مرثيه ( د سواتيانو بې حسي )
د سواتيانو په بې حسئ باندې يوه مرثيه
…………………….
داسې ګورکن لټووم
چې راله خخ کړي دا بې ګوره بې دفنه مړي
غوښې ئې سخا ،جوسې ئې سوې لوې
سرونه مات، ټوټې ټوټي هډوکي
په ډير بد حاله شکل
چې ترې بوئيونه خيژي
دا بد نصيبه سواتيان
څوک چۀ د خپلې بدبختئ د لاسه
په خپل زيګونې مړه دي.
دا بې کفنه بې دفنه خلک
ښخ کړي په تور لحد کښې
داسې ګورکن لټوم
داسې څوک شته دے دلته؟
ما به ژړلي نه وے
غاړې به نه کوے ما
په دا مړه شوو خلکو
ماتم به نه کوو ما
که چرے دغه خلک
د ظاليمانو وحشيانو خلاف
چرته مړۀ شوې وے دوئ
لو لپه شوي وے دوئ
او د سرکښئ په جرم
د بغاوت په ګناه
د ازادۍ په لار کښې
د غلامۍ د سوري
ځان ازاد کړے وئ دوئ
په توره ننګ ميړانه
د ابدي ژوند سره
تر غاړه وتې وئ دوئ
ما به ګورکن څه کوو؟
مرثيه خوان به نه وم
نوحه کنان به نه وم
که چيرې دا لاښونه
د جنګ په سور ميدان کښې
د ازادۍ په خاطر
د بې ننګئ نه لري
د شهادت جامونه
د ابديت په نامه
په جمع څښلي وئ دوی
او خپل دا پاک روحونه
د غلامئ د بند نه
بيا ازاد کړي وئ دوئ
ګرځم ګورکن لټووم
داسې څوک شته دے دلته؟
چې په تقديرمئينان
د حادثو په طمع
ناست او پراته لاښونه
دا بې دفنه مړي
ښخ کړي په زوړ لحد کښې
داسې ګورکن لټوم
داسې څوک شته دے دلته؟