کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د جاپان کیودوې  خبري اژانس د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د جاپان دیموکرات ګوند د طالبانو او امریکا ترمنځ منځګړیتوب کوي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د جاپان د دیموکرات ددې طرحې له مخې له ملګرو ملتونو نه به وغوښتل شي چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي او د هغې پر ځاې د اوربند د څارنې یوه ډله چې جاپان به هم پکې شامل وي  ځاې پر ځاې شي.

ورځپاڼې  پخپله سرمقاله کې بیا هم د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې  د عامه خلکو په مرګ ژوبلې اندیښنه څرګنده کړې او پدې ترڅ کې يې د غزني  په قره باغ ولسوالۍ کې د دوو میرمنو په ګډون د یو شمیر عامه خلکو وژنې ته اشاره کړې.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغان دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د سولې د خبرو مسله راغستې چې د ورځپاڼې په وینا د سعودي عربستان په منځګړیتوب په پټه روانې دي.


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې دا راپورونه که سم وي یا ناسم خو دا تر ټولو ښه او غوره لار ده چې د خبرو او تفاهم له لارې شته ستونزې هوارې شي.

ورخپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د بیارغونې همغږې ستراتیژي نلري.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د کابینې د تیرې ورځې غونډې ته ځانګړې او لیکلي دي چې د کابینې غړو د انتخاباتو د نیټې په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د پریکړې ملاتړ وکړ.


ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د انتخاباتو نیټه د معلومو عواملو له مخې چې په هغو کې شاته غورزول شوې

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د هیواد د بیلابیلو ولایتونو د کرنې له رئیسانو سره د ولس مشر کرزي په لیدنې  تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې د کرنې ډګر باید پر پښو ودرولې شي.
 



د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو  رپورټ  څیړلې  چې پکې د اپیمو په تولید کې د لا زیات کمښت هیله څرګنده شوې


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې د اپیمو په تولید کې کمښت په نورو برخو او په تیره بیا په امنیت مثبتې اغیزې غورزولې شي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې له ولس مشر کرزي نه د ولسي جرګې د غړو دا غوښتنه راغستې چې ویلي د انتخاباتو د نیټې په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په پریکړې له سره نظر وکړي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیلې مقالې يې پرې خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ولس مشر بارک اوباما سیاستونو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې په جنګ تمرکز د تیروتنې تکرار دې.

خو اصلاح بیا د  اکسفام د موسیسې په وروستۍ  څیړنې تبصره کړې او لیکلي دي چې جنګ د ستونزو د حل لاره نده.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د لویدیځ په کړنو د ځینو کارپوهانو انتقادونه راغستې او لیکلي دي چې لویدیځ لا هم پدې نه پوهیږي چې ریښتینې دښمن څوک دې.


ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې لویدیځ هڅه کوي چې افغانستان ته د نورو سرتیرو په استولو سره د ترورزم په وړاندې  خپله مبارزه غښتلې کړي حال دا چې نور نو د بمونو غورزول نشي کولې ترورستان له منځه یوسي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان په اقتصادي سیسټم تبصره کړې او هغه يې طبقاتي او غیر عادلانه بللې دې.