دحامد كرزي يوه بله نه بخښوونكې تېروتنه

34 | فبروري 17th, 2009



 وروسته له هغه چې په افغانستان كې دولس مشرۍ دټاكنو غږ پورته شو نو ښاغلي كرزي هم په ځينوداسي هڅو لاس پوري كړ چې څه ناڅه دولس دغوښتونو سره برابري وې.
په وزيرانو شورا كې ادلون بدلون، دځينوواليانو لري كول او همداراز دځينومجرمانوداعدام حكمونه تاييده ول يې ښكاره بېلكي وې. داهغه وخت وو چې دنړۍ زوره ور ولس مشر بارك اوباما له ښاغلي كرزي سره خبري نه كولې. اوښاغلي كرزي هم په خپلو خبرو كې ورو ورو نوري نړۍ ته ځان نېژدې كاوه او آن تر دې چې دافغانستان پخواني مات شوي دښمن (روس)ته يې هم لاس وراوږد كړاو له روسيې څخه يې دمرستي غوښتنه وكړه. نوموړي په عين وخت كې يوه بله هوښياري دا كوله چې دپښتنودخوشاله ولوهڅي يې هم پيل كړي وې . په دې كې هيڅ شك نشته چې پښتانه تل دخپلومشرانو ترشا درېدلي خو البته په هغو پښتنومشرانوكې هم پښتو شته وي. زه دا نه وايم چې زموږ داپښتون مشرخداى مكړه بې پښتو دى خو دا ضرور وايم چې ډېروخت يې پريكړي او ځيني كړنې دپښتنو په خلاف وي او زه فكر كوم چې زما له دې دعوې سره به تاسو محترم لوستونكي هم همغږي ياست.


حامدكرزي دخپلې واكمنۍ پر محال پښتنو ته ډېرتاوانونه واړول خو بيا هم پښتنو تل ننګه ورباندي كړې ده. دلته په لندن كې مېشت ډېرى پښتانه په غونډو ناستواو مجلسونو كې پر دې ټولو تېروتنو سربېره دكرزي ملاتړي دي خو دتېمورشا خان دراني (داحمدشابابازوى) په څېرپه ځينوپرېكړوكې دكرزي كلك مخالفت كوي.
بايد ووايم چې داوسني افغانستان دبنسټ ايښودوونكي لوى احمدشابابا ترمړيني وروسته په كال ۱۳۷۳م كي دستراحمدشابابا زوى تيمورشا درانى دخپل ستر باباپرټغر كښينوست او دپاچاهي تاج ورپرسرشوخو له بده مرغه تيمورشاخان دپښتو پرځاى فارسي ژبي ته ډېره پاملرنه وكړه او آن تر دې چې په رسمي چارو كې هم له دغي ژبي كارواخيست او ټولي دفتري چاري يې په فارسي ژبه كړلې او بيا به نو دوخت ايراني چارواكو هم ستايه. تاريخ پوهان وايي چې له همدغه ځايه پرپښتو باندي دفارسي ښكيلاك لړۍ پيل شوه چې تراوسه پوري دوام لري او دې لړۍ ته ښاغلي كرزي ښه مرسته وركړه او په دې ناولو اوبو كې پښتون قام لانورغرق كړ.


په هرحال دتېمورشاخان په څېر يې بيا دا يوبل پښتون چې دخپلي ژبي پرځاى پردۍ هغې ته كار كوي خوچې له ده څخه كله وه پوښتل شي نو دى بيا ودې كار ته ((ملي وحدت)) وايي چې دده په نظرپښتون ځپل ملي وحدت دى خوښاغلى كرزى په دې نه پوهېږي چې دځان اوپښتانه قام برخليك بل ته په لاس وركول ملي وحدت نه دى بلكه ملي خيانت دى .


 كرزي صاحب چې څنګه داوباما پرشونډو دځان لپاره خندا وليده نوسمدستي يې پرېكړه وكړه چې دافغانستان دبهرنيو چارووزيرډاكتررنګين دادفر سپنتا په مشري به يوپلاى ځي او دهيواد دراتلونكې په اړه به پر موهمغومسلودامريكا له نوي حكومت سره خبري كوي. اوسپنتابه دهيواد دنوې ستراتيژي په اړه چې دامريكا نوى حكومت يې جوړه وي غږېږي.
فكركوم افغان ولس مشر لا هم نه دى پوهه چې دهيواد په جنوب بلكه په ټولوپښتني سيمو كې دجګړې اور همدغو ستميانوبل كړى او لا يې نور دزياتېدو هڅي كوي . په پوځ كې ډېره ونډه ددوى ده او تل يې هڅه داوي چې داسي كړني وكړي چې دهغو په وجه ولس دكرزي دحكومت په خلاف راوپارېږي. ددې ډېرى بيلګي هم په رسنيوكې خپرې شوي دي . ملي امنيت په ټوله كي دسيتميانو په لاس كي دى او ترډېره يې داسي كسان ځوره ولي چې اوسنۍ اداره پرې ښه بدنامه شوې ده. دهمدغوټوپكسالارودغلتوجاسوسيو له كبله دنړۍ والي ټلوالي اودكرزي ترمينځ واټن زيات شوى دى. دستميانوروزل شوي كسان نړۍ والوځواكونو ته غلط  راپورونه وركوي اوهغوى ړندې بمبارۍ كوي او همدغو كړنوولس هم له كرزي نه ليري كړى دى.
په نا امنيو كې دم ګړى دشمال ټلوالې ګټه داده چې بيارغنيزي پروژې دپښتني سيمو څخه ددوى سيموته ځي چې نسبتاً ارامي دي.دپښتني سيمو په نااقراري كې دايران پلوه ستميانوبله ګټه داده چې له يوې خوا دوى پښتانه نړۍ ته دجګړه ييز قام په نوم ورپېژني او له بله لوري غواړي امريكا او دناټوغړي هيوادونه دلته په جګړه بوخت وساتي ترڅو ايران دهغوى له شره خوندي پاني شي . ځكه دغه اوسني ستميان په اصل هغه شعيه ګان او قزلباشان دي چې نادر افشار له ايرانه دځان سره راوستي وو. كله چې نادر افشاروتوانېده چې كندهار ونيسي نو هغه مهال يې دخپل پوځ څخه يوشمير قزلباشان اوايراني شعيه ګان په كندهار كي پرېښودل او هغوى ته يې دنادراباد په نوم يوه كلا هم ورجوړه كړه چې اوس دكندهار په اوله ناحيه كې ده او توپخانه ورته وايي. دغو شعيه ګانو دتيمورشاخان په مرسته وحكومتي اداروته لار وموندله اوپه ۱۱۸۶كال چې تيمورشاخان دهيواد پلازمېنه له كندهاره كابل ته ولېږدوله نوهغه مهال يې ددغوايرانيانو څخه يوه برخه له ځانه سره كابل ته بوتله او هلته يې دكابل دپخواني ښار جنوب ته دشير دروازي دغره په لمن كي ځاى وركړ او پردغه سيمه قزلباشانو دچينداول نوم كېښود. . ښاغلى غوس خيبري په خپل (پښتانه) نومي تاريخ كي ليكي:   
(داميرعبدالرحمان خان دواكمني پر مهال بيا دكابل ښار ختيځ اړخ ته هم يوه سيمه دمرادخانې په نوم دايراني شعيه ګانو او قزلباشانوټاټوبى شو. دوى دلوى احمدشابابادواكمني پرمهال افغاني هويت ترلاسه كړى) او بيا نو ورو ورو دولس مشركرزي په څېرپښتنومشرانوامتيازات وركړي دي او دا دى نن دافغان وطن دتقديرپرېكړي كوي اوپښتانه پټه خوله ورته ناست دي.
ښاغلې كرزى ؛ داسي موقع هره ورځ نه راځي اولږ له پښتني همته كار واخله او دغه ايران پلوه سپنتا دې غونډي ته مه لېږه . زه پوهېږم چې ستازړه هم غواړي چې ورشې او اوباماووينې خو ښايي اوباما دغه كارته تيار نه وي . نو بيا فكر وكړه او ددغې موهيمي پريكړي لپاره يوبل غوره كس وټاكه كه نه په دغه پرېكړه به دي هيڅ كله افغان ولس ونه بخښي. 

Copyright Larawbar 2007-2024