کور / تازه خبرونه / افغانان دمدني ټولنې لپاره بشري ټولنې په کندهارکې مرسته وکړه

افغانان دمدني ټولنې لپاره بشري ټولنې په کندهارکې مرسته وکړه

دکندهاردعامی روغتيادرياست سره (افغانان دمدني ټولنې لپاره )يا(اي ،سې ايس )           بشري ټولنې له لوري دطبي سامان الاتومرسته وسول .
پدغوطبي توکوکې څلورپنځوس قلمه بيلابېل سامانونه شامل دي چې په روغتيايې برخه کې ورته زياته اړتيالېدل کېده .
چې له ډلې څخه يې د زړه د ګراف ماشين ،دمېرمنو لپاره د ولادت مېز، د ماشومانو د ساتلو او ګرمولو الې ،د عملياتو مېز، ، ټراليانې، ، د ايکسرې اړوند بېلابېل توکي اوځينې نورطبي وسايل ديادونې وړدي .
دکندهاردعامي روغتياريس ډاکترعبدالقيوم پخلاپدې اړه لراوبرته وويل چې ددغوطبي وسايلوپه کارونه سره به ترډېره پوري په روغتونوکې دامکاناتوله پلوه ددوی ستونزې هواري سي .
ددغوطبي وسايلوټولېږلګښت له اويازره امريکايې ډالروڅخه زيات ښوول کېږي .
نوموړې بشري مرستندويه اداره په لمړي ځل په کندهارکې دعامي روغتياله رياست  سره دطبې توکومرسته کوي .
په کندهارکې (افغانان دمدني ټولنې لپاره) دټولنې يوه غړي قاضي محمدعمرپدې اړه لراوبرته وويل چې دغه طبي وسايل ددودټولنې په هڅوباندې دکندهاردعامي روغتيارياست لپاره چمتوسوي دي .
دنوموړي په خبره چې ددوی ټولنې دکندهارروغتيايې ستونزې له نږدې څخه ويني اوکوښښ کوي چې پدې برخه کې دپام وړنورڅه هم وکړي .
تردې وړاندې نوموړي مرستندويه ټولنې په کندهارکې دتشبوسومېرمنوولاسي تولېداتوهم دبازارموندنې په برخه کې دپام وړکارون کړي دي .
ددغې ادراې له لوري هغومېرمنوته هم دکارکولوموقع برابره سوې چې کورنۍ اقتصادي ستونزي يې لرلې.