څلوريزي
مستا نه
څوک شراب څوک څښی بنګ ځان مستا نه کړی
زه بی بنګ او بی شراب تل مستا نه یم
چی مسکا د یار په شونډ و کی پیدا شی
مستی څه چی په کتو می دیوانه کړی
داکتر مل
***
مین شوی
زه بې ځایه په یار نه یم مین شوی
یار پخپله په نخرو زړه ځما وړی
زه خو هم نه یم له اوسپنی جوړ شوی
زړه ځما هم په هغی پسی دی تللی
***
ورو
که د یار د کور له مخي ورو تیریږم
د هغه لیدو کتو ته هوسیږم
نه را ځي مازدیګری یار ګدر خوا ته
چي یار ونه وینم سره اور کي سوځیږم
***
ځوریږم
نور د یار د کوڅي پټ نه تیریږم
نور د هیچا له خبرو نه شر میږم
اوس مي مینه هغه حد ته رسیدلې
یار چي ونه وینم هر ګړی ځوریږم
پښیمانی
د څښلو او د میني نه لاس نه اخلم
که مي لاس و اخیستلی نور به نه اخلم
غواړم بیا ډیوه د میني په زړه بل کړم
د زړه وړی یار نخری په لیمو اخلم
ددسمبر دیارلسم دوه زره اوه جرمنی