هرې وسلې ناوړه ګټه پورته کړي . دی باید پدې پوه شي چې دی د دغو شرایطو قرباني دی او له دې پرته پدې هم باید پوه شي چې موږ د شوروي د دوستۍ له بابته ډېر زیانونه ګاللي دي او د لویدېزې نړۍ د ګوزار نښه ګرزېدلي یو. ۲۰- ۱- ۲۰۰۹