بزګران وايي دولت بديل نه ورکوي خو کوکنار ماتوي
په کندهار کي کروند ګرو يوځل بياهم کوکنار کرلي، او چارواکو د بزګرو نيولو،جريمه کولو او د کوکنارو اړولو ګوتڅنډنه يي کړې ده .
د کندهار امنيتي چارواکو دکوکنارو د اړولو کمپاين د نوموړي ولايت دامان ولسوالۍ څخه يې په داسي حال کي پيل کړ چي لسګونو پوليسو د مجهزو موټريز وسايطو سره ، دولسوالۍ سهيل خواته وخوځيدل .
د پوليسو لوی کاروان چي په لاره روان وه ، کليوالو دا ګڼله چي ګواکي پوليس دطا لبانو ځپلو له پاره روان دي .
د لڼد سفر څخه وروسته ، پوليس د دامان ولسوالي مهمندو کلي ته ورغلل او هلته ته يې د تازه کرل شوو کوکنارو په اړولو بي له کوم ځڼډه يي پيل وکر .
يوزيات شمير کليوالو هم د کوکنارو اړولو کمپاين په آرمي سره کوت ، او هيڅ ډول غبرگون يې نه ښوده .
د کندهار ولايت امنيې قومندان جنرال سيدآقا ثاقب چي په خپله يي د کوکنارو اړولو د کمپاين مشري کوله داسي وويل :
د دامان ولسوالۍ خلک په خپله خوښه حاضر دي چي خپل کرل شوي کوکنار له منځه يوسي ، دا هغه بيلګه ده چي تاسي يي دلته ګورئ :
محمد خان کندهار ولايت د دامان ولسوالي اوسيدونکي بيا وايي:
پوليسو زمونږ د سيمي څخه اوه کسه بنديان کړي ، اوس مونږ دي ته حاصر يو چي خپل کرل شوي کوکنار لمنځه يوسو.
د محمد خان په وينا : دامان ولسوالي د کرني له پاره اوبه نلري ،د ترنک رود وچ دی ، او د ماشين په اوبو غنم کرل خپل مصرف هم نشي پوره کولای ، موږ اکثرآ له ډيري بدي ورځي کوکنار کرو.
سراج الدين د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ ولسوال د دې تر څنګ چي د کروندګرو، د ستونزو پخلی کوي وايي:
د ولسوالي په سطح موږ د کوکنارو په ضد تبليغاتي کمپاين پيل کړی دی، او خلک دې ته هڅوو چي کوکنار ونه کري ، او د کوکنارو نه کر په بدل کي چاته مرسته نه ورکول کيږي .
خو د کندهار امنيه قوماندان ښاغلی ثاقب وايي : تر دا مهاله يي ٢٢ کسه د کوکنارو د کر په تور نيولي او څارنوالۍ تې سپارلي . ښاغلی ثاقب زياتوي : هغه بزګر چي د نيم جريب څخه په زياته ځمکه کي کوکنار کرلي وي د لسو زرو څخه تر پنځوسو زرو افغانيو پوري جريمه او تر دريو مياشتو زيات به د بند سزا ورکړل شي.
په کندهار کي چارواکي وايي دامهالي په دامان، ارغنداب، تخته پل، سپين بولدک، ژيري،او حتئ شاولي کوت په ولسواليو کي د کوکنارو او چرسو له منځه ورلو کمپاين پيل کړی دي .
د دامان ولسوالۍ يوه بزګر چي شنه کوکنار يې له منځه وړل کېده وويل چي دکوکنارو څخه دومره پيسې په لاس راوړي چي د خپلي کورنۍ نفقه برابره کړي ، هغه نيوکه کوي چي دولت کوکنار له منځه وړي لږ تر لږه ددوی لپاره دي د کار موندني غم هم وخوري .