د کندهار په اداره کې هم بدلونونو ته اړتيا ده!
په کندهار کې د نوې ادارې په پيل کې د بيارغونې ګڼ کارونه کېدل، له هغې ورځې چې اسدالله خالد ورته د والي په توګه معرفي شوي، په لومړي کې هغه ژمنه وکړه چې تر هرڅه مخکې به د امن راوستلو په برخه کې زيات کوښښ کوي، وروسته چې ټيکاو او ثبات رامنځته شو، بيارغونې ته په خپله زمينه برابرېږي. خو نه امن راغى او نه بيارغونه وشوه، هغه کارونه چې پخوا پيل شوي وو، په ټپه ودرېدل.
نن کندهار هم د امنيت او هم بيارغونې په برخه کې تر ټولو وروسته پاته ولايت ګڼل کېږي، د دې ولايت وکيلانو چې د خلکو د باور رايې يې د دې لپاره اخيستې وې چې خدمت به يې کوي، تر پايه هم د دې ولايت پر روان وضعيت په ډله ييزه توګه د خپل انتقاد ږغ پورته نه کړ او نه په دې اداره کې د کوم بدلون غوښتنه وکړه.
داسې ښکاري چې دغه وکيلان په درغليو پارلمان ته ورغلي او په رښتيا د خلکو په رايو نه دي ورغلي او يا دا چې د دې ولايت د معصومو انسانانو په وژنو خبر نه دي، که خبر وي په وړاندې يې بې پروا دي.
څه موده مخکې د هرات وکيلانو د دې ولايت د ناامنيو په تړاو په ډله ييزه توګه احتجاج وکړ، چې په نتيجه کې د دې ولايت ګڼ امنيتي چارواکي بدل کړاى شول او تر هغه وروسته هرات يوځل بيا د ارامۍ ساه اخلي.
ولسمشر کرزى چې په زياتو مواردو کې د ولس پر رښتينو غوښتنو سترګې پټوي، د کندهار پر روان وضعيت تر بل هر ولايت ښه خبر دى، هغه په دې ولايت کې خاپوړي کړي او دلته رالوى شوى دى، خو د ده په دوره کې دغه ولايت تر بل هر وخت د ناامنۍ له کبله سلګۍ وهي.
د کندهار قومي مشرانو، فرهنګيانو، ليکوال او روشنفکرانو په وار وار د کندهار د وضعيت په تړاو له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او په دې اړه يې ورسره خبرې کړې دي، کرزي هم تل د خپل عادت له مخې د هر ډول سم سمکي ژمنه ورسره کړې، خو کله چې دا کسان بېرته سيمې ته راغلي، هغه اش او هغه کاسه.
کندهار او شاو خوا ولايتونه چې نن سبا د کوکنارو د کښت ستر مرکزونه ګڼل کېږي، دغه راز د ناامنۍ په برخه کې هم د بېلګې په توګه يادېږي. اداري فساد په کې اوج ته رسېدلى، يوشمېر جګپوړي چارواکي په کې قبيلوي مسايلو ته لمن وهي، په دې موخه په دغو ولايتونو کې ګڼې داسې ادارې، اتحاديې او ټولنې جوړې شوي چې د قبيلويت پر بنسټ کارونه کوي، ګڼ ولسوالان بېسواده دي، هغه د ملېشه يي ځواکونو او انډيوالۍ سيسټم په ولسواليو کې چلېږي، چې په کليو کې لا قانون په سمه توګه نه دى پلى شوى.
په دغو سيمو کې د دولت واک او ځواک ورځ په ورځ ختمېږي، وسلوال طالبان چې په ٢٠٠١م کال کې يې څرک هم نه لګېده نن په يوه داسې ځواک بدل شوي، چې ولسوالۍ او سيمې يې په واک کې دي او که يې په پيل کې په سپکو وسلو جنګ او چريکي عمليات کول، نن درنې او پرمختللې وسلې او تجهيزات لري، چې خپل تکتيکونه يې هم بدل کړي دي.
د حيرانۍ وړ خبره ده، کله چې په ځينو ولايتونو کې د بدلونونو کوښښ کېږي، يو چارواکى له يوه ولايت څخه بل ته بدلوي، سړي ته پوښتنه پيدا کېږي، که يو چارواکى په يوه ولايت کې بې کفايته وي او هلته يې کوم د پام وړ کار نه وي کړى، خامخا به په بل ولايت کې هم کار نه شي کولاى. ملت خو دغه ډول بدلونونه نه غواړي.
د ساري په توګه کله چې د کندهار زندان مات او په سلګونو بنديان له بنده وتښتېدل، يوازې امنيه قوماندان، د امنيت امر، د زندان مشر او ځينې نور چارواکي له دندې ګوښه کړاى شول، تر پايه معلومه نه شوه چې په دې پېښه کې چا مستقيم لاس درلود. دا ډول نورګونګ مسايل هم شته چې ملت ته يې ځواب نه دى ورکړل شوى.
د کندهارله وکيلانو او خواخوږو هيله کېږي چې په دې ولايت کې اساسي بدلونونو ته پام وکړي او کارپوه کسان دې ورته راولي چې د ناټو له اوسني ځواک څخه په مشروع لار کې استفاده وکړي.