ورځپاڼو ته کتنه
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د امریکا مرستیال ولس مشر جوبایډن دا منلې چې دوې د افغانستان په جنګ کې ندي بریالي شوي.
ورځباڼې د موضوع په دوام د ستونزو د سیاسي حل لپاره روانو هڅو ته په اشارې د لویدیځو ډیپلوماټانو دا سپارښتنه هم راغستې که طالبان انتخابات وګټي دوې يې باید ومني.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په خوست کې په یو کور باندې د بهرنیو ځواکونو حملې ته په اشارې لیکلي دي چې د بهرنیو ځواکونو خپل سرۍ لا هم روانې دي.
ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د خبریالانو په کار او فعالیتونو تبصره کړې او لیکلي دي چې دوې له جدي خطرونو سره مخامخ دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې پکې د افغانستان روانه وضعه خرابه بلل شوې او روان کال يې ټاکونکې کال بللې دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې ددې ټولو ستونزو سره سره اهدافو ته رسیدل له امکانه لرې خبره نده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې له امریکا سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې د انژرۍ او ټرانسپورټ پروژې وڅیړي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا په لویدیځ دا انتقاد کړې چې تل يې د شتو ستونزو د هواري لپاره یو لاس عمل ندې کړې او د افغانستان په اړه يې بیلابیل دریځونه درلودلي دي.
دې ورځپاڼې هم له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې خو پوښتلي دي چې دا خبرې په کومه بیه کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان په روانو حالاتو تبصره کړې او لیکلي دي چې دغه هیواد بیا د خپلې ماضۍ په لور روان دې.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې ورځپاڼې هم په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره روانې هڅې څیړلي او د سولې د ټینګښت او ملي پخلاینې د کمسیون په حواله يې لیکلي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې اته زره وسلوال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځاې شویدي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې لویدیځ په افغانستان کې له خپلو سترو هیلو نه تیریږي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د فرانسې د یو جګ پوړي چارواکي په حواله لیکلي دي چې اوس یوې سیاسي حل لارې ته اړتیا ده افغان ځواکونه باید پیاوړې کړاې شي او د نشه يې توکو مخه باید ونیولې شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د اوبو او برښنا د وزیر اسماعیل خان په حواله لیکلي دي چې په راتلونکي حکومت کې به د مجاهدینو تشه ډکه شي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ترورزم پر ضد روانې هڅې څیړلي او لیکلي دي چې د سیمې په کچه د ترورزم ضد کمپاین پیلول په افغانستان کې د روان جنګ د ګټلو لپاره ضروري دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله هم راغستې او دا اندیښنه يې هم ښودلې چې له دې سره به په هیواد کې د عامه خلکو مرګ ژوبله زیاته شي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د ګزڼ د له منځه وړلو لپاره روانې هڅې څیړلي او هغه يې یوه ملي دنده بللې ده.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په کابل ښار کې د جوړو شویو ترافیکي موانعو له کبله رامنځ ته شوي ستونزې څیړلي او لیکلي دي چې د غیر ضروري موانعو رامنځ ته کول د نا امنۍ ویره لا زیاتوي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په دوبۍ کې په جوړې شوې غونډې تبصره کړې چې پکې ځوان افغان سیاستوالو د افغانستان په روانې وضعې خبرې کړي.
ورځپاڼې دا یوه نمایشي غونډه بللې او لیکلي دي چې نشي کولې د هیواد د شتو ستونزو په هواري کې کوم رول ولوبوي.
ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو تفصیلي مطلب کې دا پوښتنه کړې چې د واک د ترلاسه کولو لپاره دا دومره لګښتونه له کومه ځایه کیږي.
ورځپاڼې د نشه يې توکو د رودو کسانو د حالت په اړه لیکلي دي چې دوې د هیواد اقتصاد ته هره ورځ په زرګونو ډالره زیان اړوي.