کور / شعر / میر ویس نیکه

میر ویس نیکه

 


میر ویس بابا آدم یې د افغان دآزادۍ  


وطن کې تا روښان کړل چراغان د آزادۍ


د مرګ په توره شپه کې بل څوک نه وو د پښتون


یو ته وې تا سحر کړ شبستان    دآزادۍ


غیرت او سیاست او قومیت کې داسې څوک وو


چې  تا سره  به سیال  شي په جهان د آزادۍ


سر دار وې ته امام وې ته رښتیا لیډر د قام وې


په  ملک  کې د افغان  وې ته جانان د آزادۍ


که ته نه وای پښتون کله لیدای شول په ژوندون کې


باغونه چمنونه  ګلستان    د آزادۍ


غلجۍمور که پیدا کړ یو مرویس په بل وطن کې


پښتون به بیا دوران شي پ آسمان د آزادۍ


 


دسید الرحمان بهیر رالېږنه