د عراقي ولسمشر جلال طالباني واک پای ته رسيږي

د لراوبر اداره | مارچ 14th, 2009


د عراق ولسمشر جلال طالباني به د واک تر پای ته رسېدو وروسته د نوي دورې په انتخاباتو کښي نورځان کانديد نه کړي ، دا خبره د شنبې په ورځ دطلباني د ګوند(PUK) يو رسمي مقام څرګنده کړل .

د طلباني رسمي دنده دروان زېږديز کال په پای کښي ختميږي، خو دخپل ګوند مشري به لا پر مخ بيايي .

د رسمي مقام په وينا نوموړی خپله هم غواړي چي نور يو څه استراحت وکړي؛ کوردی ۷۵ کلن طلباني تېر کال په امريکا کښي د زړه جراحي يوعمليات هم تر سره کړئ وو .

ولسمشر طلباني په ۲۰۰۵ زېږديز کال کښي ولسمشر سو، دده واک که څه هم محدود کړل سوئ دئ خو نوموړي د متفرقه نژادي ګروپونو په توازون ساتلو کښي ډېر مهم رول لوبولئ دئ .

د عراق نوی ولسمشر د پارلمان له لوري ټاکل کيږي .

د عراق پارلماني انتخابات به د روان زېږديز کال د دسمبر په مياشت کښي تر سره سي .


Copyright Larawbar 2007-2024