ايا غواړۍ چي د هيواد کرکټ لوبډله له مادي پلوه پياوړې سي ؟
د علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولني د مشرتابه غوښتنه
اوس موږ په دې نتيجه رسيدلي يو چي افغان دولت او نړېواله ټولنه په هيڅ صورت کي دې ته چمتو ندي چي افغان کرکټ لوبډله تقويه کړي او يا يې و نازوي .ځکه موږ وليدل چي دې لوبډلي په ډيره کمه موده په داسي امکاناتو چي پر نست حسابيږي او په کم تشويق دومره اوږده لار ووهله چي نړۍ ورته حيرانيږي . او موږ دا هم وليدل چي د هري لوبي لپاره چي دا اتلان تللي دي هلته د يوې نه بلکه څو داسي ستونزو سره مخ سوي چي په اوريدلو يې سړى حيرانيږي چي ښه بيلګه يې د جرسي په لوبو کي ددوې خوراک وو ما چي څه وخت په لومړي ځل دا خبره واوريده رښتيا وايم چي زما زړه نه منله ما ويل دا هسي پروپاګنډ دى افغان دولت کله داسي کوي چي دې دومره وروسته پاته هيوا د کي دي دومره پياوړي اتلان و نه نازول سي .
خو چي کله مي د بي بي سي د ٧ سټوډيو څخه دا خبري ددوى په خپله خوله واوريدې ډير و دردېدلم کمان مي وکړ چي زموږ دولت تير وتنه کړې ده بس هم دا يې بس ده نور به په دې برخه کي تير وتنه نه کوي خو چي افغان لوبدله ارجنټاين ته ولاړه هلته ستونزي يو په لسه وې .
نو اصلي خبره مي داوه چي تر څو پوري به موږ دولت او بهرنيانو ته سترګي نيولي وي راسئ پخپله يو کار وکړو ددې لپاره يوه ډيره اسانه لار موجوده ده .
دا لوبډله دي د افغانستان په يوه داسي بانګ کي چي په ولاياتو کي تر ټولو ډيري څانګي ولري يو حساب پرانيزي او د هغه اکاونټ شميره دي په عامه توګه په رسنيو کي اعلان کړي چي که هر څوک غواړي ددې لوبډلي سره مرسته وکړي ددې لوبډلي اکاونټ ته دي خپله مرسته جمع کړي .
تا سو څه فکر کوئ چي دا لوبډله په هيواد کي لږ خواخوږي لري چي هر يو ١٠٠ افغانۍ مرسته وکړي دا څومره پيسې کيږي هيڅ دې ته اړتيا نه پيدا کيږي چي چاته د مرستي ووايي .
څومره چي دا لوبډله په هيواد کي دننه خواخوږي لري هم دومره د هيواد بهر لري د هغوى لپاره هم داسي يو ترتيب جوړول پکار دى چي هغوى هم خپل احساسات او خپله خواخوږي ددې لوبډلي سره څرګنده کړي
په وروستيو کي د کرکټ د فدراسيون د مسولينو څخه هيله کوم چي دا خبره دي جدي و نيسي زما په نظر اول خو ګټه ګټه ده که ګټه نوي نو تاوان هم نه کوي
ستاسو د جدي توجه غوښتونکي يو
په درناوي
علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولنه هلمند